د امریکا یوې محکمې د یوه نیول شوي ایراني کډوال د خوشې کولو امر کړی

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، د امریکا فدرالي محکمې د هغه ایراني کډوال د خوشې کولو امر کړی چې له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د کډوالۍ ادارې له‌خوا نیول شوی و. د راپور له مخې؛ د نوموړي وکیلانو ویلي، چې له ایران پرته بل هېواد ته د هغه د اېستلو لړۍ هیڅ ډول پرمختګ نه‌دی کړی.