• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه وايي شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغانان له جدي معلولیت سره ژوند کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۰

د ډسمبر درېیمې نېټې په مناسبت، چې د معلولیت له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، ملګري ملتونه وایي، ۲۴،۶ سلنه افغانان له نرم معلولیت سره ژوند کوي، په داسې حال کې چې ۴۰ سلنه یې متوسط معلولیت تجربه کوي او نږدې ۱۳،۹سلنه یې له سختو بڼو سره مخ دي، چې شمېر یې ۱،۵ میلیونه تنه اټکل کیږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د معلولانو لوړ شمېره دوی دې ته اړ باسي چې په ډیر بیړني ډول عمل وکړي.

یاد دفتر وايي، معلولیت لرونکي کسان باید د وروسته پاتې فکر په توګه ونه ګڼل شي، دوی باید د پلان جوړونې، پریکړې کولو او خدماتو وړاندې کولو په هره مرحله کې په بشپړه توګه مدغم شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال او د بشري چارو همغږوال انډریکا راټواټ ویلي،«زموږ په ټولو فعالیتونو او پروژو کې، موږ ډاډ ترلاسه کوو چې معلولیت لرونکو کسانو ته لومړيتوب ورکول کیږي او د دوی د بشپړ ظرفیت درک کولو ملاتړ کیږي».

هغه زیاته کړې چې د ژوند په ټولو برخو کې د معلولیت لرونکو کسانو شاملول او ډاډمن کول د یو سوله ییز، عادلانه او سوکاله افغانستان په جوړولو کې د مرستې لپاره مهم ګام دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دا چارواکی وایي چې د لسیزو جګړو، بې ځایه کیدو، وچکالۍ، او کمزورو روغتیایي او اقتصادي سیسټمونو په ټول هیواد کې د معلولیت کچه لا پسې لوړه کړې ده.

ملګري ملتونه په اعلامیه کې وايي، چې دوی به په ټولنه کې د معلولیت لرونکو کسانو د ادغام ستراتیژۍ پلي کولو ته دوام ورکوي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

۵

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان د ایراني ځواکونو په ډزو کې د ۱۱ افغانانو د وژلو په تړاو ایران ته پلاوی لېږي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۰
طالبان د ایراني ځواکونو په ډزو کې د ۱۱ افغانانو د وژلو په تړاو ایران ته پلاوی لېږي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د ۱۱ افغانانو د وژلو پیښې د څېړلو په موخه یاد هېواد ته طالب پلاوی لېږي. نوموړی وايي، چې د لاس شته شواهدو او اسنادو په مټ به یاده پېښه وڅیړي.

عبدالمتین قانع ویلي، چې یاد افغانان څه باندې شل ورځې وړاندې له ایران سره پر پوله د ایراني ځواکونو په ډزو کې وژل شوې او جسدونه یې افغانستان ته را انتقال شوي او د قربانیانو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ تېره ورځ خبر ورکړی و، چې لږ تر لږه ۱۰ افغان کډوال د ایران د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ووژل شوي دي.

دغو کسانو غوښتل چې د فراه د شیخ ابونصر بندر له لارې په «غیرقانوني» توګه ایران ته ننوځي، خو د ډزو هدف ګرځېدلي.

طالبان وايي چې ۱۶ ټانکره بې کیفته نفتي توکي یې بېرته ګرځولي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۰
طالبان وايي چې ۱۶ ټانکره بې کیفته نفتي توکي یې بېرته ګرځولي
100%

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په تېره لړم میاشت کې یې د نیمروز، حیرتان او شیرخان بندرونو له لارې افغانستان ته واردېدونکي ۱۶ ټانکره بې کیفته نفتي توکي، بېرته ګرځولي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست ويلي، ۱۶ ټانکره نفتي توکي چې ټولیز وزن یې ۴۸۰ ټنه و، بېرته مستر شوي دي.

په یادو نفتي توکو کې ۳ ټانکره ډېزل، ۴ ټانکره اوبلن ګار او ټانکر روغنیات شامل وو، چې د نیمروز، حیرتان او شیرخان له بندرونو څخه یې بېرته ایران، تاجکستان او ازبکستان ته ورګرځولي دي.

طالبانو ویلي، چې افغانستان ته د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معلومول د مسلکي او تخنیکي ډلو او معیاري لابراتوارونو په وسیله ترسره کېږي او د بې کیفیته نفتي توکو د واردولو اجازه نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم طالبانو د اسلام کلا په ګمرک کې شاوخوا ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې کیفیته تېل د یادې ډلې د محکمې له پریکړې وروسته له منځه یووړل.

د طالبانو رییس الوزرا د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰
د طالبانو رییس الوزرا د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه
100%

طالبان وایي چې د دې ډلې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند نن له غرمې مخکې د قطر هېواد له نوي سفیر مردف بن علي القاشوطي سره لیدلي او د هغه باورلیک یې منلی دی.

د طالبانو په ولکه کې ارګ د چارشنبې په ورځ وویل، چې په ګلخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د چارو د ادارې مشر ملا عبدالواسع هم حضور درلود.

ملا حسن د قطر او ددې ډلې ترمنځ همکارایو او اړیکو ته په اشارې ویلي:«قطر هیواد په ډېرو سختیو کې له موږ سره همکاري کړې چې مننه یې کوو. الله تعالی دې وکړي چې زموږ په اړیکو او همکاریو کې لاښه والی او پرمختګ راشي.»

بل خوا د قطر نوي سفیر مردف بن علي القاشوطي ویلي چې «دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د قطر د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم او ژمنه کوم چې دقطر او افغانستان د اړیکو او همکاریو د لاپیاوړتیا لپاره به دوامدارې هڅې وکړم.»

100%

قطر له ۲۰۱۳ ز کال وروسته طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانیستلو او دوحې پروسې وروسته د طالبانو او نړیوالو ترمنځ د اړیکو د مرکز په توګه پېژندل کیږي.

دا هېواد له ۲۰۱۸څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هغو مذاکراتو کوربه و، چې پایله یې د «دوحې تړون» و.

د طالبانو او پاکستان پلاویو د سعودي عربستان په ناسته کې د اوربند پر دوام هوکړه کړې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۰
د طالبانو او پاکستان پلاویو د سعودي عربستان په ناسته کې د اوربند پر دوام هوکړه کړې
100%

د طالبانو او پاکستان مرکچي پلاويو د سعودي عربستان په خبرو اترو کې د اوربند پر دوام هوکړه کړې ده. دواړو خواوو د تېرو خبرو اترو د پرېکړو پر دوام موافقه ښودلې، چې اوربند به جاري ساتي. طالبانو ویلي، چې دوی د مثبتې نتیجې لپاره د نورو ناستو لپاره هم چمتو دي.

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د طالبانو او پاکستان د مرکچي پلاوي له خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اوربند غځېدلی دی.

په دغو خبرو اترو کې ښکیلو درې افغان او دوو پاکستاني چارواکو، چې یو یې په استانبول کې مېشت دی رویټرز ته ویلي، چې دواړو لوریو د اوربند پر دوام سلا کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، پوځ او د افغان طالبانو ویاند او د سعودي حکومت د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

یوه لوړپوړي طالب چارواکي وویل چې دا خبرې د سعودي په نوښت ترسره شوې او زیاته یې کړه: «موږ چمتو یو چې د مثبتې نتیجې لپاره نورو غونډو ته هم لاړ شو».

پاکستاني چارواکو وویل چې د پوځ، استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت استازو په دې خبرو کې د اسلام‌اباد استازیتوب کاوه.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت وسله‌وال په پاکستان کې بریدونه کوي او کابل د هغوی پر ضد د اقدام لپاره د پاکستان پرله‌پسې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. طالبان بیا دا تورونه ردوي او وايي چې پاکستاني جنګیالي افغان خاوره نه کاروي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په وروستیو بریدونو کې ځانمرګي بریدګر، چې یو یې په اسلام‌اباد کې ۱۲ کسان ووژل، د افغان اتباعو په توګه پېژندل شوي دي، خو ددې لپاره یې کره شواهد نه دي وړاندې کړي.

په کابل کې د طالبانو یوې سرچینې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې خبرو اترو کې له پاکستان سره د لارو د خلاصون په تړاو ددوی استازو کوم وړاندیز نه دی کړی، خو پاکستاني چارواکو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دا وړاندیز سعودي عربستان کړی و، خو اسلام اباد نه دی منلی.

تر څلورو کلونو وروسته؛ د ترمز - حیرتان لاره پرانیستل شوه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۰ GMT+۰
تر څلورو کلونو وروسته؛ د ترمز - حیرتان لاره پرانیستل شوه
100%

د ازبکستان رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې په حواله راپور ورکړی، چې د ترمز-حیرتان سرحدي لاره له څلورو کلونو وروسته بېرته پرانیستل شوه. د راپورونو له مخې؛ دغه اقدام د مساپرو د تګ راتګ د اسانتیا او له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه شوی دی.

د دغه هېواد رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) لیکلي، له افغانستان سره د ازبکستان ځمکنۍ پوله د دې لپاره پرانیستل شوه چې د صادراتو کچه تر ۲۰۲۶ کاله پورې ۲.۵ ملیارد ډالرو ته لوړه شي.

ازبکستان په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره خپله ځمکنۍ پوله وتړله. د نوې پرېکړې له مخې، د دواړو هېوادونو وګړي اوس کولای شي پر یادې پولې تګ راتګ وکړي؛ خو د ویزې لرل حتمي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تر تړل پاتې کېدو وروسته دغه ډله هڅه کوي چې د سوداګرۍ لپاره نوې لارې ومومي.

طالبان او ازبکستان پراخې اقتصادي اړیکې لري او د دواړو خواوو چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې په دوامداره توګه دواړو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د ازبکستان د احصایې کمیټې د معلوماتو له مخې؛ د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۱.۳ مېلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۴۶.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.