د سوډان درې کلنه جګړه؛ شاوخوا ۱۴مېلیونه خلک بې‌ځایه شوي دي

په سوډان کې روانې درې کلنې جګړې شاوخوا ۱۴ مېلیونه خلک بې‌ځایه کړي او او ۲۱ مېلیونه یې له سختې لوږې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د جګړې د دوام له امله مرستو ته د اړمنو خلکو لاسرسی خورا محدود شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، تر څلور مېلیونه ډېر کسان د جګړې له امله له سوډان نه تښتېدلي دي. په سوډان کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۱۵مه پیل شوه، چې لاهم دوام لري.