د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي د سالنګ لويې لارې د پرانېستلو هڅې روانې دي

د طالبانو د ټولګتو وزارت وايي، چې د سالنګ لویې لارې د پرانېستلو لپاره د واورې پاکولو بهیر روان دی او د هوا په سمېدو سره به د لارې پر دواړو خواوو بندو پاتې وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن یکشنبه، د لیندۍ ۳۰مه په اېکس کې له مساپرو او موټر چلوونکو غوښتنه کړې ده، چې له اړتیا پرته دې له یاد مسیره نن شپه له تګ راتګ په کلکه ډډه وکړي.