پاکستان د ناروې سفیر د ایمان مزاري د محکمې په ناسته کې د حضور له امله احضار کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ناروې سفیر یې د اسلاماباد په یوه قضایي اورېدنه کې د هغه د «نامناسب حضور» له امله وزارت ته احضار کړی دی. وزارت وايي، سفیر له ډيپلوماتیکو پروتوکولو سرغړونه کړې ده. د ناروې سفیر د حقونو فعالې ایمان مزاري په تړاو قضايي ناسته کې ګډون کړی و.





