د طالبانو دفاع وزارت په کونړ کې زلزله ځپلو ته ۳۳ کورونه او یو جومات جوړوي

د طالبانو د دفاع وزارت ویلې چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې زلزله ځپلو ته د ۳۳ میلیونو افغانیو په ارزښت ٣٣ کورونه او یو جومات جوړوي. یاد وزارت وايي، چې جومات به د ۳۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري.