د امریکا کانګرس د سوریې پر ضد بندیزونه په دایمي ډول لغوه کړل

د امریکا کانګرس د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال پر سوریې لګول شوي بندیزونه په دایمي ډول لغوه کړل. د امریکايي چارواکو په وینا، دا اقدام کولی شي جګړه‌ځپلې سوریې ته د بهرنیو پانګونو د بېرته ستنېدو لاره هواره کړي.