د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وايي چې پوځ باید خپلې پالیسۍ بدلې کړي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د یکشنبې په ورځ په یوه ولسي غونډه کې د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت پر امنیتي تګلارو نیوکې وکړې او ویې ویل چې ۲۱ کاله د پښتو وینې توییږي، خو بیا هم ترهګري له منځه نه ځي او باید پالیسۍ بدلې شي.