• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: له ایران نه د افغان بندیانو د لېږد بهیر دوام د طالبانو همکارۍ پورې تړلی دی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۰ GMT+۰

د ایران د عدليې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان افغانستان ته د ۲۹۱ افغان بندیانو د لېږد خبر ورکړی او ټینګار یې کړی، چې د دغه بهیر دوام «د انساني او بشري حقونو په چوکاټ کې» د طالب چارواکو همکارۍ پورې تړلی دی.

نوموړي زیاته کړې: « د ایران اسلامي جمهوریت د ښه ګاونډیتوب اصولو ته په درناوي د افغان وګړو چې یو شمېر یې په ایران کې د قانوني کړنو له مخې جرمونه کړي او محکوم شوي دي، خپل وطن ته ستنوي.»

جلالیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د لېږد هوکړې ته اشاره وکړه، چې وړاندې لاسلیک شوې. هغه ویلي: «پر دې بنسټ ۲۹۱ افغان بندیان په خراسان رضوي کې طالب چارواکو ته سپارل شوي. دغه چاره د دواړو هېوادونو د اړوندو چارواکو په حضور کې ترسره شوه.»

هغه یادونه وکړه، چې دغه بندیان له خراسان رضوي، سویلي خراسان، لوېدیځ اذربایجان او کرمان ولایتونو څخه انتقال شوي. نوموړي وویل، هیله‌من دی چې دغه همکارۍ ته دوام ورکړي؛ څو ایران وکولای شي خپله انساني دنده ترسره کړي او نور افغان وګړي چې په ایران کې بنديان دي، خپل هېواد ته ولېږدوي.

هغه څرګنده کړې، چې د افغان بندیانو له‌خوا ترسره شوي جرمونه تر ډېره د نشه‌یي توکو اړوند دي او د دوی لېږد به د دواړه خواوو هوکړې پر بنسټ وي. عسکر جلالیان وړاندې هم ویلي و، چې د ټولو بندیانو د لېږد لړۍ باید چټکه شي.

ترویج لرونکی

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري
۱

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

پنټاګون: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنې به تر راتلونکي دوبي بشپړې شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۰
پنټاګون: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنې به تر راتلونکي دوبي بشپړې شي
100%

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دغه وزارت څېړنه چې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن په دوره کې پېل شوې وه؛ تر راتلونکي دوبي به بشپړه شي.

د پنتاګون ویاند کېنګزلي وېلسون په یوې خبري غونډه کې څرګنده کړه، د دغه څېړنې موخه دا ده چې د امریکا خلکو او پوځ ته د یادې پرېکړې په اړه بشپړ وضاحت وړاندې شي.

یاد وزارت په مئ میاشت کې ځانګړې ډله د دغه څېړنې لپاره اعلان کړه. د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسټ وویل، چې د یادې ډلې دنده د امریکا خلکو او د دغه هېواد پوځ ته د بشپړ حساب ورکولو او شفافیت ډاډ ورکول دي.

د یاد وزارت ویاند د سې‌شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د دغه څېړنو په اړه تازه جزییات نه‌شته. د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ او د هغه جمهوري غوښتونکو متحدینو په دوامداره توګه د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر ادارې له افغانستان نه د «ناورینه ډکه» وتلو له امله نیوکې کړې. ټرمپ ویلي و، چې په یادې پروسې کې ښکېل کسان به مسوول وګڼي.

دغه څېړنه وروسته له هغې د رسنیو او چارواکو د پام وړ شوه، چې یو افغان پناه غوښتونکي رحمان الله لکڼوال په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو ډزې وکړې. لکڼوال د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د «متحدینو د هرکلي» پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و.

تر یادې پېښې وروسته، ټرمپ او ځینې امریکايي چارواکو څرګنده کړه، چې د بایډن ادارې د ډېرو افغان پناه غوښتونکو دوسیې په سمه توګه نه‌دي څېړلي. اوس ټرمپ امر کړی، چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست وروسته امریکا ته د داخل شويو ټولو افغان پناه غوښتونکو دوسیې له سره ارزوي.

تېره ورځ تر ۶زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۰ GMT+۰
تېره ورځ تر ۶زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهار شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) خبر ورکړی، د سې‌شنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۸۹ کورنۍ چې ټولټال ۶۸۷۲ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۴زره او ۲۷۲ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۶۹۶ کډوال د تورخم، ۱۲۴ د بهرامچې، ۲۲۴ د اسلام‌کلا او ۱۷۹ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي. د راپور د معلوماتو له مخې؛ دغه ستنو شویو کډوالو ته د یاد کمېسیون له‌خوا نږدې ۱۰مېلیونه افغانۍ مالي مرسته هم شوې ده.

د تازه راپورونو له مخې؛ په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونه د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده.

په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي. د بشري حقونو څارونکي او د کډوالو ملاتړو ادارو له دواړو هېوادنو غوښتي، چې د کډوالو خونديتوب ته پام وکړي.

اروپايي ټولنه او یونسکو افغانستان کې د سواد زده‌کړې او مهارتونو د پراختیا نوې پروژه پيلوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۰
اروپايي ټولنه او یونسکو افغانستان کې د سواد زده‌کړې او مهارتونو د پراختیا نوې پروژه پيلوي
100%

په افغانستان کې اروپايي ټولنې خبر ورکړی، چې له یونسکو سره په ګډه د ۴.۷ مېلیونه یورو په ارزښت یوه نوې پروژه پیلوي چې موخه یې بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو او کوربه ټولنو ته د سواد، مسلکي مهارتونو او د دوامداره عایداتي فرصتونو برابرول دي.

د اروپایي ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه پروګرام له لارې به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ۷۵۰۰ ځوانان او سپین ږېري چې ستنېدونکي کډوال او ځایي خلک هم په‌کې شامل دي، زده‌کړې ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر اېکس پاڼه لیکلي:«موږ له یونسکو سره په ګډه د یوې نوې پروژې د پيلولو هرکلی کوو. دغه مرسته به د حیاتي مهارتونو روزنه او د سواد زده‌کړو پروګرامونه چمتو کړي؛ ترڅو بېرته ستنېدونکي افغانان او کوربه ټولنې پیاوړې شي.»

د یادو څرګندونو له مخې؛ اروپايي ټولنه په افغانستان کې د مهارتونو پراختیا، زده‌کړو او د افغانانو د اوږدمهاله عایداتي سرچینو د برابرولو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغه پروژه په داسې وخت کې اعلانېږي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او د ښوونې او روزنې د محدودیتونو له امله د خلکو اړتیاوې لا زیاتې شوې دي. له بل پلوه افغانستان ته بېرته ستنېدونکي کډوال هم له وزګارتیا سر ټکوي.

نیویارک ټایمز: امریکا د ۱۹ هېوادونو د کډوالۍ ټولې غوښتنې درولې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۲ GMT+۰
نیویارک ټایمز: امریکا د ۱۹ هېوادونو د کډوالۍ ټولې غوښتنې درولې دي
100%

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت د ۱۹ هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ ټولې غوښتنې له ګرین‌کارټ نیولې تر تابعیته پورې په بشپړه توګه درولې دي. دغه پرېکړه په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو تر برید وروسته شوې ده.

ورځپاڼې د اړوندو څانګو د چارواکو په حواله لیکلي، په دغه بندیز کې د هغه هېوادونو د وګړو له‌خوا ثبت شوې ټولې قضیې شاملې دي چې د متحده ایالاتو حکومت په جون کې د تابعیت او کډوالۍ خدماتو څخه د تابعیت د غوښتنلیک ورکولو څخه منع کړي وو.

راپور زیاتوي، په دغه بندیز کې د ایران، افغانستان، ترکمنستان، یمن، لیبیا، سوډان، سومالیا، کیوبا او وېنزویلا هېوادونه شامل دي. نیویارک ټایمز لیکلي، دغه اقدام په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د تېرې اوونۍ تر برید وروسته شوی دی.

ورځپاڼې دغه پرېکړه د «کډوالۍ پر ضد د فشارونو د لا زیاتېدو» په توګه یاده کړې ده.

ایرانی چارواکی: طالبان او ایران د ګډې اقتصادي سیمې پر جوړولو کار کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰
ایرانی چارواکی: طالبان او ایران د ګډې اقتصادي سیمې پر جوړولو کار کوي
100%

د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمېسیون یوه غړي امیر توکلي‌رودي ویلي، د افغانستان کانونه د ایران د صنعت لپاره ځانګړی اهمیت لري او تهران هڅه کوي چې په دغه سکتور کې پراخې پانګونې وکړي. د هغه په وینا؛ دواړه هېوادونه په دې برخه کې د ګډې اقتصادي سیمې د جوړولو په اړه کار کوي.

نوموړي د افغانستان کانونه د تهران د صنعت لپاره ستراتېژیک او طلایي فرصت بللی. هغه زیاته کړې: «له پیله مې هڅه کړې، چې د ایران تخنیکي پوهه د افغانستان کانونو ته او په ځانګړي ډول د غوریان، پشتون زرغون او هرات کانونو ته انتقال کړم. دغه سیمې د سنگان صنعتي زون ته نږدې دي او د رېل پټلۍ لوجستیکي اسانتیاوو له کبله زموږ لپاره ستر فرصت دی.»

توکلي‌رودي وایي، افغانستان ته په وروستیو سفرونو کې د طالب او ایراني چارواکو له پراخو بحثونو وروسته پرېکړه شوې چې تهران به له طالب لوري سره د کانونو د اکتشاف، کېندنې او د تولید تمرکز په برخو کې مرسته وکړي.

د ایران د پارلمان دغه غړي د افغانستان د کانونو د پراختیا لپاره ګډ کار ضروري وباله او ویې ویل: «هیله لرو، چې د افغانستان د اقتصاد او پراختیا په ملاتړ سره، د سیمې په امنیتي ثبات کې هم ونډه واخلو.»

هغه خبرداری ورکړ: «په نږدې راتلونکي کې به زموږ صنعت له خامو موادو سره د نه‌توازن له ستونزې سره مخ شي؛ خو افغانستان چمتو دی چې د ایران کانونو صنعت ته خام مواد برابر کړي. دا یو بې‌ساری فرصت دی.»

توکلي‌رودي ویلي، چې دواړه لوري د پولې په دواړه غاړو د ګډې اقتصادي او کاني ځانګړې سیمې د جوړولو پر پلان کار کوي او دغه اقدام به د سیمې د امنیت په ټینګښت کې هم اغېز ولري.

د کانونو د همکاریو تر څنګ، د ایران یو لوړپوړی پلاوی د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت په بلنه هرات ته تللی؛ ترڅو په کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې شرایط و ارزوي. د طالبانو د کرنې وزارت وایي، چې د دغه سفر موخه د علمي همکاریو پراخول، د تجربو تبادله او د تخنیکي ظرفیتونو ارزونه ده.

له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو چارواکو څو ځلې سره لیدلي دي. د طالبانو د هرات والي په وروستیو میاشتو کې د ایران د خراسان رضوي او سویلي خراسان ولایتونو ته سفرونه کړي او له سیمه‌ییزو چارواکو سره یې د سرحدي سوداګرۍ د اسانتیا، د کرنې او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو د زیاتولو او د ګډو بازارونو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

په کابل کې د امام ابوحنیفه په څلورم ملي او نړۍوال نندارتون کې له ۴۰ ډېر ایراني شرکتونو برخه اخیستې وه او خپل صنعتي، ودانیز، د انرژۍ، کرنیز او خوراکي تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ایران اقتصادي پلاوي د نندارتون ترڅنګ له طالبانو سره په صنعت، سوداګرۍ، کانونو، تېلو او نورو برخو کې د خبرو لپاره سره لیدلي وو او د افغانستان د مسو، سره زرو او اوسپنې کانونو په برخه کې د پراخو پانګونو لپاره یې چمتووالی ښودلی و.