د تایلنډ صدراعظم وايي چې « واک بېرته ولس ته سپاري»

د تايلنډ صدراعظم انوتین چانویراتکول وايي، «واک بېرته ولس ته سپاري»، چې ښايي هدف یې د پارلمان انحلال او د ټاکنو لپاره د زمینې برابرولو پلان ته اشاره وي. چان ویراتکول په سپټمبر کې ویلي وو چې پلان لري پارلمان د جنورۍ تر پایه منحل کړي او ټولټاکنې د مارچ یا اپرېل په لومړیو کې وشي.
دا روښانه نه ده چې ایا د هغه وروستی پیغام دا معنا لري چې غواړي خپل اقدام له پلان شوې نېټې څخه مخکې ترسره کړي او که نه.





