• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سویل افریقا په جوهانسبورګ کې په ډزو ۱۰ کسان وژل شوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۲ GMT+۰

د سویل افریقا رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ، د سویل افریقا د جوهانسبورګ په لویدیځ کې د بیکرزدال په ښارګوټي کې د ډزو په یوه پېښه کې لس تنه وژل شوي دي.

د (SABC News)په راپور کې راغلي، د بیکرزدال ښارګوټي کې د ډزو پېښه د لسو کسانو د وژلو سبب شوې ده، خو د پېښې بشپړ جزیات ندي ترلاسه شوي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

امریکا مېشتي افغانان: د یو افغان جرمي کړنې له امله باید په ټولو افغانان قضاوت ونشي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
100%

په امریکا کې مېشت افغانان اندېښمن دي چې د یوه افغان د جرمي کړنې له امله ټول افغانان له تبعیض او زیان سره مخ نه شي. همدا ډول هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، بې برخليکه پاتې شوي دي.

په متحده ایالاتو کې هغه افغانان چې د تېرو شاوخوا شلو کلونو جګړې په ترڅ کې یې له امریکايي سرتېرو سره همکارۍ کړې، د تېرې میاشتې په ملي ګارد باندې له خونړي پېښې ورسته سخت اندېښمن شوي.

۳۱کلن افغان، چې د امریکا د شین کارت لرونکی دی، وایي: «ټول خلک وېرېدلي دي. موږ وېرېږو چې د یوه افغان د کړنې له امله به موږ ونیول شو یا به په موږ قضاوت وشي.».

په دغه پېښه کې د یو افغان تبعه له خوا د ویسټ ورجینیا ملي ګارد ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بېکستروم ووژل شوه، او بل سرتېری، اندرو وولف، سخت ټپي شو.

د پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د «دریمې نړۍ هېوادونو»، چې افغانستان هم پکې دی، کډوالي ودرول شي.

افغانان اوس وېرېږي چې کېدای شي بیرته هغه هېواد ته واستول شي چې د طالبانو تر واک لاندې دی.

مریم، ۲۷ کلنه افغانه چې په کابل کې یې د امریکا سفارت لپاره د زده‌کړې پروژو کې کار کوه، د خپلې وېرې حال داسې بیان کړ: «ما په امریکا کې خپل کور جوړ کړی، اوس دا زما کور دی. که له دې ځایه لاړه شم، باید چیرته لاړ شم؟ کله چې ویده شم، زړه مې ډېر درد کوي او داسې احساس کوم چې هېچا پورې اړیکه نه لرم.»

هغې زیاته کړه چې د طالبانو د منفي تصویر د وړاندې کولو مخنیوی یې په تعلیمي پروژو کې کړی و او د ښځو د حقونو د پراختیا لپاره یې هڅې کړي وې.

دغه افغانان اندېښنه لري چې که افغانستان ته بېرته واستول شي د طالبانو له خوا به ترې غچ واخیستل شي.

ایلن ماسک په تاریخ کې لومړنی کس شو چې شتمني یې ۷۰۰ میلیارد ډالرو ته ورسېده

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۹ GMT+۰
100%

د فوربس مجلې وايي، د امریکا یوې محکمې د ټېسلا د ونډو د اخیستلو پرېکړه بېرته ومنله، چې له امله یې د دې شرکت د مشر ایلن ماسک شتمني د جمعې په ورځ ۷۴۹ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه، دا په داسې حال کې ده چې دغه امتیاز، چې ۱۳۹ میلیارد ډالر ارزښت یې درلود، تېر کال لغوه شوی و.

د ایلن ماسک د امتیازي معاش کڅوړه، چې په ۲۰۱۸ کال کې طرحه شوې وه او هغه مهال یې ارزښت ۵۶ میلیارد ډالره و، د جمعې په ورځ د ډېلاویر ایالت د سترې محکمې له لوري بېرته فعاله شوه.

دوه کاله وړاندې، یوې ابتدایي محکمې دا د معاش کڅوړه «د نه منلو وړ» بللې وه او لغوه کړې یې وه.

خو د ډېلاویر سترې محکمې اوس ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د محکمې پرېکړه «ناسمه او ناعادلانه» وه.

ایلن ماسک دا مهال د نړۍ تر ټولو شتمن کس بلل کېږي، او د هغه د شتمنۍ او د ګوګل د شریک بنسټ‌اېښودونکي لاري پېج، چې په دې نوملړ کې دویم ځای لري، ترمنځ شاوخوا ۵۰۰ میلیارد ډالره توپیر شته.

زېلېنسکي: اوکراین او متحدین یې باید د امریکا په مشرۍ د سولې خبرو له بهیر څخه ملاتړ وکړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ویلي، کییف او اروپايي متحدین یې باید د امریکا په مشرۍ له روسیې سره د سولې له خبرو چې لا هم روانې دي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا، د پرمختګ د امکان په صورت کې به له مسکو سره د درې اړخیزو خبرو لپاره د واشنګټن له وړاندیز څخه هم ملاتړ کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) ویلي، د سولې خبرو اوسنی چوکاټ «د جنګېدو ارزښت» لري.

نوموړي همداراز څرګنده کړې: «که خبرې پایله ورنه‌کړي، نو موږ ټول به پر نورو لارو چارو هم فکر وکړو».

تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر ویلي و، که د امریکا په مشرۍ د اوکراین او روسیې تر منځ د سولې هڅې له بندښت سره مخ شي، اروپا اړه ده چې بیا ځلي له مسکو سره مخامخ خبرو ته کېني.

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوبله شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۱ GMT+۰
100%

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ژوبله شوې ده. دغه پېښه نن د «سنبرن فېسټیوال» له پیلېدو څو ساعته مخکې رامنځته شوې ده.

د هندي رسنیو د راپور له‌مخې، نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د «سنبرن فېسټيوال» ته د ګډون لپاره روانه وه، چې د لارې په اوږدو کې له یوې ټرافیکي پېښې سره مخ شوه. ویل کېږي مقابل لوری موټر چلوونکی د نشې په حالت کې موټر چلاوه.

ډاکټرانو د معایناتو له ترسره کولو وروسته یوازې د سر ضربه تشخیص کړې او ویلي یې دي، چې دومره جدي نه‌ده.

سره له دې چې ډاکټرانو نورا فتحي ته د ارام کولو سپارښتنه کړې، خو هغې ټينګار کړی چې په یاد فېسټيوال کې به هرومرو ګډون کوي او هغه فېسټيوال هم نن شپه ترسره کېدونکی دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه ۳۳ کلنه فلمي لوبغاړې په لومړي سر کې د یوې نڅاګرې په توګه راڅرګنده شوه او اوس په ځينو فلمونو کې یې هم کار پیل کړی دی.

امریکا د وېنزوېلا ساحل ته نږدې د تېلو یوه بله بېړۍ راوګرځوله

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۰
100%

امریکا پر وېنزوېلا د فشارونو د واردولو په لړ کې نن د دغه هېواد ساحل ته نږدې د تېلو لېږدونکې بېړۍ نیولې ده. د امریکا ولسمشر تر دې مخکې د وېنزوېلا حکومت د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په نوملړ کې شامل کړی و او ګواښ یې کړی و، چې د وېنزوېلا بېړۍ به نیسي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل، د امریکا ګډو ځواکونو د تېلو یوه بېړۍ چې په وېنزوېلا کې یې لنګر اچولی و، د دغه هېواد ساحل ته نږدې راګرځولې ده.

هغه زیاتوي: «امریکا به د بندیز لګول شویو تېلو د ناقانونه لېږد پر ضد خپله مبارزه روانه ساتي؛ هغه تېل چې په سیمه کې د نشه‌يي ترهګرۍ د تمویل لپاره کارول کېږي. موږ به تاسو ومومو او موږ به مو ودروو».

ډونالډ ټرمپ د تېرې سې‌شنبې په ماښام (د لیندۍ ۲۵مه) اعلان وکړ، چې امریکا د هغو تېل وړونکو بېړیو «بشپړ او هر اړخیزه محاصره» پیل کړې چې وېنزوېلا ته داخلېږي او یا له دې هېواد څخه وځي او همداراز یې د وېنزوېلا حکومت یې د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په نوملړ کې شامل کړ.

همدا پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د نیکولاس مادورو د حکومت پر وړاندې د ټرمپ پالیسۍ ته په اشارې سره د وېنزوېلا حکومت «ناقانونه» وباله. مارکو روبیو وویل، وېنزوېلا نه‌یوازې په سیمه کې د سولې لپاره له امریکا سره همکاري نه‌کوي، بلکې «د ترهګرو او جنایتکارو عناصرو لکه حزب‌الله او ایران» سره هم همکاري لري.