• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني حکومت ۱۹۲ نور افغانان له اسلام اباده په چارټر الوتکه کې ولېږدول

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۳ GMT+۰

د جرمني حکومت د فدرالي بیا میشتونې پروګرام له لارې په یوه چارټر الوتنه کې ۱۹۲ نور افغانان ددغه هېواد ایرفورټ هوايي ډګر ته لیږدولي. دغه کسان به د نیدرزاکسن ایالت له فریلند سرحدي کمپ نه بېلابېلو فدرالي ایالتونو ته ووېشل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې څایټ ورځپاڼې ته وویل چې دغه۱۹۲ افغانان له اسلام‌اباد څخه ایرفورت هوايي ډګر ته لېږدول شوي او وروسته د نیدرزاکسن ایالت فریډلند سرحدي ترانزیتي کمپ ته انتقال شوي دي، چې له دې ځایه به وروسته بېلابېلو فدرالي ایالتونو ته ووېشل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په اسلام اباد کې۶۲ افغانانو د پیسو په بدل کې د خپلو دوسیو د بېرته اخېستلو وړاندیز منلی او له یو شمېر نورو سره خبرې روانې دي.

په هغو کسانو کې چې لا هم جرمني ته د تخلیې انتظار کوي، پخواني محلي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ شاملې دي. دوی د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې د جرمني له ادارو سره کار کړی و.

پاکستان جرمني ته ویلي چې د یادو پروسیجرونو لپاره یوازې د کال تر پایه وخت لري، او تر هغه وروسته به دغه کسان بېرته افغانستان ته استول کېږي. خو د جرمني حکومت باور لري هغه افغانان چې د جرمني د بیا میشتېدو رسمي تایید لري، کولای شي د راتلونکي کال په پیل کې هم جرمني ته راوستل شي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي: پاکستان دې د خپل ځان دفاع پخپله وکړي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۰
امیرخان متقي: پاکستان دې د خپل ځان دفاع پخپله وکړي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې پاکستان دې د خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو پټولو لپاره افغانستان هدف نه ګرځوي او د خپل ځان دفاع دې پخپله وکړي. نوموړي وویل، «یو خام فکر موجود و، چې که په افغانستان لارې بندې شي، نظام به سقوط وکړي».

امیرخان متقي ویلي، چې واک ته له رسېدو ورروسته طالبانو په افغانستان کې د داعش په ګډون د ټولو ډلو مرکزونه له منځه وړي او پاکستان دې هم د خپلې خاورې امنیت پخپله وساتي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې پاکستان له طالبانو سره د ستونزو په پراخولو د ځینو پروژو د عملي کېدو پلان لري.

متقي زیاته کړې:« موږ چې راغلي یو، د داعش مرکزونه او نورې ډلې مو کنټرول کړې دي، تاسې هم د خپلې خاورې امنیت وساتئ. که تاسې سیاسي او اقتصادي ستونزې لرئ، نو پر افغانستان لاس مه پاکوئ. که ته (پاکستان) له سیاسي تنظیمونو، عالمانو او ګاونډیانو سره ستونزې لرې، یا د مرموزو پروژو د عملي کېدو پلان لرې، بیانو موږ هم له ځانه د دفاع حق لرو.»

امیرخان متقي پاکستان ته په اشاره ګواښ وکړ، چې افغانستان ته نږدې او سیمه کې د ناامنۍ د رامنځته کولو اجازه نه ورکوي:« موږ به هېڅکله چاته اجازه ور نه کړو، چې موږ ته نږدې، یا زموږ په ګاونډ کې یا زموږ په سیمه کې د ناامنۍ داسې عوامل رامنځته کړي، چې هغه بیا په اینده کې سیمه په مشکل کې واقع کړي.»

متقي ادعا کړې، چې پاکستان له افغانستان سره د روانو ستونزو د پراختیا هڅه کوي، چې د خپلو کورنیو ستونزو او یا د هغو لوبو لپاره چې د یاد هېواد ګټې پکې دي، زمینه براه کړي.

متقي ویلي:« موږ یوازې له پاکستان سره نه بلکې پنځو نورو ګاونډیانو سره اړیکې لرو، هغه ټول مطمین دي او ښه راکړه وررکړه وسره لرو، څوک له موږ نه شکایت نه لري، په تېرو څلورو کلونو کې مو چاته زیان نه دی رسیدلی، خو په مسکو او ایران کې د امنیتي پیښو پل کوم ځای ته ورسید؟»

همدارنګه امیرخان متقي له پاکستان سره مذاکراتو ته په اشاره وویل، چې یاد هېواد د مذاکراتو پرمهال پریکنده دریځ نه لري.

نوموړي زیاته کړې:«پاکستان د ټي ټي پي تور لګوي، بیا چې مخکې لاړ شو، د بلوڅانو خبره رامخکې کوي، بیا د هند د ډلو مساله رامخکې کوي، زموږ اړیکې له هند سره سیاسي دي او دا زموږ حق دی. دا اړیکې د هېڅچا په زیان نه دي. موږ نه غواړو له یو هېواد سره داسې اړیکې ولرو چې د بل هېواد په زیان وي.

له پاکستان سره د سوداګري

امیرخان متقي ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د ترانزیټي لارو په بندولو او پر کډوالو په فشار راوړلو سره ټول نړیوال اصول تر پښو لاندې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د لارو بندښت د افغانستان پر سوداګرۍ هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.

متقي وايي:« موږ په ډېر څه کې خودکفا او په پښو ولاړ یو، له دنیا سره مو تجارت خلاص شوی، که یوه دروازه بندیږي، لس نورې خلاصیږي. اعتماد مو حاصل کړی، ددنیا هیڅ تجار دا تشویش نه لري، چې زه که د افغانستان تجار ته مال ، دوا او غاذا، تېل او ګاز ورکړم سبا به زما مال ضایع شي، دا یو ډېر لوی اعتمادی دی، چې دلته حاصل شوی»

امیرخان متقي ویلي، چې له پاکستان سره د لانجې د حل په اړه یې دریځ روښانه دی او غواړي کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي زیاته کړه:«د پاکستان په اړه د طالبانو اصولي دریځ دادی چې د تفاهم او مذاکرې له لارې د ستونزو حل غواړو، او پر نړیوالو غږ کوو، چې له شته حقایقو ځان خبر کړي او د دوی پر واکمو هم غږ کوو، چې د مسایلو اساسي حل ته متوجې شي او زموږ رغنده اقداماتو ته په درنه سترګه وګوري.»

نوموړي وویل، چې « یو خام فکر موجود و، چې که په افغانستان لارې بندې شي، نظام به سقوط وکړي»، خو دده په وینا، هیڅ پېښ نه شول.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي، چې له پاکستان سره د روانې لانجې په اړه یې نړیوالو ته خپل غږ رسولی، چې افغانستان کې ستونزه نشته، بلکې ستونزې ورته جوړیږي.

د جنوبي کوریا شارژدافیر او ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت غږېدلي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۰
د جنوبي کوریا شارژدافیر او ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت غږېدلي
100%

په کابل کې د جنوبي کوریا شارژدافیر مون، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ سره د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بشري حقونو د اوسني وضعیت په اړه مفصل بحث کړی او د راتلونکو همکاریو پر لارو چارو غږېدلي دي.

یاد سفارت زیاتوي چې شارژدافیر مون او ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري حقونو د خوندیتوب، د ښځو او نجونو د وضعیت او د بشري مرستو د دوام اړوند مسایلو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې، خو طالبان دغه راپورونه یو اړخیز او له واقعیت څخه لرې بولي.

د جنوبي کوریا سفارت ویلي چې هېواد یې د ملګرو ملتونو له لارې له افغان ولس سره د بشري مرستو او د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د همکاریو دوام غواړي.

متقي: د امریکا د ملي ګارډ پر غړو ډزې فردي عمل دی او په افغانانو پورې اړه نه لري

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۳ GMT+۰
متقي: د امریکا د ملي ګارډ پر غړو ډزې فردي عمل دی او په افغانانو پورې اړه نه لري
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، چې په واشنګتن کې د یوه افغان له لوري د امریکا د ملي ګارد پر غړو د ډزو پېښه فردي عمل دی او چا چې دا پېښه کړې، پخپله د امریکایانو له لورري روزل شوی و.

امیرخان متقي له یو شمېر سیاسي شنونکو سره د سیمې او افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرو کې ویلي، چې دد امریکا د ملي ګارډ پر دوو غړو د ډزو پېښه فردي عمل دی، په افغانانو او طالبانو پورې هېڅ اړه نه لري.

نوموړي ویلي، چې تورن کس د امریکایانو له لوري روزل شوی و او بیا د یو غیر قانوني پروسې له لارې امریکا ته انتقال شوی دی.

متقي د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړه:«چا چې دا عمل کړی دی خپله د امریکایانو له لوري روزل شوی دی. موږ به شل کاله دا خبره کوله چې دغه کسان چې په صفر ۱، صفر ۲ او ۳، اربکیانو او پولیسو، اردو کې موظف شوي دي، دا همداسې افغانان هم وژني».

نوموړي وویل، چې «دا ډول خلکو په سلګونو نه په زرګونو پیښې په افغانستان کې رامنځته کړې او دا موضوع د افغانستان په ولس او حکومت پورې اړه نه لري».

متقي ویلي، چې وړاندې یې له امریکايانو غوښتنه کړې وه، چې له طالبانو سره دې کونسلي اړیکې پیل شي، چې د غیرقانوني سفرونو او کړنو مخنیوی وشي.

نوموړي په واشنګټن کې د رحمان الله لکڼوال له لوري د ملي ګارډ پر دوو غړو د ډزو پیښې ته په اشاره ویلي، چې د دغه ډول پیښو د مخنیوي لپاره او د افغانانو د قانوني تګ راتګ بهیر د تنظیم لپاره له امریکا سره د کونسلي خدماتو پیلول اړین دي.

ملګري ملتونه وايي شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغانان له جدي معلولیت سره ژوند کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰
ملګري ملتونه وايي شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغانان له جدي معلولیت سره ژوند کوي
100%

د ډسمبر درېیمې نېټې په مناسبت، چې د معلولیت له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، ملګري ملتونه وایي، ۲۴،۶ سلنه افغانان له نرم معلولیت سره ژوند کوي، په داسې حال کې چې ۴۰ سلنه یې متوسط معلولیت تجربه کوي او نږدې ۱۳،۹سلنه یې له سختو بڼو سره مخ دي، چې شمېر یې ۱،۵ میلیونه تنه اټکل کیږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د معلولانو لوړ شمېره دوی دې ته اړ باسي چې په ډیر بیړني ډول عمل وکړي.

یاد دفتر وايي، معلولیت لرونکي کسان باید د وروسته پاتې فکر په توګه ونه ګڼل شي، دوی باید د پلان جوړونې، پریکړې کولو او خدماتو وړاندې کولو په هره مرحله کې په بشپړه توګه مدغم شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال او د بشري چارو همغږوال انډریکا راټواټ ویلي،«زموږ په ټولو فعالیتونو او پروژو کې، موږ ډاډ ترلاسه کوو چې معلولیت لرونکو کسانو ته لومړيتوب ورکول کیږي او د دوی د بشپړ ظرفیت درک کولو ملاتړ کیږي».

هغه زیاته کړې چې د ژوند په ټولو برخو کې د معلولیت لرونکو کسانو شاملول او ډاډمن کول د یو سوله ییز، عادلانه او سوکاله افغانستان په جوړولو کې د مرستې لپاره مهم ګام دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دا چارواکی وایي چې د لسیزو جګړو، بې ځایه کیدو، وچکالۍ، او کمزورو روغتیایي او اقتصادي سیسټمونو په ټول هیواد کې د معلولیت کچه لا پسې لوړه کړې ده.

ملګري ملتونه په اعلامیه کې وايي، چې دوی به په ټولنه کې د معلولیت لرونکو کسانو د ادغام ستراتیژۍ پلي کولو ته دوام ورکوي.

طالبان د ایراني ځواکونو په ډزو کې د ۱۱ افغانانو د وژلو په تړاو ایران ته پلاوی لېږي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۰
طالبان د ایراني ځواکونو په ډزو کې د ۱۱ افغانانو د وژلو په تړاو ایران ته پلاوی لېږي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د ۱۱ افغانانو د وژلو پیښې د څېړلو په موخه یاد هېواد ته طالب پلاوی لېږي. نوموړی وايي، چې د لاس شته شواهدو او اسنادو په مټ به یاده پېښه وڅیړي.

عبدالمتین قانع ویلي، چې یاد افغانان څه باندې شل ورځې وړاندې له ایران سره پر پوله د ایراني ځواکونو په ډزو کې وژل شوې او جسدونه یې افغانستان ته را انتقال شوي او د قربانیانو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ تېره ورځ خبر ورکړی و، چې لږ تر لږه ۱۰ افغان کډوال د ایران د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ووژل شوي دي.

دغو کسانو غوښتل چې د فراه د شیخ ابونصر بندر له لارې په «غیرقانوني» توګه ایران ته ننوځي، خو د ډزو هدف ګرځېدلي.