سهیل شاهین د بِنین له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې کړې دي

په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان لپاره د بِنین جمهوریت له سفیر بیدا نوهوم يوسف عبدالرحمان سره د لېدنې پرمهال د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې په بِنین کې د اوسني سیاسي وضعیت، اقتصادي او سوداګریزو چارو په اړه هم بحثونه شوي دي.