امرالله صالح زیاتوي، د افغانستان انټرنشنل بانک (AIB) ویلي چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ د اګسټ له تحول وروسته طالبانو ته یوازې د همدې بانک له لارې ۶ میلیارده ډالر نقد ورکړل شوي دي.
نوموړي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي:«د AIB له معلوماتو سره سم، یادې پیسې تل په نوې چاپ شوې نوټونو کې راوړل کېږي او د نیویارک یا واشنګټن له هوايي ډګرونو څخه کابل ته لېږدول کېږي، چې د منځني ختیځ په یوه هېواد کې د الوتکې د بدلون لنډ تم ځای لري».
صالح زیاته کړې چې د نغدو پیسو نورې لېږد لارې هم کارول شوې دي، خو AIB هغه اصلي ادرس دی چې له لارې یې لوی مقدار نقدي پیسې طالبانو ته رسېدلې دي.
هغه په انتقادي بڼه پوښتنه مطرح کړې:«سره د دې چې دا کچې مالي بهیر روان دی، افغانستان بیا هم د امریکا د ۲۰۲۵ ملي امنیت په نوې ستراتېژۍ کې ځای نه لري؟ دا څنګه امکان لري؟ ژور حکومت (Deep State) ښايي تر هغه هم ژور وي چې موږ یې فکر کوو».
یاده دې وي چې تر دې وړاندې امریکا ویلي چې دغو نغدو پیسو موخه د افغانستان د بشريبحران مخنیوی او د مرکزي بانک له کنټرول پرته د بازار ثبات ساتل دي، خو د طالبانو مخالفان وایي چې دغه پروسه د طالبانو واک او مالي ځواک پیاوړی کوي.
هیره دې نه وي چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ کال نوې ملي امنیت سټراټيژي په نړیواله کچه د امریکا د سټراټيژیک لید پراخوالی ښيي، خو په دې سند کې د افغانستان نوم په ښکاره توګه ندی یاد شوی.
دغه سټراټيژي د امریکا د لومړیتوبونو، اقتصادي او پوځي نفوذ، او نړیوالو اړیکو د مدیریت لارې چارې بیانوي، خو د افغانستان او د هغې د خلکو وضعیت یا امنیتي اړتیاوې په ځانګړي ډول په نظر کې نه دي نیول شوي.
د امریکا د نړیوالې امنیت پالیسۍ شنونکي وايي، دا د افغانستان د وضعیت له پامه غورځول ښيي، په داسې حال کې چې د دې هیواد جغرافیه، امنیتي وضعیت، او د بشري حقونو وضعیت لاهم د سیمه ییزو او نړیوالو ګټو لپاره مهم دی.
تحلیلګران ټینګار کوي چې د امریکا سټراټيژي په ښکاره ډول د پراخه نړیوال نفوذ تمرکز لري، خو د افغانستان په اړه یې ځانګړې تګلاره نه ده مشخصه کړې، چې ممکن دی د سیمه ییزو خطرونو د مدیریت لپاره ستونزې رامنځته کړي.