د نوبل جایزې ګټونکې: نړۍواله ټولنه دې له طالبانو سره اړیکې د ښځو د حقونو ښه کېدو پورې وتړي

د نوبل جایزې ګټونکې شیرین عبادي له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره خپلې اړیکې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت له ښه کېدو سره مشروطې کړي. عبادي د افغان ښځو لپاره په «ولسي محکمه» کې وویل، چې طالبان د شریعت له نوم او تعبیر څخه ناوړه استفاده کوي او ښځې له زده‌کړو بې‌برخې کوي.