د طالبانو د امربالمعروف ریاست: په فاریاب کې د دوو نجونو د جبري ودونو مخه نیول شوې ده

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، چې د یاد وزارت ریاست په فاریاب کې د دوو نجونو د جبري ودونو مخه نیولې ده. سیف الاسلام خیبر وايي، چې په قیصار ولسوالۍ کې یې د جبري نکاح او په چهار باغ ولسوالۍ کې یې یوه بوډا ته په جبر د نجلۍ د ودولو مخه نیولې ده.