• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسله‌والو د نایجریا له مرکزي کلیسا ۱۳ عبادت کوونکي تښتولي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۰

ناپېژاندو وسله‌والو د نایجریا کوګي ایالت کې له یوې کلیسا ۱۳ عبادت کوونکي تښتولي دي. ځایي چارواکي وایي، وسله‌والو لومړی پر کلیسا برید وکړ چې له امله یې ۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

ځایي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو په کوګي کې د یرغملو د ژغورلو لپاره عملیات پیل کړي دي.

تر دې وړاندې د نومبر په ۲۱مه هم په مرکزي نایجیریا کې وسله‌والو له ۳۰۰ ډېر زده‌کوونکي او د ښوونځي ۱۲ کارکوونکي وتښتول، چې له دې ډلې ۵۰ زده‌کوونکي خپله له تښتوونکو تښتېدلي وو او ۱۰۰ نور د حکومت په هڅو خوشې شول؛ خو پاتې نور کسان لاهم د وسله‌والو په بند کې دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د سختو ورښتونو له امله د غزې د بې‌ځایه شویو وضعیت خورا کړکېچن شوی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۸ GMT+۰
100%

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د تېرې اونۍ سختو بارانونو په غزه کې د سلګونه زره بې‌ځایه شویو فلسطینیانو د ژوند شرایط لا سخت کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویاند جاناتان کرېکس دغه وضعیت «وحشتناک» بللی.

نوموړي بي‌بي‌سي ته ویلي:« زموږ اندېښنه د هغو ماشومانو روغتیا ده، چې په خېمو او لنډمهاله سرپناوو کې له لمدو جامو سره ژوند کوي او د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.»

ورته مهال د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې یو ماشوم د سختې یخنۍ او لږترلږه ۱۱ نور د خرابې هوا له امله د ودانیو نړېدو له امله مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې تر اوسه پورې نږدې ۵۵زره کورنۍ د سختو بارانونو له امله اغېزمنې شوې دي.

دارنګه، په تېرو دوو ورځو کې د سختو ورښتونو له امله تر ۴۰ ډېرو بېړنیو سرپناوو کې اوبه ډنډ شوي، چې ډېری اوسېدونکي یې بې‌ځایه کړي دي. د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم دغه وضعیت «د اندېښنې وړ» بللی او د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې کړې ده.

ایران د امریکا له‌خوا د وینزیولا د سمندري محاصرې ګواښ غندلی دی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیوچارو وزارت د امریکا متحده‌ایالاتو له‌خوا د وینزویلا پروړاندې ګواښونکي څرګندونې او اقدامات په ځانګړي ډول د سمندري محاصرې ګواښ او د دغه هېواد د قانوني نفتو د صادراتو د مخنیوي هڅې په کلکو ټکو غندلې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) خپره شوې ویل شوي، چې د زور کارولو پر بنسټ د امریکا ګواښونکې څرګندونې او عملي اقدامات د یو سیسټماټیک سیاست څرګندونه ده، چې د نړۍوالو حقونو اصول او د ملګرو ملتونو منشور په بشپړ ډول تر پښو لاندې کوي. دغه سرغړونې په ځانګړي ډول د کښتۍ‌چلونې د ازادۍ، د سمندري تګ‌راتګ د امنیت او د نړۍوالې سوداګرۍ د ازادۍ حقونه له جدي ګواښ سره مخ کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، د امریکا هغه هڅې چې د وینزویلا له‌خوا تګ‌راتګ کوونکې سوداګریزې بېړۍ توقیف کړي، پرې برید وکړي یا یې د تګ مخه ونیسي، د دولتي سمندري غلا او وسله‌والې غلا په توګه ارزول کېږي. همدارنګه، د امریکا د کورنیو قوانینو او یو اړخیزو بندیزونو یادونه د دغو ناقانونه کړنو د توجیه لپاره د هېڅ ډول مشروعیت وړ نه ده.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د یو خپلواک هېواد پر وړاندې د ګواښ، اقتصادي محاصرې او زور کارولو هر ډول اقدام د ملګرو ملتونو د منشور بنسټیز اصول په تېره د ملي حاکمیت د درناوي، د ځمکنۍ بشپړتیا او د زور کارونې د منع اصل ښکاره سرغړونه ده. دا هم ویل شوي، چې وینزویلا د نړۍوالو حقونو له‌مخې د هر بهرني ګواښ پر وړاندې د دفاع بشپړ حق لري او هېڅ هېواد باید په دې برخه کې مداخله ونه‌کړي.

تر دې وړاندې د وینزویلا پوځ اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو ګواښونو «نه دي وېرېدلي»، چې د بندیز لاندې تېل‌وړونکو بېړیو د محاصرې امر یې ورکړی؛ هغه بېړۍ چې یا وینزویلا ته روانې دي او یا ترې وځي.
د وینزویلا د دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو لوپېز د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) په هغه مراسمو کې چې د پوځي لوړپوړو قومندانانو په حضور کې ترسره شول او هغوی پکې د هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو ته یو ځل بیا د وفادارۍ لوړه وکړه، وویل: «موږ د امریکا حکومت او د هغه ولسمشر ته وایو، چې د هغوی له خامو او متکبرانه ګواښونو نه وېرېږو.»
نوموړي ټینګار کړی: «د دې ملت د عزت پر سر هېڅ ډول معامله نشته او موږ د هېچا پر وړاندې تسلیمېدو ته چمتو نه یو.»

پخوانی امریکایي چارواکی: هېوادونه په افغانستان کې د ښځو د ځپلو له امله له مرستو ډډه کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۰
100%

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ډېوېډ سیډني وايي، چې په افغانستان کې «جنسيتي توپیر» روان دی او ښځې د ژوند له ټولو برخو اېستل شوې دي. د هغه په خبره، ډېری هېوادونه پر افغان ښځو د دوامداره ظلم له امله په مستقیم ډول افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو ته زړه نه ښه کوي.

ښاغلي سیډني له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، چې طالبانو د ښځو د کار مخه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په دفترونو او د بشري مرستو د وېش په برخو کې نیولې، چې له امله یې په عملي ډول خلکو ته د اغېزمنو مرستو رسول ناشونې شوي دي.

سیډني زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د افغانستان د تخنیکي او اداري وړتیا لویه برخه پر لوستو ښځو ولاړه وه او د هغوی له اېستلو سره هېواد له سخت بشري ناورین او د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ شوی دی.

هغه چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون پخوانی رییس هم و ټینګار وکړ، تر هغه چې ښځې ونه‌شي کولای په ټولنه کې خپل رول ولوبوي، د افغانستان خلک به د لوږې او پراخ محرومیت له جدي ګواښ سره مخ وي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو هم په افغانستان کې روان وضعیت «د جنسیتي اپارټایډ څرګنده بېلګه» بللې وه. د ښځو د حقونو فعالانو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، چې طالبانو له عامه ډګر څخه د ښځو د اېستلو لپاره تر اوسه له ۱۶۰ زیات لیکلي او شفاهي فرمانونه صادر کړي دي.

د طالبانو او هند د روغتیا وزیرانو د «افغانستان لپاره د درملو برابرولو» په اړه خبرې وکړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند د روغتیا وزیر جګت پرکاش ندا سره ولیدل. د هند د عامې روغتیا وزیر وویل، چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د «درملو د اوږدمهاله برابرولو» په اړه خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه، چې هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیا همکارۍ ته ژمن دی او دواړو خواوو د دې همکارۍ د پیاوړتیا په ځانګړې توګه د درملو په برخه کې لارې چارې وڅېړلې.

د هند د عامې روغتیا وزیر په وینا، د دې لیدنې پر مهال په سمبولیک ډول د سرطان درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول. هغه همدارنګه وویل، یوه لويه جوپه چې درمل، واکسینونه او د ۱۲۸ سلایسه سي‌ ټي‌ سکن الې پکې شاملې دي، ډېر ژر به افغانستان ته ولېږل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د درملو د وارداتو د اسانتیا لپاره هند ته سفر کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې له پاکستان څخه د درملو واردات درولي وو او هڅه کوي، چې هندي او ایراني درمل د پاکستاني درملو پر ځای وکاروي.

دا په تېرو دوو میاشتو کې هند ته د طالبانو د درېیم وزیر سفر دی. تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیران هم هند ته تللي وو.

طالبانو په ژمي کې د برېښنا د کمښت د ستونزې پر کمولو ټینګار کړی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۰
100%

که څه هم ډېری هېوادوال د ژمي په موسم کې د برېښنا د کمښت له ستونزو سره مخ دي، خو د طالبانو د برېښنا شرکت مشر په ژمي کې د برېښنا پر چمتوالي ټینګار کړی دی. عبدالباري عمر له خپلو کارکوونکو غوښتي، چې خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې بېړني ګامونه واخلي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) ویلي، چې د دوی اجراييوي مشر عبدالباري عمر له خپلو کارکوونکو سره په یوه ناسته کې غوښتنه کړې، چې «پېرودونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو، ژمي ته د چمتووالي پر نیولو، د شبکې تخنیکي اصلاحاتو لپاره د ګړندیو ګامونو پورته کولو، خپلو دندو کې د اخلاص له‌مخې د خلکو خدمت» وکړي.

عمر د عوایدو پر راټولو، پر پوړوړو پېرودونکو د لګښتونو د پيسو پر تحویلۍ او د ناقانونه برېښنا کارونې پر مخنیوي ټينګار کړی.

خلک شکایت کوي، چې ډېری مهال په ولایتونو او لرو سیمو کې د ژمي د سړې څپې په را رسېدو زیات مهال برېښنا نه وي او دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وي.