
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونو او روسیې د طالبانو او پاکستان د روانو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو مېز ته د بېرته راوګرځېدو غوښتنه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې ستونزې باید په ډېپلوماټیکه توګه حل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تهران د ناستې په اړه په خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې د چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون لاره.
په اعلامیه کې راغلي، چې ګډونوالو د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د هڅو ملاتړ وکړ او چمتووالی یې ښودلی چې د دغه هڅو د پیاوړتیا لپاره به مرسته وکړي. اعلامیه زیاتوي، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د ټیکاو د ټینګښت لپاره چمتو دي؛ خو که د طالبانو حکومت یې وغواړي.
ګډونوالو پر دې هم ټینګار کړی، چې افغانستان باید په سیمهییزو سیاسي او اقتصادي بهیرونو کې شامل شي او د ترهګرۍ او نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتووالی څرګند کړي.
د غونډې ګډونوالو د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او د خلکو د معیشت د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر ضد تحریمونه کم کړي او د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي. دوی دارنګه له نړۍوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په بهیر کې مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو او روسیې استازو د ناستې دویم پړاو به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې په اسلاماباد کې ترسره شي.

د ایران حکومت په رسمي ډول پرېکړه کړې، هغه بهرنيان چې په قانوني ډول په ایران کې مېشت دي؛ باید د روغتیايي بیمې تر پوښښ لاندې راشي. د ایران د وزیرانو شورا تازه پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت قانوني بهرنیان مکلف دي د بنسټیزې روغتیايي بیمې له درېیو ټاکل شویو لارو یوه غوره کړي.
ورته مهال د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال لهخوا اړوندو ادارو ته د یادې پرېکړې پر عملي کېدو ټینګار شوی. د ایران حکومت وایي، د یادې پرېکړې اساسي موخې د بهرنیو وګړو د بیمې خدمتونو تنظیمول، روغتیايي معیاري خدمتونو ته د قانوني کډوالو د لاسرسي زیاتوالی او په ټول هېواد کې د بیمې د نظام یوشانوالی او انسجام رامنځته کول دي.
رسمي راپورونه ښيي، چې دا مهال شاوخوا له ۱۰۰ تر ۱۲۰زرو پورې بهرني وګړي او په ځانګړي ناروغان د روغتیايي بیمې تر پوښښ لاندې دي. دارنګه نږدې ۹۵زره زیانمن او بېوزله بهرنيان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ بیمه شوي، چې د دوی د بیمې لګښت د ایران پر دولت نهدی.
خو د چارواکو په وینا؛ هغه بهرني وګړي چې د زیانمنو ډلو برخه نهدي، باید د بنسټیزې روغتیايي بیمې لګښت په خپله ورکړي؛ دغه ډله دا مهال شاوخوا ۱۲زره کسان جوړوي. د ایران د روغتیايي بیمې سازمان مشر ویلي، د بیمې حقالزحمه ورکول به د بهرنیانو د اقامت د تمدید له اساسي شرطونو څخه وي.
د دوی په وینا؛ دغه اقدام د روغتیايي خدمتونو د ښه مدیریت او د درملنې په برخه کې د مالي فشار د کمولو په موخه ترسره کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ایران کې مېشتو افغان کارګرو د کمې تنخوا او د بیمې له نشتوالي شکایت کړی و.
د ملي امنیت پخواني رييس رحمتالله نبیل د دوو نجونو ماشومانو د یوې ویډیو چې په ژړغوني غږ د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه لري، په خپرولو سره ویلي چې د نجونو ښوونځيو تړل «یو تاریخي پیغور دی چې له حافظې به ونهوځي.» طالبانو په خپله واکمنۍ کې له ۶ ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړي.
رحمتالله نبیل د دوشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۴مه) په خپله اېکسپاڼه د دوو کوچنیو نجونو د یوې ۱۳ ثانیهيي ویډيو په خپرولو سره وايي، طالبان د ټوپک، زور او معاملو له لارې واک ته ورسېدل، خو د ښوونځیو په تړلو یې نړۍ ته وښودله چې دوی له کتاب، قلم او له پوهې لرونکو نجونو تر هر څه زیات وېرېږي.
په خپره شوې ویډيو کې له یادو دوو نجونو یوه یې په ژړغوني او نیولي غږ وايي: «دعا کوم چې ښوونځي خلاص شي.»
نبیل زیاتوي، دا ماشومه نجلۍ نه د واک غوښتنه لري، نه د سیاست خبرې کوي؛ یوازې دا دعا کوي چې ښوونځي بېرته پرانېستل شي او په باور یې: «همدا معصومه دعا به د طالبانو پر کارنامو تر ټولو درنه توره کرښه وي.»
د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رييس په همدې تړاو وايي، «دا غږ د یوې ماشومې نجلۍ غږ دی؛ دا نه سیاستواله ده، نه مدني فعاله او نه هم د طالبانو دوښمنه.دا د هغه نسل خفه شوی غږ دی چې طالبان یې په شعوري، قصدي او سیستماتیک ډول خاموشه کوي.»
د رحمتالله نبیل په باور، طالبان د نسلونو راتلونکی زنداني کړی او پر دې تیاره بند یې د «دین» نوم اېښی دی.
طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو پر دوام په بشپړ ډول بندیز ولګاوه او طالبانو په دې برخه کې له کورنیو اعتراضونو سربېره ان نړۍوالو فشارونو ته هم غاړه کېنښوده او یوازې یې دومره وویل، چې دغه چاره دایمي نهده، خو له څه باندې څلورو کلونو راهیسې په دې برخه کې هېڅ کار نهدی شوی او نه هم په دې تړاو څه پلان په ډاګه شوی.
د نبیل په باور: «هغه رژیم چې د یوه ماشوم له ساده هیلو وېرېږي، مشروع نه دی؛ دا د یو ملت د راتلونکي یرغمل نیوونکی رژیم دی.»
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو له بندیز وروسته د بشري او په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د حقونو نړۍوالو بنسټونو په دغه هېواد کې له وخت مخکې د ودونو او همداراز د کورني زور زیاتي له ډېرېدو خبر ورکړی او په دې تړاو یې خپله ژوره اندېښنه هم څرګنده کړې ده.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو پر زدهکړو له بندیز وروسته ویلي و، چې تر «امر ثاني» پورې به دغه ښوونځي تړلي وي، خو د شنونکو په باور، دغه «امر ثاني» نږدې پنځم کال ته نږدې کېدونکی دی او په دې تړاو هېڅ هم نهدي شوي او په باور یې طالبان به په خپله واکمنۍ کې د نجونو ښوونځي همداسې بند وساتي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ابراهیم صدر په پنجشېر کې طالب چارواکو ته په خطاب کې وویل، د صف تصفیې ته په جدي توګه پام وکړئ او هغه «منفورې څېرې او اشخاص» چې نظام ته ګټه نهرسوي باید له لیکو واېستل شي، ځکه د فتنې او فساد سبب ګرځي.
ابراهیم صدر د همغږۍ په نوم د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۴مه) پنجشېر ته لاړ او هلته یې له ځايي طالب چاراکو سره په کتنو کې وویل: «مسوولین دې د خپل پرسونل د صف تصفیې ته جدي پاملرنه وکړي او هغه منفورې څېرې او اشخاص چې ولس او نظام ته ګټه نهرسوي، له لیکو دې لرې کړي، ځکه چې دا ډول کسان د فتنې او فساد سبب ګرځي.»
صدر زیاته کړه، د دوی «نظام» او «امیر» په نړۍ کې ساری نهلري او باید شکر یې ادا کړي.
هغه وویل: «داسې نظام چې په بشپړ ډول د شریعت مطابق وي، په ټوله نړۍ کې نشته. داسې متشرع امیر لکه د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او داسې متقي او متشرع ولس لکه د افغانستان ولس په نړۍ کې بېساری دی.»
نوموړي د فرمانونو عملي کول او د عالمانو د اعتماد ترلاسه کول د طالبانو د «بریا» لاملونه یاد کړل او زیاته یې کړه، اوس طالبان هم باید ولس ته په رښتیني توګه خدمت وکړي.
نوموړي د پنجشېر لپاره د طالبانو له ټولو مسوولینو وغوښتل، هرې ولسوالۍ ته ورشي او د خلکو ستونزې له اورېدو وروسته حل کړي او همداراز یې نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په ولسوالیو کې د خپل پرسونل ستونزې هوارې کړي او زیاته یې کړه: «که ستونزې د تاسو له صلاحیت څخه پورته وي، نو تر وزارت او [مشرتابه] پورې یې شریک کړﺉ.»
ابراهیم صدر د ملکي او نظامي بنسټونو تر منځ همغږي وستایله او زیاته یې کړه: «ستاسو اساسي مسوولیت خلکو ته د امن راوستل دي، ځکه چې د امن په موجودیت کې نورې ټولې چارې په ښه ډول پر مخ وړل کېږي.»
صدر د یونیفورم پر اغوستلو له ټينګار سربېره په ډاګه وویل، لومړی باید مسوولین خپل سیرت او صورت په سنت طریقه برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد د زونونو او ولایتونو په کچه د ښې حکومتولۍ او همداراز د همغږۍ په نوم غونډې ډېرې شوي او په ځینو دغه ډول غونډو کې له کابل څخه هم ځينې طالب چارواکي ګډون کوي، خو لا تر اوسه په کره توګه روښانه نهده چې دغه ډول غونډې یوازې د همغږۍ لپاره دي، که هبتالله اخوندزاده غواړي په دې سره د خپل واک ریښې وغځوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې دوه افغان خبریالان له ۹ میاشتو بند وروسته د بګرام له زندان څخه خوشې شوي، خو د رسا په نوم ټلویزیون چې دوی پکې کار کاوه، لا هم تړلی دی او د بیا فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.
د یاد مرکز په وینا، د رسا ټلویزیون مدیر مسوول غلاممحیالدین صاحبزاده او د دی ټلوېزیون خبریال جهادمل حبیبي د لیندۍ په ۲۴مه د مازیګر شاوخوا څلور بجې له زندان څخه ازاد شول.
د طالبانو استخباراتو دغه دوه افغان خبریالان د تېر کال د سلواغې میاشتې په ۳۰مه په کابل کې د «نظام پر ضد تبلیغاتو» په تور نیولي وو. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د نیونې پر مهال د رسا ټلوېزیون کمپیوټرونه ضبط شول او د دې رسنۍ دفتر وتړل شو.
د راپورونو له مخې، د طالبانو محکمې دغه دوه خبریالان د روان کال د وري میاشتې په ۴مه نېټه په ۱۰ میاشتو بند محکوم کړي وو. د خبریالانو مرکز زیاتوي، چې د دوی محاکمه د مدافع وکیل په نشتون کې ترسره شوې وه او ناعادلانه وه.
رسا خصوصي ټلوېزیون په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په کابل کې فعالیت پیل کړ او ټولنیز او ورځني راپورونه یې تولیدول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې یاد تلوېزیون ته د بیا فعالیت اجازه ورکړي.
دغه بنسټ همداراز وايي، چې دا مهال لږ تر لږه پنځه خبریالان او رسنیز فعالان په افغانستان کې په بند کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي په دې وروستیو کې له بنګلهدېشي ورځپاڼې «پروتوم الو» سره په مرکه کې ادعا کړې، چې دا مهال په افغانستان کې هېڅ خبریال په بند کې نشته.
په بامیان او کندهار کې د ۱۹ زره او ۷۱ ټُنه سُرب او جست د داوطلبیو مراسم د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۴مه) ترسره شول. په دې داوطلبیو کې د بامیان سُرب او جست یو ټُن یې په ۳۱۳ ډالره او د کندهار د سُرب او جست یو ټُن په ۱۲ زره او ۷۵۰ افغانۍ وپلورل شول.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو لهمخې، د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د «ګنده کوتل» سیمې څه باندې ۱۴ زره او ۷۱ ټُنه سُرب او جست د یوې داوطلبۍ له لارې یو ټُن یې پر ۳۱۳ ډالرو وپلورل شول. د دغه وزارت لپاره د طالبانو د کادستر او د منرالونو تنظیم د ریيس عبدالرحمان رحماني په وینا، د خیرالله عبدالکریم شرکت د یوې رڼې پروسې له لارې د دغې داوطلبۍ ګټونکی شوی دی.
له دې سره سم، د کندهار د خاکریز ولسوالۍ د «بيبي ګوهر» ساحې ۵ زره ټُنه سُرب او جست د ورته داوطلبۍ له لارې یو ټُن پر ۱۲ زره او ۷۵۰ افغانیو پر ګټونکي احمدالله عاشوري شرکت وپلورل شول.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د سُرب او جست کانونو د کېندنې د څرنګوالي او دا چې څومره عواید د دولت خزانې ته رسېږي، څه نهدي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کان کېندنې بهیر پراخ شوی او د طالب چارواکو په وینا، له دې اړخه ټول عواید مخامخ د دولت خزانې ته ځي.