• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان باراني موسم د باران له کمښت سره پیل شوی دی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د امریکا له حکومت سره تړلې «له وخته وړاندې د قحطۍ شبکې» وېب‌پاڼه ښيي، چې سږکال په افغانستان کې د باران موسم له نورمال کچې څخه کم باران، د تودوخې لوړې کچې او د خاورې د ټیټ رطوبت سره پیل شوی دی.

دغه راپور خبرداری ورکوي، چې دا وضعیت کولای شي په پرله‌پسې شپږم کال کې د بېلابېلو کرنیزو فصلونو په ځانګړي ډول د غنمو د کموالي لامل شي.

په افغانستان کې د سوېل ختیځ او سوېل په سیمو کې د باران کچه د منځنۍ اندازې په پرتله تر ټولو ډېره ټیټه ده. یوازې په سوېل ختیځ کې دوه ولایتونه د منځنۍ کچې ته نږدې باران لري.

د راپور له مخې، دا معلومات د ناسا، د امریکا د ملي سمندري او اتموسفیر ادارې (NOAA) او د کلفورنیا پوهنتون د اقلیم د بدلون د تحلیل مرکز د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوي دي. راپور ښيي، چې د اکټوبر له میاشتې تر نومبر پورې په ډېرو ولایتونو کې د کښت لپاره کافي رطوبت نه شته او وضعیت د مناسب پیل لپاره مناسب نه دی.

کارپوهان وايي، چې اوسني شرایط د «سړې ال نینا» سره تړاو لري، دا هغه هوایي پېښه ده، چې معمولا په افغانستان او منځني اسیا هېوادونو کې د باران د کمښت لامل کېږي.

وړاندوینې ښیي، چې دا وضعیت به تر فبروري میاشتې پورې دوام وکړي او بیا به عادي حالت ته راشي.

د راپور له مخې، د اکټوبر او نومبر میاشتو کې د باران کچه د منځنۍ اندازې څخه ټیټه ده، چې د تېرو میاشتو د خاورې ټیټ رطوبت سره یوځای د ژمي د باراني غنمو د کرنې پر بهیر اغېزه کړې ده. برعکس، د ژمي اوبو لرونکې غنمو لپاره بیا وضعیت ښه دی او تمه کېږي چې د ژمي اوبو لرونکې غنمو د کرنې ساحه به شاوخوا په منځنۍ کچه وي.

د دغه بنسټ په وینا، دوامداره وچکالي کولی شي د میلیونونو خلکو د خوړو خوندیتوب باندې نور فشار هم راوړي.

راپور ټینګار کوي، چې د خلکو د ژوند لپاره د سخت زیان د مخنیوي په موخه اړینه ده چې په راتلونکو میاشتو کې د باران کچه په دقت سره وڅارل شي او په زیان‌منونکو سیمو کې د مرستې لپاره پلان جوړ شي.

افغانستان یو داسې هېواد دی، چې اقتصاد یې په پراخه کچه په کرنې او کلنيو بارانونو پورې تړلی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان له پاکستان سره د سوداګرۍ تر پرېکون وروسته: پر وارداتو تکیه کول مو تل محتاج ساتي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد په هېواد کې د درملو د سترو تولیدي فابریکو له مسوولینو سره لیدنه کې وویل، پر وارداتو تکیه کول هېواد محتاج ساتي، خو پر کورنیو تولیداتو تکیه کول بیا اقتصادي خپلواکي رامنځته کوي.

طالبانو له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د پاکستان له پوځ سره تر مخامخ نښتو او همداراز د پاکستان له لوري د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دروازو له تړل کېدو وروسته له پاکستان سره هر ډول سوداګري او په ځانګړې توګه د کم کیفیت له امله پر پاکستاني درملو په بشپړ ډول بندیز ولګاوه.

په دې لړ کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) د درملو د سترو تولیدي فابریکو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل: «پر وارداتو تکیه کول مو تل محتاج ساتي،خو پر داخلي تولید تکیه مو اقتصادي خپلواکۍ ته رسوي.»

د نوموړي په وینا، له کورنیو تولیدي توکو استفاده کول په هېواد کې دننه د پانګې د راګرځېدو لامل کېږي او ورسره: «د کار زمینې برابرېږي او هم د کیفیت، مصونیت او مناسب قیمت تضمین کوي.»

حمدالله زاهد همداراز له یادو درمل جوړوونکو سره ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د هغو توکو واردات منع کړي، چې کورنۍ تولیدي فابریکې یې د بازار اړتیا پوره کولای شي.

په دې غونډه کې د څلورو درمل جوړوونکو کارخونو مسوولینو وویل، کارخونې یې په عصري ماشینرۍ او نوې ټکنالوژۍ سره سمبالې دي او دمګړی د اړتیا وړ ۲۱۷ډوله درمل تولیدوي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په هېواد کې د درملو تولیدوونکو فابریکو شمېر ۱۱۰څخه ډېر شوی او له ۶۵۰ قلمو څخه زیات درمل تولیدوي.

سرچینې: په کابل کې د درملو بیې تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې همدا څو ورځې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، له پاکستان سره د لارو د بندېدو له امله په افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې درمل کم شوي او بیې هم تر ۷۰ سلنې لوړې شوې او ناروغ لرونکي هم د درملو له کم کیفیت او د بیو له لوړېدو شکایت درلود.

د پنځو ولایتونو طالب مشرانو د ښې حکومتولۍ او همغږۍ په نوم ناسته وکړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۰

د هبت‌الله اخوندزاده په حکم د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او لوګر ولایتونو طالب مسوولینو د همغږۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د طالبانو د فرامینو د پلي کېدو، د امنیتي چارو او د نشه‌یې توکو اړوند مسایلو په اړه خبرې وشوې. د معلوماتو پربنسټ، دا غونډه په پکتیا کې شوې ده.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، په دې غونډه کې د امربالمعروف او نهې عن منکر اړوند موضوعګانو، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي، د محکمو د پرېکړو د پلې کولو، ښوونې او روزنې او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې د یادو ولایتونو لپاره د طالبانو والیانو، امنیه قومندانانو، د منصوري قول اردو او اړوندو لواوو قومندانانو، د استخباراتو او د نظامي محاکمو رییسانو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو اوونیو کې د هېواد د زونونو په کچه د ښې حکومتولۍ او همداراز د همغږۍ په نوم غونډې ډېرې شوي او په ځینو دغه ډول غونډو کې له کابل څخه هم ځينې طالب چارواکي ګډون کوي.

لا تر اوسه په روښانه توګه نه‌ده مشخصه شوې، چې دا یوازې د همغږۍ غونډې دي او که هبت‌الله اخوندزاده غواړي د هېواد په ټولو برخو خپل نفوذ پراخ او طالب مسوولین اطاعت کولو ته اړ کړي.

ابراهیم صدر: نظامي مسوولین په رسمیاتو کې باید نظامي یونیفورم پر تن ولري

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال په کندوز کې د طالبانو له ملکي او نظامي مسوولینو سره کتنه کې وویل، نظامي مسوولین په رسمي وختونو کې باید نظامي یونیفورم پر تن ولري. دا په داسې حال کې ده، چې په دې برخه کې له سپارښتنو سره سره لا هم طالبان له یونیفورم پرته «دندې» کوي.

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي طالب مسوولینو سره په کتنه کې وویل: «نظامي مسوولین او مجاهدین په رسمي وخت کې باید نظامي یونیفورم په تن کړي او په رسمي وختونو کې خپلو دندو کې حضور ولري.»

یو شمېر هېوادوال وايي، لا تر اوسه هم د ناقانونه وسله‌والو او طالبانو تر منځ هېڅ توپیر نه‌شي کولی، ځکه دواړه وسله‌وال په شخصي جامو کې وسله په اوږه ګرځوي او دغه وضعیت خلک اندېښمن کړي دي.

ابراهیم صدر زیاته کړه، د نشه‌یې توکو پر وړاندې مبارزه یوازې د نظام د مسوولینو مسوولیت نه؛ بلکې د علماء کرامو او ټولو ولسونو ګډ مسوولیت دی.

طالب چارواکي تل د خپلې «بریا» راز د مشرتابه په اطاعت کې بولي او ابراهیم صدر هم یو ځل بیا ټینګار کړی: «د نظام د پیاوړتیا او بقا لپاره د مسوولینو او مجاهدینو سپېڅلي نیتونه، د اوامرو اطاعت او له علماوو او ولسونو سره مجلسونه او د هغوی د ستونزو حل ډېر مهم دي.»

د کندوز د علماو شورا مسوول هم په دې غونډه کې د طالبانو تر منځ پر همغږۍ له ټینګار سربېره وویل، «مسوولیتونه امانت دي او د نظام د چارو د ښه ترسره کولو برخه کې باید یو له بل سره پوره همغږي او همکاري وکړو.»

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد د زونونو په کچه د طالب چارواکو تر منځ د همغږۍ په نوم لیدنې ډېرې شوې دي.

د محمود شاه حبیبي ورور: امریکا پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکوي، څو زموږ د ورور نیول ومني

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د محمود شاه حبیبي ورور افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، امریکا هڅه کوي د فشارونو په راوړلو سره پر طالبانو دا ومني، چې محمود شاه حبیبي له دوی سره بندي دی. طالبان له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د محمود شاه حبیبي له نیولو او بندي کولو منکر دي.

امریکايي چارواکي وايي، محمود شاه حبیبي له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوی، خو طالبان د هغه نیول کېدل ردوي.

د محمود شاه حبیبي ورور وايي، «د امریکا له حکومت سره په تماس کې یو او دوی د فشارونو په راوړلو سره دا هڅه کوي، چې پر طالبانو یې ومني چې محمود شاه حبیبي له دوی سره بندي دی.»

نوموړی په دې تړاو د امریکا هڅو ته هیله‌مند دی او وايي، امریکا ورسره ژمنه کړې چې خپلو فشارونو راوستو ته به دوام ورکوي، څو مثبته پایله واخلي.

طالبانو په وروستي ځل د روان لمریز کال د تلې په ۶مه د «امیر امیري» په نوم یو امریکایی ازاد کړ، خو د افغاني الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي برخلیک لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په هماغه ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي و، چې دوی د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري او زیاتوي، چې د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدای شي.

د راپورونو له‌مخې، دمګړی د محمود شاه حبیبي په ګډون ۳ امریکايان له طالبانو سره بندیان دي، خو طالبانو لا تر اوسه په روښانه ټکو د محمود شاه حبیبي د نیونې او برخلیک په تړاو څه نه دي ویلي.

محمود شاه حبیبي چې یو افغان‌الاصله امریکایی دی، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د طالبانو د استخباراتو له‌ خوا په کابل کې د القاعدې د مشر اېمن الظواهري د استوګنې ځای په پېژندلو کې د مرستې په تور نیول شوی دی.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي، طالبان دې پایلې ته رسېدلي چې د امریکایي یرغمل وګړو ساتل شتمني نه، بلکې د اوږو بار ګرځېدلی او همداراز یې د بندیانو مساله د امریکا او طالبانو د اړیکو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بللی و.

پښتین: پنجابي استعمار یوازې د لر پښتنو دوښمن نه دی، بلکې د بر پښتو پر ضد هم دوښمني کوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د افغانستان انټرنشنل - پښتو په فرهنګي سپړنه کې ویلي، چې "پنجابي استعمار" یوازې د لر پښتنو دوښمن نه دی، بلکې تل یې د بر پښتنو او افغانانو پروړاندې هم دوښمني کړې ده. نوموړي پر افغانانو غږ کړی، چې خپل اصلي دوښمنان وپېژني.

پښتین د پښتنو پر جرګې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې پخوا به جرګې په ځانګړو حالاتو کې کېدې، خو په اوس وخت کې افغان ملت وېشل شوی دی.

منظور پښتین همدارنګه زیاتوي: «افغان ملت له یو بل څخه بې‌باوره شوی دی او په داسې حالاتو کې د ولسونو راټولول او په ګډه ناسته د اعتماد فضا رامنځته کوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، چې د پښتنو دوښمن هڅه کړې ده چې پښتانه وځپي، په پښتنو سیمو کې پوځي عملیات وکړي او پښتانه لا سره ووېشي.

د هغه په خبره، په کوزه پښتونخوا کې د پاکستان پوځ نه غواړي رښتیني قوم‌پاله کسان راټول شي او د خپل وطن لپاره غږ پورته کړي.

پښتین وايي: «د تیراه د پېښې غږ پنجابي پوځ په توپونو او عملیاتو بند کړ، مګر په لندن کې یو شمېر پښتنو دا غږ پورته کړ.»

هغه زیاتوي، چې د پاکستان پوځ په پښتونخوا او افغانستان کې بمبار کوي او د هغوی لپاره ټول پښتانه یو ډول دي.

پښتین وویل: «زموږ دوښمن چې د عیش او عشرت په خاطر متحد پاتې کېدای شي، نو موږ افغانان څنګه د خپلو کورنیو، اولادونو او ژوند لپاره سره نه شو راټولېدلی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه راز وایي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په پنجاب، سند او یو شمېر نورو زندانونو کې پراته دي او اړتیا ده، چې افغان ملت نور غلی پاتې نه شي.

هغه له پښتنو ګیله وکړه: «باور وکړئ چې په باجوړ کې ماشومان او ښځې شهیدانې کړي بل هېڅ پښتون پرې نه راپورته کېږي، ولې دومره تقسیم یو؟ ولې دا ملت موږ خپل نه شمارو؟ »

نوموړی وايي، چې پښتانه ملي مبارزه وقفه‌يي کوي خو دا مبارزه وقفه‌يي بې‌پایلې ده او اړتیا ده چې مبارزه دایمي او هره ورځ وشي.

هغه زیاتوي: «فرهنګي خلک باید د ملي یووالي لپاره ویډیويي پیغامونه زیات کړي او تسلسل مراعت کړي.»

د یادونې وړ ده، چې دا مهال منظور پښتین د پاکستان د پوځ له ګواښونو په یوه نامعلوم ځای کې پناه اخیستې او وخت ناوخت خپلو څارونکو ته پیغامونه ورکوي.