• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د دایکندي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک کړ

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د دایکندي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د یوه افغاني شرکت سره د دېرشو کلونو لپاره لاسلیک کړ. یاد شرکت به د اکتشاف او استخراج په برخو کې ۲۸۳میلیونو افغانیو په ارزښت پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن شنبه، د لیندۍ ۲۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې ددې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د دې تړون په لاسلیک سره به د عوایدو سربېره د سیمې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي او دغه راز به د مرمر ډبرو پروسس په هېواد دننه ترسره شي او له پروسس وروسته به بهرنیو هېوادونو ته صادرې شي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې دا به له ۲۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د سیمې خلکو ته به د ټولنیزو چوپړتیاوو په برخه کې هم کار وکړي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

مرزایف: افغانستان باید په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې فعاله برخه ولري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف د "منځنۍ اسیا + جاپان" لومړنۍ سرمشریزې ته په وینا کې د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګډو اقداماتو اهمیت یاد کړ او د جاپان له اوږدمهاله مالي او پراختیایي ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر شاوکت میرزایف د جاپان په توکیو کې د "منځنۍ اسیا جمعه جاپان" لومړنۍ سرمشریزې پر مهال وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي افغانستان په سوله ییز، مستحکم او پراختیايي لوري کې وویني.

هغه د جاپان له دوامداره موقف څخه قدرداني وکړه چې د افغان ولس د ملاتړ په برخه کې یې د کلونو راهیسې مهم رول لوبولی دی.

میرزایف زیاته کړه: «زه باوري یم چې زموږ ګډې هڅې به د افغانستان د خلکو د ژوند کیفیت، د بنسټیزو زیربناوو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم مثبت اغیز ولري او دغه هېواد به په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې فعال ګډون ولري.»

ولسمشر د منځنۍ اسیا د هېوادونو او جاپان تر منځ د همکارۍ د پراختیا لپاره د څو کلونو پلانونه وړاندې کړل، چې پکې د اقلیم ساتنې، انرژۍ بدلون، ترانسپورت او ښوونې برخې شاملې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د جاپان صنعتي او ټیکنالوژیکي ظرفیتونه د سیمې په پراختیایي پروژو کې د پام وړ اغیز لرلی شي او د سیمه ییزو اقتصادي همغږیو د پیاوړتیا لپاره به د ګډو ابتکاراتو ملاتړ وشي.

ولسمشر میرزایف پای کې وویل چې د دې اقداماتو عملي کول به د منځنۍ اسیا او جاپان تر منځ د ډیالوګ کیفیت لوړ کړي او د هېوادونو او خلکو د ګډ پرمختګ لپاره به زمینه برابره کړي.

نورالحق انور: په ټول هېواد کې د افغانۍ بشپړه کارونه د اقتصادي خپلواکۍ څرګنده نښه ده

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور، وایي چې په ټول افغانستان کې د راکړې ورکړې لپاره د افغانۍ بشپړه کارونه د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ، ولسي باور او سرتاسري حاکمیت څرګنده نښه ده.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي په ایکس لیکلي چې د طالبانو د اوسني واکمنۍ پر مهال، دا لومړی ځل دی چې «په ټول هېواد کې، که هغه ښارونه وي که کلي، حکومتي معاملې وي که عادي، لویې وي که کوچنۍ، ټولې په افغانیو تر سره کېږي».

هغه یادونه کړې چې په تېرو څلورو لسیزو کې، په ډېرو ولایتونو کې بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلداره، په پراخه کچه کارېده او په ځینو سیمو کې خو د افغانۍ کارونه «عرفاً ممنوع او ناچل» وو.

د نوموړي په وینا، په تېرو شلو کالو کې په لویو ښارونو کې زیاتره لویې معاملې په امریکایي ډالرو ترسره کېدې.

د چارو ادارې مشر زیاتوي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د افغانۍ پرته د بلې کرنسۍ یادونه هم د خلکو له جدي غبرګون سره مخ کېده، چې دا د ملي اسعارو پر وړاندې د ولسي حساسیت څرګندونه کوي.

د نورالحق انور په باور، په ټول هېواد کې د خپلو ملي اسعارو چلند «د بشپړې خپلواکۍ، سرتاسري حاکمیت، اقتصادي کفایت، ولسي باور او د اقتصادي چارو د سالم مدیریت» له مهمو نښو څخه دی.

د چمن سوداګر: د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۰
100%

په چمن کې سوداګرو د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په ګډون د مرکزي حکومت له چارواکو سره کتلي او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي.

د چمن سوداګرو نن د جمعې په ورځ د لېندۍ ۲۸مه په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان په ګډون، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق او د سوداګرۍ په چارو کې د لومړي وزیر د سلاکار سره کتلي دي.

دغو سوداګرو له پاکستاني چارواکي څخه غوښتنه کړې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره تړل شوي ټولې لارې دې د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چمن د سوداګرو سره یې د دروازو د تړلو له امله د جدي ټولنیزو، اقتصادي اغېزو په ګدون سوداګرو ته د اوښتو مالي زیانونو، د صادراتو د خنډونو او بې کارۍ کچې زیاتوالي په تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ویلي، چې د پاکستاني سوداګرو سره د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو ملاتړ ته دوام ورکوي، خو له افغاستان سره د د سوداګریزو دروازو خلاصول د وزارت له صلاحیت څخه لوړ دي.

پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ حجم صفر شوی دی او هره ورځ نږدې څلور میلیونه ډالره زیان وراوړي.

افغانستان ته د سویلي خراسان صادرات د وارداتو پرتله ۳۰ برابره زیات شوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۵ GMT+۰
100%

د ایران د بېرجند د سوداګرۍ خونې مشر افغانستان ته د ۳ مېلیارد ډالرو په ارزښت د دغه هېواد صادراتو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان ته د سویلي خراسان ولایت صادرات د وارداتو پرتله ۳۰ برابره زیات شوي دي.

د بېرجند د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مشر علي رضا خامه‌زر د سویلي خراسان اقتصادي او صادراتي ظرفیتونو په اړه ویلي:« دغه ولایت شاوخوا ۱۷زره کیلومتره سړکونه لري؛ خو د دغه زېربنا کیفیت کمزوری شوی او د اورګاډي پټلۍ یوازې د یاد ولایت یوه محدوده برخه پوښي. دغه شرایطو زموږ ولایت د افغانستان سره د ماهیرود پولې ته د هېواد د صادراتي توکو لپاره د ټرانزیټ لاره ګرځولې ده.»

هغه زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې افغانستان ته صادرات د ۲.۵ او ۳ مېلیارد ډالرو ترمنځ وو؛ په‌داسې حال کې چې له دغه هېواده د ولایت واردات له ۱۰۰ مېلیون ډالرو کم دي.
د هغه په وینا؛ دوی غواړي د افغانستان د کرنیزو ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړي، په ځانګړې توګه د جوارو، سویابین، وربشو، لوبیا، د غوړیو تخمونو او پنبې په څېر محصولاتو تړونونه لاسلیک کړي.

هغه وایي، د ماهیرود-فراه د سرحدي سړک ۱۱۷ کیلومتره پروژه، چې له څه مودې راهیسې په ټپه درېدلې وه؛ اوس په‌کې پرمختګ شوی. له بل پلوه د ایران د سویلي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي تېره ورځ ویلي و، ایران د روان کال له پیله تر تلې میاشتې پورې افغانستان ته شاوخوا ۳.۵ مېلیون ټنه توکي صادر کړي چې ارزښت یې نږدې ۱.۱ مېلیارد ډالرو ته رسېږي.

هاشمي ایراني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، له دغه شمېرې څخه تر ۱.۵ مېلیون ټنو زیات توکي یوازې د ماهیرود سرحدي بندر له لارې افغانستان ته صادر شوي چې مالي ارزښت یې شاوخوا ۳۸۰ مېلیون ډالرو ته رسېږي.

طالبانو له قزغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویلي، چې دوی له قزغزستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا او مالي همکاریو د زیاتېدو په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامداره اړیکو پر لرلو ټينګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) ویلي، چې له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامداره اړیکو غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی د قرغزستان له جمهوري دولت سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه منظمې بانکي اړیکې رامنځته کړې دي.

د خالد په خبره، د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د قرغزستان د مالیې وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي هم په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو د پراخېدو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د طالبانو د افغانستان بانک مسوولینو دا هم ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو لورو تر منځ د چارو د تعقیب او پرمختګ لپاره د تخنیکي کمېټو پر جوړېدو هم هوکړه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه هېواد بانکي سیستم له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوی او له امله یې سوداګریز بهیر اغېزمن او سوداګر یې سخت اندېښمن کړي دي.