• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو د ناورین په اړه خبرداری ورکړی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۰

اروپایي ټولنې خبرداری ورکړی، چې افغانستان د څښاک پاکو اوبو له ناورین سره مخ دی او د اوبو ککړتیا د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي دي. راپورونه ښيي، چې شاوخوا ۲۰ مېلیونه افغانان اوس‌مهال د څښاک پاکو اوبو بې‌برخې دي.

د راپورنو له مخې؛ په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ناورین ورځ تر بلې جدي کېږي او اروپایي ټولنې د روغتیا په برخه کې د احتمالي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی. په راپور کې راغلي، چې د اروپایي ټولنې د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي له ککړو اوبو کار اخلي چې دغه وضعیت د اوبو له لارې د ناروغیو د خپرېدو ګواښ د پام وړ زیات کړی دی.

اروپایي ټولنې ویلي، چې د اوبو د ککړتیا له امله د ناروغیو خپرېدل زیات شوي او دغه وضعیت د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ دی. یونېسف هم راپور ورکړی، چې له ۲۱۲زره ډېر افغان ماشومان د اوبو له لارې د ناروغیو ښکار شوي او د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د ټول هېواد په کچه ۹،۵۴۸ قضیې ثبت کړې دي.

راپورونه په ډاګه کوي، چې د زېربنایي ستونزو خرابوالي او د طالبانو اداري ستونزو د ناورین شدت نور هم زیات کړی دی. د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د عامې روغتیا سیسټم په برخه کې نیمګړتیاوې او محدودیتونه د ۲۰۲۵کال تر مئ میاشتې پورې د ۴۴۲ روغتیایي کلینیکونو د تړلو لامل شوي دي.

څېړونکو خبرداری ورکړی، چې د اوبو ناورین اوس نه یوازې د عامې روغتیا؛ بلکې د ټولنیز ټیکاو او د خوړو د امنیت لپاره هم ګواښ دی. اروپایي ټولنې نړۍوالو سازمانونو ته بلنه ورکړې، چې په بېړني ډول دغه وضعیت ته پام وکړي؛ ترڅو د بشري ناورین مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د روانو سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله ورځ تر بلې یوازې پاتې کېږي. تر دې دمه طالب چارواکو د اروپایي ټولنې د وروستیو خبرداريو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

یونسکو: په نړۍ کې د خبریالانو د وژنې ۸۵سلنه قضیو ته لاهم رسېدنه نه‌ده شوې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او فرهنګ سازمان (یونسکو) وایي، په نړۍ کې د خبریالانو پرضد تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي او د خبریالانو د وژنې ۸۵سلنه قضیو ته لاهم رسېدنه نه‌ده شوې. هاخوا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هم د بیان ازادي محدود شوې او خبریالان له سانسور سره مخ دي.

یونسکو د ۲۰۲۲–۲۰۲۵ کلونو نړۍوال راپور خپور کړی، چې په‌کې د رسنیو ازادي، خپلواکي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه معلومات راغلي دي. راپور څرګندوي، چې ازاده، خپلواکه، څو اړخیزه او مسلکي خبریالي د ډیموکراسۍ بنسټ او د دوامداره پرمختګ موخو ترلاسه کولو لپاره مهم شرط دی.

یونسکو وايي، د خبریالانو خوندیتوب یوازې د رسنیو د ازادۍ خبره نه‌ده؛ بلکې د ټولنې د روڼتیا، معلوماتو ته د لاسرسي او د بشري حقونو د ټینګښت لپاره هم حیاتي اهمیت لري. راپور وړاندیز کوي، چې د خبریالانو د خوندي چاپېریال برابرول باید د حکومتونو، نړۍوالو ادارو او مدني ټولنو لپاره لومړیتوب وي.

ورته مهال په افغانستان کې د طالبانو بیاځل واکمنېدو راهیسې د بیان او د رسنیو د ازادۍ وضعیت تر سخت فشار لاندې دی. راپورونه ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ له سخت سانسور سره مخامخ دي.

خبریالان یوازې هغه خبرونه خپرولای شي، چې د واکمنو لپاره «د منلو وړ» وي. د هر ډول نیوکې یا ناخوښې تبصرې په صورت کې خبریالان د بند، شکنجې او نورو سزاوو سره مخ کېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا هر ډول نارسمي او نامنظور شوی راپور په جدي ډول سرغړونه ګڼل کېږي. د ښځینه خبریالانو شمېر د طالبانو د فشارونو له امله په پراخه کچه کم شوی او ډېری ښځینه خبریالانې اړ اېستل شوې، چې خپلې دندې پرېږدي.

د راپورونو له مخې، اوس‌مهال اووه خبریالان د طالبانو په بند کې دي؛ خو دوه خبریالان تازه د طالبانو له بنده خوشې شوي دي. یاده دې وي، چې د خبریالانو ستونزې یوازې تر افغانستان نه محدودې نه‌دي؛ بلکې ډېری افغان خبریالانو د طالبانو له‌خوا د پراخو ګواښونو له کبله یې هېواد پرېښی او اوس په ګاونډیو هېوادونو کې له پراخو ننګونو سره مخ دي.

په پاکستان او ایران کې د جلاوطنه خبریالانو لپاره د ویزې ستونزې او د جبري ستنولو ګواښونه هغه څه دي، چې د دوی پر وړاندې یې حالت لاترینګلی کړی. نړۍوال راپورونه څرګندوي، چې خبریالان د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د ازادۍ او خوندیتوب له جدي ننګونو سره مخ دي؛ خو په افغانستان کې دغه ننګونې تر بل هر ځای پراخې دي.

په تېرو درېیو میاشتو کې له بلوچستان نه تر ۲۶۱زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د پاکستان د بلوچستان ایالت له بېلابېلو سیمو ۲۶۱زره او ۷۲۵ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې بیا ۹۹زره او ۹۵۸ افغان کډوال له کویټې ستانه شوي دي.

د شمېرو له مخې؛ له یادې ډلې ۴۲زره او ۵۷۷ افغان کډوال له چاغي، ۳۳زره او ۲۲۵ له پښین، ۱۹زره او ۷۱۲ له چمن، ۲۶زره او ۵۲۸ له قلعه سېف الله، ۱۵زره او ۷۱۴ له لورلایي، ۲۲زره او ۹۵۵ له قلعه عبدالله او ۱،۰۲۶ له مستونګ نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان ته د دغه ستانه کړای شويو کډوالو له ډلې نږدې ۲۰۰زره یې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت وو، تر ۶۰زره ډېرو کډوالو د POR کارتونه لاره.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ خورا چټکه شوې ده. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

تهران له طالبانو او پاکستان غوښتي، چې د خبرو مېز ته راوګرځي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۵ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونو او روسیې د طالبانو او پاکستان د روانو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو مېز ته د بېرته راوګرځېدو غوښتنه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې ستونزې باید په ډېپلوماټیکه توګه حل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تهران د ناستې په اړه په خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې د چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون لاره.

په اعلامیه کې راغلي، چې ګډونوالو د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د هڅو ملاتړ وکړ او چمتووالی یې ښودلی چې د دغه هڅو د پیاوړتیا لپاره به مرسته وکړي. اعلامیه زیاتوي، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د ټیکاو د ټینګښت لپاره چمتو دي؛ خو که د طالبانو حکومت یې وغواړي.

ګډونوالو پر دې هم ټینګار کړی، چې افغانستان باید په سیمه‌ییزو سیاسي او اقتصادي بهیرونو کې شامل شي او د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتووالی څرګند کړي.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او د خلکو د معیشت د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر ضد تحریمونه کم کړي او د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي. دوی دارنګه له نړۍوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په بهیر کې مرسته وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو او روسیې استازو د ناستې دویم پړاو به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

ایران د بهرنیو وګړو لپاره د روغتیايي بیمې اخېستل لازمي کړل

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۵ GMT+۰

د ایران حکومت په رسمي ډول پرېکړه کړې، هغه بهرنيان چې په قانوني ډول په ایران کې مېشت دي؛ باید د روغتیايي بیمې تر پوښښ لاندې راشي. د ایران د وزیرانو شورا تازه پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت قانوني بهرنیان مکلف دي د بنسټیزې روغتیايي بیمې له درېیو ټاکل شویو لارو یوه غوره کړي.

ورته مهال د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال له‌خوا اړوندو ادارو ته د یادې پرېکړې پر عملي کېدو ټینګار شوی. د ایران حکومت وایي، د یادې پرېکړې اساسي موخې د بهرنیو وګړو د بیمې خدمتونو تنظیمول، روغتیايي معیاري خدمتونو ته د قانوني کډوالو د لاسرسي زیاتوالی او په ټول هېواد کې د بیمې د نظام یوشانوالی او انسجام رامنځته کول دي.

رسمي راپورونه ښيي، چې دا مهال شاوخوا له ۱۰۰ تر ۱۲۰زرو پورې بهرني وګړي او په ځانګړي ناروغان د روغتیايي بیمې تر پوښښ لاندې دي. دارنګه نږدې ۹۵زره زیانمن او بې‌وزله بهرنيان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ بیمه شوي، چې د دوی د بیمې لګښت د ایران پر دولت نه‌دی.

خو د چارواکو په وینا؛ هغه بهرني وګړي چې د زیانمنو ډلو برخه نه‌دي، باید د بنسټیزې روغتیايي بیمې لګښت په خپله ورکړي؛ دغه ډله دا مهال شاوخوا ۱۲زره کسان جوړوي. د ایران د روغتیايي بیمې سازمان مشر ویلي، د بیمې حق‌الزحمه ورکول به د بهرنیانو د اقامت د تمدید له اساسي شرطونو څخه وي.

د دوی په وینا؛ دغه اقدام د روغتیايي خدمتونو د ښه مدیریت او د درملنې په برخه کې د مالي فشار د کمولو په موخه ترسره کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ایران کې مېشتو افغان کارګرو د کمې تنخوا او د بیمې له نشتوالي شکایت کړی و.

رحمت‌الله نبیل:د نجونو د ښوونځيو تړل یو تاریخي پیغور دی چې له حافظې به ونه‌وځي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۰

د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل د دوو نجونو ماشومانو د یوې ویډیو چې په ژړغوني غږ د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه لري، په خپرولو سره ویلي چې د نجونو ښوونځيو تړل «یو تاریخي پیغور دی چې له حافظې به ونه‌وځي.» طالبانو په خپله واکمنۍ کې له ۶ ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړي.

رحمت‌الله نبیل د دوشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د دوو کوچنیو نجونو د یوې ۱۳ ثانیه‌يي ویډيو په خپرولو سره وايي، طالبان د ټوپک، زور او معاملو له لارې واک ته ورسېدل، خو د ښوونځیو په تړلو یې نړۍ ته وښودله چې دوی له کتاب، قلم او له پوهې لرونکو نجونو تر هر څه زیات وېرېږي.

په خپره شوې ویډيو کې له یادو دوو نجونو یوه یې په ژړغوني او نیولي غږ وايي: «دعا کوم چې ښوونځي خلاص شي.»

نبیل زیاتوي، دا ماشومه نجلۍ نه د واک غوښتنه لري، نه د سیاست خبرې کوي؛ یوازې دا دعا کوي چې ښوونځي بېرته پرانېستل شي او په باور یې: «همدا معصومه دعا به د طالبانو پر کارنامو تر ټولو درنه توره کرښه وي.»

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رييس په همدې تړاو وايي، «دا غږ د یوې ماشومې نجلۍ غږ دی؛ دا نه سیاستواله ده، نه مدني فعاله او نه هم د طالبانو دوښمنه.دا د هغه نسل خفه شوی غږ دی چې طالبان یې په شعوري، قصدي او سیستماتیک ډول خاموشه کوي.»

د رحمت‌الله نبیل په باور، طالبان د نسلونو راتلونکی زنداني کړی او پر دې تیاره بند یې د «دین» نوم اېښی دی.

طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو پر دوام په بشپړ ډول بندیز ولګاوه او طالبانو په دې برخه کې له کورنیو اعتراضونو سربېره ان نړۍوالو فشارونو ته هم غاړه کېنښوده او یوازې یې دومره وویل، چې دغه چاره دایمي نه‌ده، خو له څه باندې څلورو کلونو راهیسې په دې برخه کې هېڅ کار نه‌دی شوی او نه هم په دې تړاو څه پلان په ډاګه شوی.

د نبیل په باور: «هغه رژیم چې د یوه ماشوم له ساده هیلو وېرېږي، مشروع نه دی؛ دا د یو ملت د راتلونکي یرغمل نیوونکی رژیم دی.»

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته د بشري او په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د حقونو نړۍوالو بنسټونو په دغه هېواد کې له وخت مخکې د ودونو او همداراز د کورني زور زیاتي له ډېرېدو خبر ورکړی او په دې تړاو یې خپله ژوره اندېښنه هم څرګنده کړې ده.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر زده‌کړو له بندیز وروسته ویلي و، چې تر «امر ثاني» پورې به دغه ښوونځي تړلي وي، خو د شنونکو په باور، دغه «امر ثاني» نږدې پنځم کال ته نږدې کېدونکی دی او په دې تړاو هېڅ هم نه‌دي شوي او په باور یې طالبان به په خپله واکمنۍ کې د نجونو ښوونځي همداسې بند وساتي.