امیرخان متقي ویلي، چې واک ته له رسېدو ورروسته طالبانو په افغانستان کې د داعش په ګډون د ټولو ډلو مرکزونه له منځه وړي او پاکستان دې هم د خپلې خاورې امنیت پخپله وساتي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې پاکستان له طالبانو سره د ستونزو په پراخولو د ځینو پروژو د عملي کېدو پلان لري.
متقي زیاته کړې:« موږ چې راغلي یو، د داعش مرکزونه او نورې ډلې مو کنټرول کړې دي، تاسې هم د خپلې خاورې امنیت وساتئ. که تاسې سیاسي او اقتصادي ستونزې لرئ، نو پر افغانستان لاس مه پاکوئ. که ته (پاکستان) له سیاسي تنظیمونو، عالمانو او ګاونډیانو سره ستونزې لرې، یا د مرموزو پروژو د عملي کېدو پلان لرې، بیانو موږ هم له ځانه د دفاع حق لرو.»
امیرخان متقي پاکستان ته په اشاره ګواښ وکړ، چې افغانستان ته نږدې او سیمه کې د ناامنۍ د رامنځته کولو اجازه نه ورکوي:« موږ به هېڅکله چاته اجازه ور نه کړو، چې موږ ته نږدې، یا زموږ په ګاونډ کې یا زموږ په سیمه کې د ناامنۍ داسې عوامل رامنځته کړي، چې هغه بیا په اینده کې سیمه په مشکل کې واقع کړي.»
متقي ادعا کړې، چې پاکستان له افغانستان سره د روانو ستونزو د پراختیا هڅه کوي، چې د خپلو کورنیو ستونزو او یا د هغو لوبو لپاره چې د یاد هېواد ګټې پکې دي، زمینه براه کړي.
متقي ویلي:« موږ یوازې له پاکستان سره نه بلکې پنځو نورو ګاونډیانو سره اړیکې لرو، هغه ټول مطمین دي او ښه راکړه وررکړه وسره لرو، څوک له موږ نه شکایت نه لري، په تېرو څلورو کلونو کې مو چاته زیان نه دی رسیدلی، خو په مسکو او ایران کې د امنیتي پیښو پل کوم ځای ته ورسید؟»
همدارنګه امیرخان متقي له پاکستان سره مذاکراتو ته په اشاره وویل، چې یاد هېواد د مذاکراتو پرمهال پریکنده دریځ نه لري.
نوموړي زیاته کړې:«پاکستان د ټي ټي پي تور لګوي، بیا چې مخکې لاړ شو، د بلوڅانو خبره رامخکې کوي، بیا د هند د ډلو مساله رامخکې کوي، زموږ اړیکې له هند سره سیاسي دي او دا زموږ حق دی. دا اړیکې د هېڅچا په زیان نه دي. موږ نه غواړو له یو هېواد سره داسې اړیکې ولرو چې د بل هېواد په زیان وي.
له پاکستان سره د سوداګري
امیرخان متقي ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د ترانزیټي لارو په بندولو او پر کډوالو په فشار راوړلو سره ټول نړیوال اصول تر پښو لاندې کړې دي.
د نوموړي په وینا، د لارو بندښت د افغانستان پر سوداګرۍ هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.
متقي وايي:« موږ په ډېر څه کې خودکفا او په پښو ولاړ یو، له دنیا سره مو تجارت خلاص شوی، که یوه دروازه بندیږي، لس نورې خلاصیږي. اعتماد مو حاصل کړی، ددنیا هیڅ تجار دا تشویش نه لري، چې زه که د افغانستان تجار ته مال ، دوا او غاذا، تېل او ګاز ورکړم سبا به زما مال ضایع شي، دا یو ډېر لوی اعتمادی دی، چې دلته حاصل شوی»
امیرخان متقي ویلي، چې له پاکستان سره د لانجې د حل په اړه یې دریځ روښانه دی او غواړي کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي زیاته کړه:«د پاکستان په اړه د طالبانو اصولي دریځ دادی چې د تفاهم او مذاکرې له لارې د ستونزو حل غواړو، او پر نړیوالو غږ کوو، چې له شته حقایقو ځان خبر کړي او د دوی پر واکمو هم غږ کوو، چې د مسایلو اساسي حل ته متوجې شي او زموږ رغنده اقداماتو ته په درنه سترګه وګوري.»
نوموړي وویل، چې « یو خام فکر موجود و، چې که په افغانستان لارې بندې شي، نظام به سقوط وکړي»، خو دده په وینا، هیڅ پېښ نه شول.
دغه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي، چې له پاکستان سره د روانې لانجې په اړه یې نړیوالو ته خپل غږ رسولی، چې افغانستان کې ستونزه نشته، بلکې ستونزې ورته جوړیږي.