په پروان کې د واده مراسمو پر مهال د ټرافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې د واده مراسمو پر مهال د یوې ټرافیکي پېښې له امله د واده له ګډونوالو ۲ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی. دغه پېښه پرون د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) رامنځته شوې ده.