• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لوګر کې د ۶۵ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۰

په لوګر کې د ۶۵ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ او همکارۍ د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) د پل علم ښار په سپورټي لوبغالي کې ترسره شول. د دغو ځوانانو ودونه له کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو له امله ځنډېدلي و.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو مراسمو کې د طالبانو له یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو سربېره د زومانو او ناوې‌ګانو د کورنیو غړو هم ګډون درلود.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال انعام‌الله صلاح‌الدین دغو جوړو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: «د اسلام مبارک دین د نکاح او واده په برخه کې څرګندې لارښوونې لري، خو ناوړه دودونه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»

په سعودي عربستان کې د لوګریانو د مسافرو استازي نورمحمد عمرخېل وویل، د دغه ډله‌ییز واده مراسمو په ترسره کېدو کې د دغه ولایت د ټولو مسافرو زامنو پراخه مالي ونډه اخیستې ده.

100%

د یادونې وړ ده، چې د یو شمېر ملي سوداګرو په مالي ملاتړ د ۶۵ زومانو لپاره د کور د اړینو وسایلو «جهیز» ۲۲۰ قلمه بېلابېل توکي هم برابر شوي و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په هېواد کې به د غېر پلان شویو ساحو د ودې او پراختیا مخنیوی وشي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په ۶ ولایتونو تخار، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ او کابل کې به د غېر پلان شویو ساحو له ودې او پراختیا مخنیوي پيل کړي. طالبانو زياته کړې، له دې اقدام څخه یې موخه د ښارونو منظمه پراختیا، د زېربناوو د ستونزو کمښت او د خدماتو اسانه کول دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) ویلي، چې دغه پرېکړه د دوی وزیر نجیب‌الله حیات حقاني کړې ده. په دې پلان سره به لومړی په یادو شپږو ولایتونو کې د غېرپلاني ودانیو او پراختیا مخه ونیول شي او وروسته به دغه پلان نورو ښارونو ته هم غځول کېږي.

حقاني زياته کړې، چې په دې ښارونو کې به د ښاري پراختیا ځانګړي پلانونه جوړ او د ولایتي مسوولینو سره تر شریکولو وروسته عملي شي.

هغه ویلي: «د پلان د عملي کېدو څار به په منظمه توګه ترسره کېږي، څو له غېرقانوني ودانیو او د ښار له عمومي نقشې څخه د سرغړونو مخنیوی وشي.»

د طالبانو دغه وزارت ټینګار کړی، چې د دې اقدام په پلي کولو سره به د ښاري نظم په ټینګښت، د سړکونو او زېربناوو په سم مدیریت او د ښارونو د راتلونکې پلان شوې ودې لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ښاري ژوند ادارې په روان ۲۰۲۵ کال کې خبرداری ورکړی، چې که د غېرپلان شویو ودانیو د جوړېدو مخه و نه نیول شوي او ښاري پراختیا له معیاري پلان پرته ترسره شي، نو ښاري ژوند به له ژور ناورین سره مخ شي.

یو ملي سوداګر هره ورځ د یوه ښوونځي پر زده‌کوونکو یو ټن انار او د انارو اوبه وېشي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي، چې یو ملي سوداګر هره ورځ د یوه ښوونځي پر زده‌کوونکو یو ټن انار او د انارو اوبه وېشي. نوموړي د دغه سوداګر اقدام د بزګرانو او کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یو نوښت بللی.

محمد یوسف سعیدي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) ویلي، چې دغه ملي سوداګر تر دې مهاله د هرات د یوه خیریه بنسټ د ښوونځي پر زده کوونکو ۶ ټنه انار او د انار اوبه وېشلي‌ دي.

نوموړي د ملي سوداګر دغه نوښت د بزګرانو د ملاتړ او کورنیو تولیداتو څخه د استفادې په برخه کې ګټور یاد کړی.

طالبانو د نورو سوداګرو څخه د کورنیو تولیداتو د ګټې اخیستنې په برخه کې د ورته نوښت غوښتنه کړې.

اوس مهال په افغانستان د کورنیو وچو او لندو مېوو د تولیداتو موسم. مڼې، انار، نارنج او نور داخلي تولیدات په پراخه کچه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موندل کېږي.

کروندګر وایي، د کورنیو مېوو او تولیداتو کارونه د اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د فصلي مېوو د صادراتو په حساس پړاو کې له نږدې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ لارې تړلې پاتې دي. د دې بندیز له امله په هېواد کې د تازه مېوو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي، چې نه یوازې د بڼوالو عاید ته یې زیان رسولی، بلکې د مېوو د صادروونکو او عمده سوداګرو پر کاروبار یې هم پراخې منفي اغېزې کړې دي.

د طالبانو امنیتي مشرانو په بدخشان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ارزونې په موخه ناسته وکړه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د پوځ، کورنیو چارو او کانونو وزارت مسوولینو د تخار او بدخشان له طالب والیانو سره یو ځای د شپې ناوخته په بدخشان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ارزونې په موخه ناسته وکړه.

په ناسته کې د هېواد د امنیتي وضعیت، اقتصادي همکاریو او د سیمه‌ییزو ادارو د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې.

دغه ناسته د شنبې په شپه (د لیندۍ ۱۵مه) په بدخشان کې ترسره شوه، چې په کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدر ابراهیم، لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، د کانونو وزیر هدایت‌الله بدري او د تخار او بدخشان والیانو برخه اخیستې وه.

په ناسته کې د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پر قوي کېدو او د امنیت د خوندیتوب په موخه ګډ پلانونه او تدابیر شریک شوي.

په بدخشان کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ ادارې رییس حکمت‌الله اخوندزاده چې په دې ناسته کې یې برخه اخیستې، وايي: «دا ناسته یوازې یوه تشریفاتي لیدنه نه وه، بلکې د امنیتي وضعیت د ارزونې، د اقتصادي امکاناتو پر حرکتونو د بحث او د سیمه‌ییزې ادارې د همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم سیاسي مجلس و.»

نوموړي زياته کړې، چې په ناسته کې د نظامي او اقتصادي‌ بنسټونو د قوي کېدو په اړه هم خبرې او صلاح مشورې وشوې.

د دې غونډې نور جزیات لا په بشپړ ډول نه دي خپاره شوي.

100%

د طالبانو د امنیتي ادارو لوړپوړي مشران په داسې مهال د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره ناسته کوي، چې تېره شپه پاکستان په سپین بولدک کې د افغانستان پر خاوره یو ځل بیا بریدونه کړي دي.

صالح: څوک چې ځان افغان نه بولي د افغاني هویت له تاریخي حماسو سره دې خپل تړاو روښانه کړي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۰

د «زه افغان نه یم» کمپاین په دوام، د تېر جمهوري نظام پر مهال مرستیال ولسمشر امرالله صالح یو ځل بیا غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هر هغه څوک چې د خپل هویت د نه‌منلو دریځ غوره کوي، باید د افغان او افغاني هویت له تاریخي حماسو سره خپل تړاو روښانه کړي.

صالح د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د یوه ملت د هویت د تثبیت لپاره تر ټولو مهم بنسټونه حماسه او ادبیات دي او نور ارزښتونه که هر څومره مهم هم وي یوازې حاشیه ګڼل کېږي، نه متن.

صالح ټینګار کړی، چې د ملکیت د ثبوت لپاره قباله اړینه ده، خو د هویت د ثبوت سرچینه اساسي قانون او فرهنګي بنسټونه دي.

هغه زیاته کړې: «حماسه او ادبیات د هویت جوړونکي اساسي عوامل دي. هغه کسان چې د «نه یم» پر شعار ټینګار کوي، باید هڅه وکړي چې متن ته داخل شي، ځکه دا مهال د حاشیې په حاشیه کې ولاړ دي.»

صالح یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي: «زه افغان یم.»

په امریکا کې د یوه افغان‌ له‌خوا د ملي ګارد پر دوو عسکرو تر برید وروسته په خواله رسنیو کې د «زه افغان یم» په نوم د افغان کډوالو، سیاسي څېرو، پخوانیو چارواکو او مدني ډلو له‌خوا کمپاین پیل شو.

په واشنګټن کې تر یاد برید وروسته خپاره شوي راپورونه ښيي، چې د امریکا د امنیتي ادارو لپاره د پېښې حساسیت او همدارنګه د افغان کډوالو پر وړاندې د احتمالي بدبینۍ وېره، د دې لامل شوې چې دغه پېښې د افغانانو په منځ کې د هویت بحث راوپاراوي او ورسره یو شمېر کسانو د «زه افغان نه‌یم» کمپاین پیل کړ؛ خو د امرالله صالح په ګډون ډېریو افغانانو له دغه کمپاین سره مخالفت څرګند کړ او د «زه افغان یم» ټرېنډ یې جوړ کړ او دغه ټرېنډ ته یې په خواله رسنیو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو زور ورکړ.

د امرالله صالح دغه چاره د ډېریو افغانانو له لوري له ستایلو سربېره بدرګه شوی هم دی.

له دې سره سم، یو شمېر افغانانو د یاد کمپاین په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې ځانونه «افغان» نه‌بولي، د دې حق نه‌لري چې د افغانستان له تذکرې او پاسپورټ څخه استفاده وکړي.

د تېر جمهوري نظام کې د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي: «په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري. د افغانستان ملت له پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، بلوڅ، پشه يې، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى. د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كېږي.»

طالبان: په هلمند کې په ناقانونه توګه د ۵۹ ټُنه سوداګریزو توکو له واردېدو مخنیوی شوی دی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۰

په هلمند کې طالب مسوولین وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند له بېلابېلو لارو په ناقانونه توګه د ۵۹ ټُنه خوراکي او غېر خوراکي توکو له واردېدو مخنیوی شوی دی. سره له دې چې یادو مسوولینو د مبدا هېواد په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو هلمند د ډیورند کرښې له لارې له پاکستان سره لاره لري.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د فرعي ګمرکونو رييس حاجي حقمل وايي، دغه توکي په ۱۷ موټرو کې ځای پر ځای شوي و او چلوونکو یې غوښتل هغه له محصول پرته هلمند ولایت ته وارد کړي، خو تر هغې مخکې یې مخه نیول شوې ده.

نوموړي ویلي: «یو شمېر خلکو د ۱۷ بار وړونکو موټرو په ذریعه غوښتل ۵۹ ټُنه خوراکي توکي لکه انساني درمل، کېله، لېمو، مالټې، ماهیان او ګوړه او غیر خوراکي توکي لکه ټوکر بې محصوله هلمند ولایت ته را وارد کړي، چې د یاد ریاست د اړوندو استازولیو ګرځنده ټيمونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.»
د نوموړي په وینا، د دغې چارې په تړاو ۳۵ کسان نیول شوي او تر لومړنیو پوښتنو وروسته به اړوندو ادارو ته وروپېژندل شي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابېدو وروسته له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لارې د هر ډول سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړل شوې او یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي لارو د سوداګریزو توکو واردات او صادراتو ته دوام ورکړي.