ران دسانتیس د دوشبنې ورځې ناوخته (د لیندۍ ۱۷مه) په یوه څلور مخیز فرمان کې ټولو لاس لاندې ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د دغو سازمانونو له هر ډول ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي او پر هغو کسانو هم هر ډول امتیاز یا سرچینه محدوده کړي، چې ورته مادي ملاتړ برابروي.
هغه په دې فرمان کې د دغو سازمانونو د کومې ناقانونه کړنې یادونه نهده کړې، خو زیاته کړې یې ده، چې په دغه ایالت کې هر هغه ډله چې عامه ژوند ګډوډ کړي ناقانونه دي او پرې بندیز لګېږي او همداراز یې په ډاګه کړې، دغه ډلې هغو پوښښي سازمانونو ته چې په «ترهګریزو» چارو کې ښکېل دي، مالي سرچینې برابروي.
اخوانالمسلمین په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې تاسیس شو او په لږه موده کې یې په ګڼو هېوادونو کې پلویان وموندل، خو د فلوریډا ایالت د والي په وینا، دغه ډله په ډېریو ورانکاره چارو کې ښکېله ده او همداراز ایډيولوژي یې له امریکايي ژوند سره سمون نهلري.
په دې فرمان کې ویل شوي، اخوانالمسلمین په ۱۹۸۷ کې حماس غورځنګ تاسیس کړ، چې موخه یې د اسراییل لهمنځه وړل دي او امریکا هم د ۱۹۹۷ کال د اکټوبر په ۸مه حماس غورځنګ هم یو «ترهګریز» سازمان وباله.
د فرمان پر بنسټ، تر هغې وروسته له حماس څخه د ملاتړ لپاره اخوانالمسلمین پورې تړلې د فلسطین کمېټه په امریکا کې جوړه شوه او دغې کمېټې بیا په ۱۹۹۴ کال کې د امریکا- اسلامي اړیکو شورا (CAIR) جوړه کړه.
په فرمان کې راغلي، د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د اسلامي ټولنې تر پوښښ لاندې له سختدریځو ډلو سره اړیکه لري او ځينې غړي یې «ترهګرو» ډلو ته د مالي سرچینو د برابرولو په تور محکوم شوي هم دي.
ران دسانتیس ویلي: «اخوانالمسلمین او تر چتر لاندې یې هره بله ټولنه، د امریکا-اسلامي اړیکو شورا او یا هم بل هر سازمان د امریکا دولت له لوري د ترهګریزو سازمانونو په توګه معرفي کېږي.»
اخوانالمسلمین او د امریکا-اسلامي اړیکو شورا لا تر اوسه د فلوریډا ایالت د دغه فرمان په غبرګون کې څه نهدي ویلي.