په مراکش کې سېلابونو ۳۷ کسان مړه کړي

د مراکش په اتلانتیک ساحلي ولایت صافي کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه او ۹ تري تم دي. د چارواکو په وینا؛ په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي. د راپورونو له مخې؛ د بېړني حالت له امله په یاده سیمه کې ښوونځي د درېیو ورځو لپاره تړل شوي، چې ورسره ښوونیز سیسټم هم اغېزمن شوی.

د سېلابونو له امله لږترلږه ۷۰ کورونه او هټۍ هم زیانمنې شوې دي. دغه بارانونه په مراکش کې تر ۷ کلنې وچکالۍ وروسته ورېدلي دي.