۲۰۲۵کال د یخچالونو ساتنې نړۍوال کال؛ ملګري ملتونه: یخچالونه د نړۍوال اقلیم لپاره حیاتي دي

ملګرو ملتونو ۲۰۲۵کال د یخچالونو د ساتنې نړۍوال کال اعلان کړ. یاد سازمان ویلي، یخچالونه د نړۍوال اقلیم د تنظیم او د تازه اوبو د برابرولو لپاره حیاتي اهمیت لري او د نړۍ په کچه د میلیاردونه انسانانو د ژوند لپاره اړین دي.
