د ټرمپ او سټارمر ټلیفوني اړیکه؛ کرملین د وړاندیزونو بدلون ونهمنله

په داسې حال کې چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوې دي، د برېتانیا لومړي وزیر او د امریکا ولسمشر د سولې په بهیر خبرې وکړې. په ورته وخت کې، روسیې اعلان کړی چې د اروپا او اوکراین وړاندیز شوي بدلونونه په امریکايي پلانونو کې د سولې لیدلوری نه ښه کوي.
