د چمن سوداګر: د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي

په چمن کې سوداګرو د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په ګډون د مرکزي حکومت له چارواکو سره کتلي او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي.

په چمن کې سوداګرو د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په ګډون د مرکزي حکومت له چارواکو سره کتلي او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي.
د چمن سوداګرو نن د جمعې په ورځ د لېندۍ ۲۸مه په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان په ګډون، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق او د سوداګرۍ په چارو کې د لومړي وزیر د سلاکار سره کتلي دي.
دغو سوداګرو له پاکستاني چارواکي څخه غوښتنه کړې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره تړل شوي ټولې لارې دې د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چمن د سوداګرو سره یې د دروازو د تړلو له امله د جدي ټولنیزو، اقتصادي اغېزو په ګدون سوداګرو ته د اوښتو مالي زیانونو، د صادراتو د خنډونو او بې کارۍ کچې زیاتوالي په تړاو خبرې کړې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ویلي، چې د پاکستاني سوداګرو سره د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو ملاتړ ته دوام ورکوي، خو له افغاستان سره د د سوداګریزو دروازو خلاصول د وزارت له صلاحیت څخه لوړ دي.
پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ حجم صفر شوی دی او هره ورځ نږدې څلور میلیونه ډالره زیان وراوړي.