د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو په پېښه کې یو کس وژل شوی

د امریکا د کنټاکي ایالت پولیسو ویلي، چې د دغه ایالت د یوه دولتي پوهنتون مخې ته د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی. پولیسو د یادې پېښې په تړاو ډېر جزییات نهدي خپاره کړي؛ خو ویلي یې دې چې د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پوهنتون د ویاند په حواله راپور ورکړی، چې نیول شوی کس زدهکړیال نهدی؛ خو دواړه قربانيان زدهکړیالان وو او پېښه د پوهنتون د لیلیې بهر شوې ده.




