پوتین د وېنزویلا ولسمشر ته د بهرني فشار پر وړاندې د ملاتړ ژمنه ور کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره ټلیفوني خبرې وکړې او د کرملېن په وینا، هغه ته یې ډاډ ورکړ چې مسکو یې د بهرني فشار د زیاتېدو په شرایطو کې ملاتړ کوي. مادورو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر فشار لاندې دی چې واک پرېږدي.
کرملېن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پوتین او مادورو د خپل ستراتیژیک شراکت د موافقې د عملي کولو او د اقتصاد او انرژۍ په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.





