• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلخ کې د پلاستیکي بوجیو او تارونو د تولید یوې فابریکې په کار پیل وکړ

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۰

په بلخ ولایت کې د پلاستیکي بوجیو او تارونو نوې فابریکه فعاله شوې، چې طالب چارواکي یې د اقتصادي ځان‌بساینې او کارموندنې لپاره مهم ګام بولي. په دې فابریکه کې په ورځنۍ کچه د ۲۰ټنه تولید ظرفیت شته او ۲۰۰ کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د بلخ ولایت مقام د مالوماتو له مخې، په دې فابریکه کې شاوخوا شپږ مېلیونه افغانۍ پانګونه شوې او د ورځي شل ټنه تولید ظرفیت لري. د فابریکې د عمومي مدیر محمد عاصم انصاري په وینا، په دې کارخونه کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې بازار ته خپل تولیدات وړاندې کړي.

ددغه نوې فابرېکې په تړاو په بلخ کې د طالبانو والي محمدیوسف وفا ویلي: «د هېواد اقتصادي ثبات د حکومت لومړیتوب دی، د هرې نوې فابریکې په پرانیستل کېدو سره ګڼو کسانو ته د کار زمینې برابرېږي او هېواد اقتصاد په حرکت راځي».

بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د دغه فابریکې په اړه په ایکس لیکي: «دا بورۍ او فارسلان مخکې د نورو هېوادونو له‌خوا راوړل کېدې، اوس یې بلخي ولسونه او مسولین سره یو لاس شول، او د خودکفایې لپاره یې بلخ کې دا ستره د فارسلانو او بوریو فابریکه فعاله کړه، چې شاوخوا ۳ میلیونه بورۍ او فارسلان په کال کې تولیدوي او بازار ته یې وړاندې کوي».

د یادونې ده چې په وروستیو کې په بلخ ولایت کې ګڼې نوې فابریکې فعالې شوې چې د صنعت د پیاوړتیا او د کارموندنې په پراختیا کې یې مهم رول لوبولی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

پر طالبانو بندیزونه؛ اشرف حیدري وايي، اسټرالیا بشري حقونو ته د وفادارۍ نوې بېلګه وښوده

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۷ GMT+۰

په سرېلنکا کې د افغانستان پخواني سفیر محمد اشرف حیدري د طالبانو پر ضد د اسټرالیا تازه بندیزونو ته په غبرګونه کې ویلي چې دغه هېواد داسې مهال د نړیوالو سیاستونو په مرحله کې زړور او اخلاقي ګام پورته کړی چې ډېری حکومتونه د لنډمهالو سیاسي ګټو لپاره د بشري حقونو موضوع څنډې ته کوي.

محمد اشرف حیدري په اېکس لیکلي چې دا پرېکړه نه یوازې د اسټرالیا «اصولي او انسان‌محوره سیاست» څرګندوي، بلکې د افغانانو لپاره هم د هیلې یوه نوې نښه ده.

پخواني سفیر په خپل تازه اېکس پوسټ کې ټینګار کړی: «نړۍ وال مشرتابه د زبرځواک مقام ته اړتیا نه لري، استرالیا وښوده چې اخلاقي روښانتیا او سټراټیژیک لید کولی شي د نړیوال سیستم د رامنځته شوې تشې ځای ونیسي.»

نوموړي د افغانانو په استازیتوب له اسټرالیا مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان اکثریت خلک د طالبانو واکمني ردوي او د هغوی د بهرنیو ملاتړو اجنډاوې نه مني.

هغه زیاتوي: «افغانان به هېره نه کړي چې استرالیا په هغه وخت کې د خپلو بشري او قانوني مسولیتونو ملاتړ وکړ چې نورو هېوادونو پرې سترګې پټولې یا یې تر پښو لاندې کول».

حیدري دا پرېکړه د «عادلانه او سوله‌یزې نړۍ لپاره اړین مشرتابه» بللې او زیاته کړې یې ده چې نړیوالو ته اوس د داسې هېوادونو اړتیا ده «چې د ازادۍ له پلویانو سره ودرېږي».

افغان ډېپلوماټيکه شورا: پر طالبانو د اسټرالیا بندیزونه د عدالت او بشري حقونو تاریخي ګام دی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني اسلامي جمهوریت د ډېپلوماټیکو او قونسلګریو ماموریتونو همغږۍ شورا د اسټرالیا له لوري د طالبانو پر مشرتابه د هدفمندو بندیزونو او سفري محدودیتونو اعلان ستایلی او دا یې د بشري حقونو او عدالت لپاره یو تاریخي او الهام‌بښونکی ګام بللی دی.

د همغږۍ شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسټرالیا د نړۍ په کچه د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره خپلواکه بندیزي چوکاټ رامنځته کړ او پر هغو طالب مشرانو یې بندیزونه ولګول چې د ښځو او نجونو د سیستماتیکو ازادیو مخه یې نیولې، عدالت یې له منځه وړی او د ښې حکومتولۍ د له منځه وړلو مسؤلیت هم لري.

شورا ټینګار کړی چې دا پرېکړه د اسټرالیا د «ثابت دریځ، بشري ارزښتونو او د قانون حاکمیت» ښکاره نښه ده او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د افغانانو پر ضد شوي ظلمونه به بې ځوابه نه پرېښودل کېږي.

شورا همداراز هغو هېوادونو مننه څرګنده کړې چې د طالبانو پر ضد د حساب‌ورکونې په برخه کې ګډو هڅو ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په داسې وخت کې چې افغانستان د استبداد له امله چوپ کړی شوی، هغه سفارتونه چې د طالبانو له نفوذه ازاد پاتې دي، د «قانوني استازولۍ، ډېموکراټیکو ارزښتونو او د ازادۍ او سولې د هیلو» بېلګه دي.

د همغږۍ شورا په پای کې ډاډ ورکړی چې دوی به د افغانانو د حقونو د ساتنې، د عادلانه او ټول‌ګډونه راتلونکي د لید د ژوندي ساتلو، او د نړیوالو شریکانو سره د ګډو ارزښتونو د دفاع لپاره خپله ډېپلوماټیکه مبارزه جاري وساتي.

په لوګر کې د ۶۵ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۰

په لوګر کې د ۶۵ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ او همکارۍ د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) د پل علم ښار په سپورټي لوبغالي کې ترسره شول. د دغو ځوانانو ودونه له کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو له امله ځنډېدلي و.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو مراسمو کې د طالبانو له یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو سربېره د زومانو او ناوې‌ګانو د کورنیو غړو هم ګډون درلود.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال انعام‌الله صلاح‌الدین دغو جوړو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: «د اسلام مبارک دین د نکاح او واده په برخه کې څرګندې لارښوونې لري، خو ناوړه دودونه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»

په سعودي عربستان کې د لوګریانو د مسافرو استازي نورمحمد عمرخېل وویل، د دغه ډله‌ییز واده مراسمو په ترسره کېدو کې د دغه ولایت د ټولو مسافرو زامنو پراخه مالي ونډه اخیستې ده.

100%

د یادونې وړ ده، چې د یو شمېر ملي سوداګرو په مالي ملاتړ د ۶۵ زومانو لپاره د کور د اړینو وسایلو «جهیز» ۲۲۰ قلمه بېلابېل توکي هم برابر شوي و.

طالبان: په هېواد کې به د غېر پلان شویو ساحو د ودې او پراختیا مخنیوی وشي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په ۶ ولایتونو تخار، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ او کابل کې به د غېر پلان شویو ساحو له ودې او پراختیا مخنیوي پيل کړي. طالبانو زياته کړې، له دې اقدام څخه یې موخه د ښارونو منظمه پراختیا، د زېربناوو د ستونزو کمښت او د خدماتو اسانه کول دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) ویلي، چې دغه پرېکړه د دوی وزیر نجیب‌الله حیات حقاني کړې ده. په دې پلان سره به لومړی په یادو شپږو ولایتونو کې د غېرپلاني ودانیو او پراختیا مخه ونیول شي او وروسته به دغه پلان نورو ښارونو ته هم غځول کېږي.

حقاني زياته کړې، چې په دې ښارونو کې به د ښاري پراختیا ځانګړي پلانونه جوړ او د ولایتي مسوولینو سره تر شریکولو وروسته عملي شي.

هغه ویلي: «د پلان د عملي کېدو څار به په منظمه توګه ترسره کېږي، څو له غېرقانوني ودانیو او د ښار له عمومي نقشې څخه د سرغړونو مخنیوی وشي.»

د طالبانو دغه وزارت ټینګار کړی، چې د دې اقدام په پلي کولو سره به د ښاري نظم په ټینګښت، د سړکونو او زېربناوو په سم مدیریت او د ښارونو د راتلونکې پلان شوې ودې لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ښاري ژوند ادارې په روان ۲۰۲۵ کال کې خبرداری ورکړی، چې که د غېرپلان شویو ودانیو د جوړېدو مخه و نه نیول شوي او ښاري پراختیا له معیاري پلان پرته ترسره شي، نو ښاري ژوند به له ژور ناورین سره مخ شي.

یو ملي سوداګر هره ورځ د یوه ښوونځي پر زده‌کوونکو یو ټن انار او د انارو اوبه وېشي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي، چې یو ملي سوداګر هره ورځ د یوه ښوونځي پر زده‌کوونکو یو ټن انار او د انارو اوبه وېشي. نوموړي د دغه سوداګر اقدام د بزګرانو او کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یو نوښت بللی.

محمد یوسف سعیدي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) ویلي، چې دغه ملي سوداګر تر دې مهاله د هرات د یوه خیریه بنسټ د ښوونځي پر زده کوونکو ۶ ټنه انار او د انار اوبه وېشلي‌ دي.

نوموړي د ملي سوداګر دغه نوښت د بزګرانو د ملاتړ او کورنیو تولیداتو څخه د استفادې په برخه کې ګټور یاد کړی.

طالبانو د نورو سوداګرو څخه د کورنیو تولیداتو د ګټې اخیستنې په برخه کې د ورته نوښت غوښتنه کړې.

اوس مهال په افغانستان د کورنیو وچو او لندو مېوو د تولیداتو موسم. مڼې، انار، نارنج او نور داخلي تولیدات په پراخه کچه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موندل کېږي.

کروندګر وایي، د کورنیو مېوو او تولیداتو کارونه د اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د فصلي مېوو د صادراتو په حساس پړاو کې له نږدې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ لارې تړلې پاتې دي. د دې بندیز له امله په هېواد کې د تازه مېوو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي، چې نه یوازې د بڼوالو عاید ته یې زیان رسولی، بلکې د مېوو د صادروونکو او عمده سوداګرو پر کاروبار یې هم پراخې منفي اغېزې کړې دي.