• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الحق: د پاکستان حکومت دې افغان زده کوونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق ویلي، چې په پاکستان کې د مېشت افغان زده کوونکو د زده کړې وخت ضایع کېږي او حکومت دې د هغوی د زده کړو د دوام لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

سراج الحق نن د جمعې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال زده کوونکي ګڼو ستونزو سره مخ دي او د پاکستان حکومت دې د انساني خواخوږۍ او تعلیمي اړتیاوو په پام کې نیولو سره د افغان زده کوونکو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي.

نوموړي ویلي، چې د زده کړو د تسلسل په وړاندې خنډونه نه یوازې د زده کوونکو بلکې د ټولنې د راتلونکي لپاره هم زیان رسونکي دي.

نوموړي پرداسې مهال د پاکستان له حکومت څخه د افغان زده کوونکو لپاره د زده کړو د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته پاکستان د افغان زده کوونکو د ویزو نوې کولو بهیر ځنډولی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د چمن سوداګر: د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۰

په چمن کې سوداګرو د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په ګډون د مرکزي حکومت له چارواکو سره کتلي او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي.

د چمن سوداګرو نن د جمعې په ورځ د لېندۍ ۲۸مه په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان په ګډون، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق او د سوداګرۍ په چارو کې د لومړي وزیر د سلاکار سره کتلي دي.

دغو سوداګرو له پاکستاني چارواکي څخه غوښتنه کړې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره تړل شوي ټولې لارې دې د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چمن د سوداګرو سره یې د دروازو د تړلو له امله د جدي ټولنیزو، اقتصادي اغېزو په ګدون سوداګرو ته د اوښتو مالي زیانونو، د صادراتو د خنډونو او بې کارۍ کچې زیاتوالي په تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ویلي، چې د پاکستاني سوداګرو سره د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو ملاتړ ته دوام ورکوي، خو له افغاستان سره د د سوداګریزو دروازو خلاصول د وزارت له صلاحیت څخه لوړ دي.

پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ حجم صفر شوی دی او هره ورځ نږدې څلور میلیونه ډالره زیان وراوړي.

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې بشري ناورین د راستنېدونکو کډوالو ژوند ګواښي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د بښنې نړیوال سامان خبرداری ورکړی، چې‌ په افغانستان کې ژور بشري ناورین د هغو کډوالو ژوند په جدي توګه ګواښي، چې په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي. دوی پر کوربه هېوادونو غږ کړی چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر دې ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان نن د جمعې په ورځ د لېندۍ ۲۸مه په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونو د زیاتوالي سربیره په میلیونونه کډوال له ګاونډیو هېوادونو او اروپايي هېوادونو په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، سږکال یوازې له ایران او پاکستان څخه له ۲،۶ میلیونو څخه ډېر په غیر قانوني ډول شړل شوي، چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د بشري سرغړونو، د اساسي خدمات سخت کمښت، د بېکارۍ کچې زیاتوالی او د طبیعي پېښو له امله د راستنېدونکو کډوالو لپاره د جدي زیانونو ګواښ زیات کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین د راستنېدونکو لپاره د زیان ګواښ ډېر کړی دی او هیوادونه د نړیوال قانون له مخې حق نه لري خلک هغو ځایونو ته واستوي چې هلته د بشري حقونو سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مېرمنې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي.

دوی له ۱۲ کلنۍ وروسته له زده کړې منع شوې، د تګ راتګ او بیان ازادي محدوده شوې او له ملګرو ملتونو، نادولتي موسسو او دولتي ادارو سره یې پر کار بندیز لګېدلی دی.

سازمان ویلي، هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کاوه، په ځانګړې توګه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو غړي او هغه کسان چې د طالبانو پر پالیسیو نیوکه کوي، له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د بشري حقونو دغه سازمان د جبري راستنېدونکو سره د خبرو په حواله ویلي، چې ډیری یې له راستنیدو وروسته په دوامداره ویره کې ژوند کوي او د ناامنۍ او د طالبانو د فشار له امله بیا تېښتې ته اړ شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په ټولو هیوادونو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د افغان وګړو جبري اخراج ودروي، د دوی قانوني او اخلاقي مکلفیتونو ته دې غاړه کیږدي او د بیا مېشتېدنې لارې پراخې کړي.

د هوا پوهنې اداره: د کابل په ګډون ۲۷ ولایتونو کې د ورښتونو او واورو د ورېدلو امکان شته

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې اداره وايي، چې د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او شدیدو بارانونو د ورېدو او نسبي بادونو امکان شته.

ددې ولایتونو په ډله کې کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا،، کندهار، زابل، هلمند، ارزګان، هرات، فراه، نیمروز، غور، بادغیس، بلخ، جوزجان، سرپل، کندز، بدخشان، لغمان او نورستان ولایتونو کې د باران، وارې او تالنده د را منځته کېدو احتمال شته.

په یادو ولایتونو کې د ورښت اندازه له ۵ څخه تر ۳۰ ملي‌متره او د واورې کچه له ۵ تر ۲۰ سانتي‌متره پورې اټکل شوې ده.

له همدې امله، د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه شوې، چې د سیندونو له غاړو ځانونه لرې وساتي او د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ولایتي کمېټو د لارښوونو سره سم لازم تدابیر ونیسي او عملي یې کړي.

د برېتانیا ځانګړی استازی: د افغانستان خوندي راتلونکي لپاره د ښځو سیاسي ګډون اړین دی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي وایي چې د افغانستان د خوندي او سوکاله راتلونکي لپاره د ښځو سیاسي ګډون اړین دی. هغه ویلی چې بریتانوي چارواکو په هسپانیه کې د «زموږ غږ واورئ» په غونډه کې د ګډون له لارې د افغان میرمنو لپاره حساب ورکول پیاوړي کړي دي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي د جمعې په ورځ، د لیندۍ ۲۸مه په خپل اېکس کې په یوه یادښت کې د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې د ښځو د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه وویل چې برتېانوي چارواکو په مادرید کې د افغان ښځو په اړه د «زموږ غږونه واورئ» په غونډه کې د هغوی د ملاتړ لپاره ګډون وکړ.

د افغان ښځو په اړه درېمه غونډه، چې سرلیک یې «زموږ غږونه واورئ» و، د لیندۍ ۲۱مه په مادرید کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې به د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان د بشري حقونو فعالین، نړیوال کارپوهان، د افغانستان لپاره ځانګړي استازي او د مختلفو هیوادونو سفیران ګډون کړی و.

ریچارډ لیندزي د لیندۍ ۲مه کابل ته له سفر وروسته وویل چې هغه د طالبانو له چارواکو سره په خپلو غونډو کې د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د برېتانیا ځانګړي استازي وايي چې په دې غونډو کې یې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې په پروسه کې د طالبانو د رغنده ښکیلتیا پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: عاصم منیر امریکا ته سفر نه کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، امریکا ته د یاد هېواد د پوځ مشر د سفر په اړه راپورونه رد کړي او وايي چې امریکا ته د عاصم منیر د سفر په اړه تر اوسه کومه هوکړه او پلان نه دی جوړ شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي تېره ورځ خبرې کنفرانس پرمهال وویل:«حقیقت دا ددی چې زه امریکا ته د پوځ د مشر د احتمالي سفر او مهالوېش په اړه هېڅ معلومات نه لرم. موږ باید د یاد سفر په اړه د پاکستان د حکومت رسمي اعلامه ته په تمه شو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو د ویاند له کنفرانس څخه یوه ورځ وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر په راتلوونکو اونیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لېدلو په موخه واشنګټن ته سفر کوي.

رویټرز دا راپور د پاکستان د دفاعي ځواکونو دفتر د اقتصادي ډیپلوماسۍ د یو چارواکي په ګډون د دوو باوري سرچینو په حواله ورکړی و.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«د رویټرز راپور ښيي چې ګواکي دا سفر پلان شوی و او په اړه یې ډاډ شتون درلود. له همدې امله زه دا ردوم او د دې لېدنې لپاره تر اوسه کومه هوکړه یا پلان شتون نه لري.»

د پاکستان د‌پوځ د معلوماتو له مخې، عاصم منیر دمګړی په لیبا کې دی او نوموړي د خپل سفر پرمهال له طرابلس سره د پاکستان پر ژمنو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر سږکال دوه ځله امریکا ته سفر کړی او په جون میاشت کې یې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره وکتل. د پاکستان د پوځ مشر د روان کال په اګسټ میاشت د دوهم ځل لپاره هم امریکا ته سفر وکړ او دغه سفر یې د اسلام اباد او واشکنټن ترمنځ د اړیکو «نوی فصل» وباله.