• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پوتین ځانګړی استازی میامي ته روان دی څو له ویتکوف او کوشنر سره وګوري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۵ GMT+۰

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی کیریل دیمیترییف د امریکا متحده ایالاتو ته روان شوی، څو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو ویتکوف او د هغه له زوم کوشنر سره وګوري.

یوې روسۍ سرچینې، چې د دې سفر په اړه معلومات لري، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه لیدنه به د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې ترسره شي. د سرچینې په وینا، په دې سفر کې له اوکرایني لوري سره د درې‌ اړخیزو خبرو یا تماسونو کوم پلان نشته.

تر اوسه د دغې لیدنې د اجنډا په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي، خو دا سفر د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو د حساسو شرایطو پر مهال ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې
۱

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۲

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

پوتین: د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو طرحه په ښکاره ډول غلا ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپايي ټولنې پر هغې جنجالي طرحې سختې نیوکې کړي چې غواړي د مسکو کنګل شوې شتمنۍ د اوکراین په ګټه وکاروي. هغه ویلي، د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو طرحه په ښکاره ډول غلا ده.

ولسمشر پوتین دا کار په ښکاره توګه غلا وبلله او خبرداری یې ورکړ چې د دې طرحې احتمالي پلي کېدل به د غلو لپاره جدي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه چې که اړتیا وي روسیه به د خپلو ګټو د دفاع لپاره په دې برخه کې له قضایي لارو کار واخلي.

د اروپايي اتحادیې مشرانو د لیندۍ په ۲۸مه په بروکسل کې پر دې هوکړه وکړه چې اوکراین ته به د ۱۰۶میلیارده ډالرو بې‌سود پور ورکړي، خو د دې سرچینو د برابرولو لپاره د روسیې د کنګل شوو شتمنیو د کارولو په اړه خبرې ناکامې شوي دي.

ټرمپ: د ونزوېلا د تیل وړونکو بېړیو درول کېدای شي جګړه راولاړه کړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له یوې رسنۍ سره په مرکه کې د ونزوېلا سره د احتمالي جګړې امکان رد نه کړ او ویې ویل چې د ونزوېلا د تیلو وړونکو بېړیو ودرول کېدای شي د جګړې سبب شي.

هغه د این بي سي نیوز شبکې سره په خبرو کې په دې اړه ډیر جزییات ورنکړل، خو بیا یې په څرګنده ټینګار وکړ چې داسې امکان شته.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د هغو تحریم شویو تیل وړونکو بیړیو د «محاصرې» حکم ورکړ چې د ونزوېلا څخه تګ راتګ کوي. د امریکا چارواکو په خبره دا اقدام د ونزوېلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د فشار زیاتولو لپاره شوی دی. همداراز امریکا په دې وروستیو کې یوه تیل وړونکې بېړۍ چې د ونزوېلا په نږدې سیمو کې توقیف شوې وه، ضبط کړېده.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د تیل وړونکو بېړیو توقیف به روان وي او نورې بېړۍ به هم ضبط شي. په ورته وخت کې هغه د دې پوښتنې په اړه چې ایا د واک څخه د نیکولاس مادورو لرې کول د واشنګټن وروستۍ موخه ده که نه، ډاډمن ځواب ورنه کړ.

طالبانو په ژمي کې د برېښنا د کمښت د ستونزې پر کمولو ټینګار کړی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۰
100%

که څه هم ډېری هېوادوال د ژمي په موسم کې د برېښنا د کمښت له ستونزو سره مخ دي، خو د طالبانو د برېښنا شرکت مشر په ژمي کې د برېښنا پر چمتوالي ټینګار کړی دی. عبدالباري عمر له خپلو کارکوونکو غوښتي، چې خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې بېړني ګامونه واخلي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) ویلي، چې د دوی اجراييوي مشر عبدالباري عمر له خپلو کارکوونکو سره په یوه ناسته کې غوښتنه کړې، چې «پېرودونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو، ژمي ته د چمتووالي پر نیولو، د شبکې تخنیکي اصلاحاتو لپاره د ګړندیو ګامونو پورته کولو، خپلو دندو کې د اخلاص له‌مخې د خلکو خدمت» وکړي.

عمر د عوایدو پر راټولو، پر پوړوړو پېرودونکو د لګښتونو د پيسو پر تحویلۍ او د ناقانونه برېښنا کارونې پر مخنیوي ټينګار کړی.

خلک شکایت کوي، چې ډېری مهال په ولایتونو او لرو سیمو کې د ژمي د سړې څپې په را رسېدو زیات مهال برېښنا نه وي او دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

طالبانو له ایراني چارواکو سره د خوړو او درملو د وارداتو بهیر د اسانه‌کولو په اړه خبرې وکړې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د مرستیال حمدالله زاهد په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی او له ایراني چارواکو سره یې د خوړو او درملو د وارداتو د بهیر د اسانه‌کولو په تړاو خبرې کړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) ویلي، چې د دوی د خوړو او درملو د مرستیال وزیر حمدالله زاهد په مشرۍ يوه پلاوي په ایران کې د روغتیا وزارت له چارواکو سره لیدلي دي.

طالبانو زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د تجربو د شریکولو، د لاسلیک شویو هوکړه‌لیک د عملي کولو او د درملو د وارداتو بهیر پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.

دا مهال ډېری هېوادوال د خوړو او درملو د ټیټ کیفیت په اړه شکایت کوي او وايي، چې د بې‌کیفیته درملو له کبله یې ډېری ناروغان تر مرګ پورې رسېدلي دي.

خو د طالبانو مرسیتال ویاند حمدالله فطرت نن د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د باکیفیته درملو د واردولو په برخه کې جدي دي او په ټولو پولو کې به لابراتوارونه فعاله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو تر بندیز وروسته د درملو واردوونکو ته سپارښتنه شوې، چې د درملو د واردولو لپاره بدیلې لارې ولټوي. په همدې حال کې د طالبانو اړوندې ادارې هم هڅه کوي، چې په افغانستان کې د درملو د کمښت ستونزې ته رسېدګي وکړي او د قاچاقي او بې‌کیفیته درملو مخنیوی وکړي.

یادې ډلې څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې په کابل کې د یوه خصوصي شرکت مسوولانو ویلي چې د یوه معتبر هندي شرکت د څانګې په پرانېستل کېدو سره له هند څخه افغانستان ته د درملو واردات په رسمي ډول پیل شوي دي. د یاد شرکت په وینا، په لومړي پړاو کې د ۲۵ قلمه درملو واردات پیل شوي.

طالبان په اسلام کلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو او لابراتوارونو ارزونه کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن په مشرۍ د کابینې یوولسمه غونډه کې د هرات اسلام کلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې او نوي کابل د ابادۍ په اړه بحث شوی. په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د بندرونو د لابراتوارونو ارزونې پایلې به ریاست الوزرا ته وړاندې شي.

د طالبانو د چارو ادارې نن یکشنبه، د لیندۍ ۲۴مه په اېکس کې لیکلي، چې د ارزونې د پایلو له شریکولو وروسته به عملي ګامونه واخیستل شي.

همداراز په دې ناسته کې د نوي کابل په اړه بحث شوی، چې له پلان سره سم یې د ابادۍ چارې پرمخ یووړل شي او نورې ادارې د طالبانو له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې نه دي ویل، چې په بندرونو کې د بېلابېلو سوداګریزو توکو د لابراتوارونو ارزونه د کومو دلایلو له مخې کیږي.