• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هه‌نګاو: په ایران کې په تېر یوه کال کې شاوخوا ۵۲ ښځې اعدام شوې دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۰

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان په یو تازه راپور کې ویلي، چې د شته معلوماتو له‌مخې ایران په تېر یوه کال کال کې شاوخوا ۵۲ ښځې د بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړې دي. د هه‌نګاو په وینا، دا شمېر په تېرو ۲۵ کلونو کې د ایران د ښځو تر ټولو لوړ اعدامونه دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) د راضیه عباسي په نوم د یوې ښځې د اعدام خبر ورکړ او اعلان یې کړ، چې د ایران د حکومت له‌خوا په یوه کال کې د اعدام شویو ښځو شمېر ۵۲ تنو ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، د ۴۰ کلنې راضیه عباسي د اعدام حکم په کرج کې د قزل‌حصار زندان کې پلي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بشري حقونو د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې بیا لږ تر لږه ۳۱ ښځې د ایران په بندخونو کې اعدام شوې وې.
د بشري حقونو د راپورونو پر بنسټ، په ایران کې ډېری ښځې د قتل، د نشه‌يي توکو اړوند جرمونو، د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې د ځان د دفاع او یا د ناڅرګندو قضیو د تورونو له امله اعدامېږي.
همدارنګه، یو شمېر ښځې بیا د سیاسي او امنیتي دلایلو له امله لکه «د ملي امنیت پر وړاندې اقداماتو» او «جاسوسۍ» په تورونو د اعدام له احکامو سره مخ شوې دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

پخوانی امریکایي چارواکی: هېوادونه په افغانستان کې د ښځو د ځپلو له امله له مرستو ډډه کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۰
100%

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ډېوېډ سیډني وايي، چې په افغانستان کې «جنسيتي توپیر» روان دی او ښځې د ژوند له ټولو برخو اېستل شوې دي. د هغه په خبره، ډېری هېوادونه پر افغان ښځو د دوامداره ظلم له امله په مستقیم ډول افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو ته زړه نه ښه کوي.

ښاغلي سیډني له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، چې طالبانو د ښځو د کار مخه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په دفترونو او د بشري مرستو د وېش په برخو کې نیولې، چې له امله یې په عملي ډول خلکو ته د اغېزمنو مرستو رسول ناشونې شوي دي.

سیډني زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د افغانستان د تخنیکي او اداري وړتیا لویه برخه پر لوستو ښځو ولاړه وه او د هغوی له اېستلو سره هېواد له سخت بشري ناورین او د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ شوی دی.

هغه چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون پخوانی رییس هم و ټینګار وکړ، تر هغه چې ښځې ونه‌شي کولای په ټولنه کې خپل رول ولوبوي، د افغانستان خلک به د لوږې او پراخ محرومیت له جدي ګواښ سره مخ وي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو هم په افغانستان کې روان وضعیت «د جنسیتي اپارټایډ څرګنده بېلګه» بللې وه. د ښځو د حقونو فعالانو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، چې طالبانو له عامه ډګر څخه د ښځو د اېستلو لپاره تر اوسه له ۱۶۰ زیات لیکلي او شفاهي فرمانونه صادر کړي دي.

د طالبانو او هند د روغتیا وزیرانو د «افغانستان لپاره د درملو برابرولو» په اړه خبرې وکړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند د روغتیا وزیر جګت پرکاش ندا سره ولیدل. د هند د عامې روغتیا وزیر وویل، چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د «درملو د اوږدمهاله برابرولو» په اړه خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه، چې هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیا همکارۍ ته ژمن دی او دواړو خواوو د دې همکارۍ د پیاوړتیا په ځانګړې توګه د درملو په برخه کې لارې چارې وڅېړلې.

د هند د عامې روغتیا وزیر په وینا، د دې لیدنې پر مهال په سمبولیک ډول د سرطان درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول. هغه همدارنګه وویل، یوه لويه جوپه چې درمل، واکسینونه او د ۱۲۸ سلایسه سي‌ ټي‌ سکن الې پکې شاملې دي، ډېر ژر به افغانستان ته ولېږل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د درملو د وارداتو د اسانتیا لپاره هند ته سفر کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې له پاکستان څخه د درملو واردات درولي وو او هڅه کوي، چې هندي او ایراني درمل د پاکستاني درملو پر ځای وکاروي.

دا په تېرو دوو میاشتو کې هند ته د طالبانو د درېیم وزیر سفر دی. تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیران هم هند ته تللي وو.

ازبکستاني پولیس وايي په بخارا کې یې له افغانستان نه قاچاق شوي اپین نیولي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰
100%

د ازبکستان په بخارا ولایت کې له افغانستان څخه د قاچاق شویو نشه‌یي توکو یوه کڅوړه نیول شوې ده. پولیس وايي، د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلور کیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني کړنلارې له مخې ضبط او دوه شکمن کسان ونیول شول.

د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتومطبوعاتي دفتر ویلي، چې د جوندور ولسوالۍ په سیمه کې یو موټر، چې د «بخارا -قره قل» پر لاره روان و، ودرول شو او تلاشي ترې واخیستل شوه. په موټر کې د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکی او یو بهرنی وګړی سپاره وو.

د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلورکیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني طرزالعمل له مخې ضبط شول.

ویل کېږي دغه اپین له افغانستان څخه قاچاق شوي وو او په بخارا کې په یو پټ ځای کې ساتل شوي وو.

دا مهال د یادو کسانو پر ضد د ازبکستان د جزا قانون د ۲۸مادې او د ۲۴۶مې مادې د ۲مې فقرې (قاچاق) او همدارنګه د ۲۵مادې او د ۲۷۳ مادې د ۵ فقرې(د نشه‌یي توکو پلور او لېږد) له مخې جنايي دوسیه پرانیستل شوې او د «حبس» احتیاطي تدبیر پرې تطبیق شوی دی.

د قانون له مخې، د داسې جرمونو مرتکبینو ته له ۱۰څخه تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

پوتین وایي روسیه د «امنیتي حایل سیمې» د پراخولو هڅې روانې ساتي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۰
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، روسیه به په اوکراین کې خپلې موخې خامخا ترلاسه کوي او همدارنګه به هلته د «امنیتي حایل سیمې» د پراخولو هڅې روانې وساتي. پوتین ټینګار وکړ چې مسکو له اروپا سره جګړه نه غواړي، خو که اروپا جګړه غوره کړي، روسیه ورته چمتو ده.

پوتین د چارشنبې په ورځ وویل چې «لومړی، د ځانګړو پوځي عملیاتو موخې به بې له شکه ترلاسه شي. موږ غوره ګڼو دا کار د دیپلوماسۍ له لارې وکړو او د شخړې اصلي لاملونه حل کړو».

هغه زیاته کړه چې که مقابل لوری او د هغوی بهرني ملاتړي له جدي خبرو اترو ډډه وکړي، روسیه به له پوځي لارو د خپلو «تاریخي سیمو ازادي» ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، چې د امنیتي حایل سیمې د جوړولو او پراخولو دنده به هم په پرله‌پسې ډول پر مخ یووړل شي.

له هغو اوکرایني سیمو څخه چې روسیه یې د خپلې خاورې په توګه ادعا کوي، دا مهال مسکو کریمیا، د دونباس شاوخوا ۹۰ سلنه او د خرسون او زاپوریژیا شاوخوا ۷۵ سلنه کنټرولوي.

سربېره پر دې، روسیه د اوکراین په نږدې سیمو لکه خارکیف، سومي، دنیپروپتروفسک او میکولایف کې هم ځینې سیمې تر خپل واک لاندې لري.

د پوتین څرګندونو دا نښه ورکوله چې مسکو غواړي په دغو جبهاتو کې نور پرمختګونه هم وکړي.

په داسې حال کې چې جګړه یوې حساسې مرحلې ته رسېدلې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چټکې سولې تړون لپاره سخت فشار راوړي، پوتین وویل چې روسي ځواکونه په ټولو جبهاتو کې پر مخ روان دي.

د هغه دفاع وزیر اندري بېلوسوف ومنله چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي شمال ختیځ ښار کوپیانسک بېرته ونیسي، خو ویې ویل چې دا هڅې تر اوسه بریالۍ نه دي.

اوکراین د چارشنبې په ورځ وویل چې د دغه ښار ۹۰ سلنه برخه یې نیولې ده، په داسې حال کې چې روسیې ویلي وو دا ښار یې په نومبر کې نیولی دی.

پوتین ادعا وکړه، چې په اروپا کې خلک له روسیې سره د جګړې له وېرې «روزل کېږي او اروپايي مشران یې د وېرې او احساساتو» په پارولو تورن کړل.

هغه وویل: « ما څو ځله ویلي چې دا دروغ دي، بې‌اساسه خبرې دي، د اروپايي هېوادونو پر وړاندې خیالي روسی ګواښ بې‌معنا خبره ده. خو دا کار په قصدي ډول کېږي».

روان کال؛ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اذربایجان ۵۱زره پاکستاني سوالګر شړلي دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۰
100%

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې روان کال له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اذربایجان نه ۵۱زره پاکستاني سوالګر شړل شوي دي. د راپور له مخې؛ دغه پاکستانیان د سوال کولو له امله له دغه هېوادونو اېستل شوي دي.

د شمېر له مخې؛ له دې ډلې ۲۴زره کسان له سعودي عربستان، ۶زره له متحده عربي اماراتو او ۲۵۰۰ پاکستانیان له اذربایجان نه د سوال کولو له کبله شړل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ځینو کسانو د عمرې په نوم اروپا ته د تګ هڅه کوله.

راپور کاږي، روان کال شاوخوا ۲۴زره کسان کمبوډیا ته تللي چې له دې ډلې ۱۲زره یې لاتر اوسه بېرته نه‌دي راستانه شوي او ۴زره کسان برما ته په سیاحتي ویزو تللي؛ خو ۲۵۰۰ کسان بېرته نه‌دي راستانه شوي.

راپور زیاتوي، تېر کال ۸زره کسان په ناقانونه توګه اروپا ته تللي وو؛ په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېره ۴زرو ته رسېدلې وه.