د یوه هېواد د نوم او ملي هویت بحثونه ژبني یا اتنوګرافیک نه، بلکې سیاسي دي

د یوه هېواد د نوم یا نیشنلټۍ لکه افغان، جاپانی، ایرانی، جرمنی، امریکایی، انګلیس، پاکستانی او نورو په اړه چې ملي هویت ورته ویل کېږي، بحثونه سیاسي دي.

د یوه هېواد د نوم یا نیشنلټۍ لکه افغان، جاپانی، ایرانی، جرمنی، امریکایی، انګلیس، پاکستانی او نورو په اړه چې ملي هویت ورته ویل کېږي، بحثونه سیاسي دي.
دا ډول بحثونه د زړو متونو یا ادبیاتو پر بنسټ نه مطرح کېږي. هغه بحثونه چې د یو اصطلاح رېښې، تاریخي بدلونونه یا د خلکو اړیکې له نورو قومونو سره څېړي، سیاسي نه دي، بلکې د ژبپوهنې، اېتیمولوژۍ، اتنوګرافۍ، انترپولوژۍ او نورو علمي څېړنیزو برخو پورې اړه لري.
سیاسي بحث دا دی، چې هېوادونه څنګه جوړ او ولې د افغانستان نوم افغانستان او د افغانستان د اوسېدونکو لپاره د هویت (نیشنلټۍ) صفت افغان وټاکل شو؟
د هېواد جوړونې یا Nation States مفکوره د منځنیو پېړیو څخه راپدېخوا په اروپا کې موجود وو، خو دا مفکوره د ویستپالیه (Westphalia) له تړون څخه وروسته په ۱۶۴۸ز کال کې تقویه شوه. هغه وخت د بېلابېلو نژادونو، ژبو او ادیانو پیروان په یوې امپراتورۍ کې اوسېدل او فیوډالي سیستم حاکم و، چې د یو بل نه به بې ځایونه په زوره نیول ترڅو د خپل نفوذ ساحو ته وسعت ورکړي. جګړې تل د درېیو مهمو عاملونو لکه وېره، ګټې او عزت یا پرستیج ساتلو له امله رامنځته کېږي.
د تاریخ په اوږدو کې ډېرې امپراتورۍ په نړۍ کې تېرې شوې دي، لکه د احمد شاه بابا امپراتوري، د فارس امپراتوري، د روم امپراتوري، د سکندر مقدوني امپراتوري، د چنګېز خان امپراتوري او داسې نور. په نولسمه پېړۍ کې د عثمانیه، استرو-هنګري، روسیې، انګریزانو او مغلو امپراتوریو شتون درلود. د هغه وخت د پاچاهیو او امپراتوریو سرحدات معلوم نه و او څومره به یې چې زور رسېده، پرمختګ یې کولو او چې زور به یې ختمېده، امپراتورۍ او پاچاهۍ به وړې کېدې او لهمنځه تللې.
ولې د هېواد جوړونې مفکوره تقویه شوه؟ ځکه چې اروپایانو دېرش کاله د مذهب په نوم، کاتولیکانو (Catholics) د پروتستانتیانو (Protestants) پر وړاندې په خپل منځ کې سره جنګونه وکړل او زیات تلفات یې ولیدل. له هغه مخکې هالنډیانو هم اتیا کاله د هسپانیې د پاچا په پروړاندې جګړې کړې وې چې خپله ازادي واخلي. د دې لپاره چې په اروپا کې جګړې کمې شي، نو د ویستپالیه تړون اروپایانو په خپل منځ کې لاسلیک او هېوادونه رامنځته شول.
د هېوادونو د جوړونې لپاره د پاچاهانو تر منځ څلور مهم اصله په نظر کې ونیول شول:
حاکمیت؛ په یوه خاصه جغرافیه کې د مرکزي قدرت یا ادارې کنټرول،
سرحدات؛ د یو هېواد لپاره د مشخصو سرحداتو د جغرافیې درلودل او منل،
نفوس، او ګډ هویت د ژبې، کلتور، فرهنګ او تاریخ په اساس چې ملي هویت نوم ورته ورکړل شو.
د ویستپالیه له تړون څخه مخکې به واړه فیوډالان یا زورواکان د لویو فیوډالانو او امپراتوریو د اثر لاندې و او جزیه به یې ورکوله. کله چې د ولس ملاتړ د لویو او وړو فیوډالانو څخه مرکزي حکومتونو یا پاچاهانو ته شو، د هېواد جوړونې مفکوره په نولسمه پېړۍ کې رامنځته شوه او هېوادونه د نیشنلیزم په اساس جوړ شول لکه جرمني، ایټالیا او نور. البته د یادونې وړ ده، چې د فرانسې انقلاب د دغه نیشنلیزم او هېواد جوړونې په سرعت کې مهم رول درلود.
په دې توګه، د اروپایانو هېوادونه جوړ او خپل منځ کې سره سرحدات ومنل، تر څو د جګړو مخنیوی او د یو بل په حریم باندې تېرې ونهکړي. البته په دغه وخت کې د اروپایانو توجه د خپلمنځي جګړو څخه نورې نړۍ ته شوه چې د نړۍ بېلابېلې سیمې خپلې مستعمرې کړي. تقریبا ټوله نړۍ د اروپایانو د بېلابېلو هېوادونو مستعمره وه.
اروپايي استعماري قوتونو فورموله د یوې سیمې د تسخیر او اشغال لپاره تفرقه واچوه او حکومت وکړه، وه. په دې توګه دوی درې سوه کاله نړۍ په خپل منځ کې سره وجنګوله او د خپلو ګټو او قدرت د نفوذ لپاره یې بیا درې سوه کاله نور په بېلابېلو سیمو کې حکومت وکړ. کله چې د اروپايي امپراتوریو استعماري قوت مخ په کمزوري کېدو او ختمېدو شو، ګڼو سیمو ازادي واخیسته. په ټولو قارو کې ګڼ شمېر زاړه او نوي هېوادونه د ګډې جغرافیې، تاریخ، فرهنګ، ګټو او ژبو په اساس رامنځه شول.ځینې هېوادونه په زړو تاریخي نومونو پاتې شول او ځینې هېوادونو ته نوي نومونه ورکړل شول. د بېلګې په توګه د افغانستان د دوو ګاونډیانو نومونه ایران او پاکستان ایجاد شول. رضاشاه پهلوي خپل هېواد ته د ایران نوم په ۱۳۳۵ز کال کې انتخاب کړ، ځکه مخکې دغه سیمې ته فارس ویل کېده. د فارس د پخوانۍ امپراتورۍ په ساحه کې شمالي افریقا د نیل له سیند څخه نیولې تر منځني ختیځ، مرکزي اسیا، سوېلي اسیا او ان تر ترکیې او بالکان سیمو پورې شاملې وې. رضاشاه د دغه ټولو سیمو پاچا یا امپراتور نه و. هغه د یوې خاصې جغرافیې پاچا و او دغه ساحې ته یې ایران نوم کېښود. که هغه ځان ته د پارس، پاچا یا شاهنشاه ویلې، نو بیا خو د دې ادعا په دغه ټولو پورته سیمو وه او دې امکان نهدرلود چې هغه دا سیمې نیولې شولې.پاکستان همداسې په ۱۹۴۷ز کال کې ایجاد شو. خو هندوستان د خپل پخواني تاریخي نوم په اساس د هند یا اېنډیا په نوم هېواد پاتې شو. همداسې ازبکستان، ترکمنستان، قراقستان، تاجکستان، عراق، کویټ، متحدهعربي امارات، سعودي عربستان، اسراییل او په لسګونو نور هېوادونه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې په زړو او نویو نومونو رامنځته شول.استعماري قوتونو په خاصه توګه انګریزانو د خپل نفوذ او ګټو د ساتلو لپاره له اکثره ځایونو څخه چې دوی وتل، د هېوادونو د جوړولو وېش داسې وکړ چې په ډېرو سیمو کې چې ولسونو ګډه جغرافیه، ژبه، تاریخ او فرهنګ درلود، دا یې په دوه، درې یا څلورو ټوټو د بېلابېلو هېوادونو په منځ کې ووېشل لکه بنګالیان د بنګلهدېش او د هند د بنګال تر منځ، کشمیریان د پاکستان او هند تر منځ، پنجاب هم د هند او پاکستان تر منځ، پښتانه د افغانستان او پاکستان تر منځ، بلوڅان د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ، کردان د عراق، ایران، سوریې او ایران تر منځ او همداسې نورو سیمو کې.د ځینو هېوادونو تر منځ د سرحدي منازعاتو په اساس شخړې وشوې او یا اوس هم د تشنج په حال کې دي. د کشمیر په سر د هند او پاکستان جنګونه، د عراق او ایران تر منځ د شطالعرب د تنګي په مالکیت او نفوذ جګړه او د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند د فرضي کرښې په امتداد د پاکستان له جوړېدو څخه راپدېخوا د هر رژیم په دوران کې اخ او ډب شوی دی.د پورته تاریخي شالیډ په رڼا کې، د افغانستان د موجوده سیاسي جغرافیې تهداب د امیر عبدالرحمان په وخت کې کېښودل شو، چې د ډیورند فرضي کرښه د کرښې په نوم پاتې شوه او ډیمارکیشن یې بشپړ شوی نه دی. (په دې اړه نور دلایل هم شتون لري چې هغه د دې لیکنې برخه نه ده). د پاکستان له ایجاد څخه ټولو حکومتونو رسمي موقف همدا و او دی چې افغانستان د ډیورند فرضي کرښه په رسمیت نه پېژني. پاکستان یې د سرحد په نوم او افغانستان یې د فرضي کرښې په نوم یادوي. دا چې دا مسله څنګه حل شي، بېلابېل نظریات شتون لري او هغه به هغه وخت حل کېږي، چې افغانستان یو قوي، قانونمند او ولسواکه نظام ولري او بیا د وخت د شرایطو په اساس د دواړو خواو ولسونه پرېکړه وکړي. البته د افغانستان د ټولو رژیمونو او حکومتونو غوښتنه همدا وه او ده چې د ډیورند د فرضې کرښې لانجه باید د جنګ له لارې نه، بلکې د خبرو له لارې حل شي. دا هم جدا بحث دی خو دلته خبره د افغانستان او افغان ده.د امیر عبدالرحمان له وخت څخه راپدېخوا افغانستان د افغانستان په نوم د یوه خپلواک هېواد په توګه د نړۍ د ټولو هېوادونو او سازمانونو لهخوا پېژندل شوی هېواد دی او د دې هېواد اوسېدونکي د افغانانو په نوم یادېږي. په دې هېواد کې د بېلابېلو ادیانو، مذهبونو او قومونو موجودیت د افغانستان له افتخاراتو څخه دي او ټول په هېواد کې د قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق لري او درلودل. اکثریت پښتانه دي او اکثریت مشران هم پښتانه تېر شوي دي، خو په منځ منځ کې غېر پښتانه لکه حبیبالله کلکاني، ببرک کارمل، استاد برهانالدین رباني، حضرت صبغتالله مجددي او نور هم تېر شوي دي. اساسي قانون کې هم دا نه و چې پاچا یا د دولت مشر دې پښتون، معاونین دې تاجک، ازبک یا هزاره وي. دا فرهنګ د معامله ګرۍ و او په دې معامله ګرۍ کې د پښتنو له مشرانو څخه دا نور ډېر زرنګه و.هندوان او سکهان چې ډېر کم اقلیت و او دي، له هر چا څخه زیات په افغانانو ګران دي ځکه د هغوی افغاني حس او مینه د ستایلو ده او له ټولو څخه زیات افغانان هغوی دي. ځینې شاید دا فکر وکړي چې د افغانستان هندوان او سکهان له هند څخه افغانستان ته راغلي دي، دا سمه نه ده. د افغانستان هندوان او سکهان د همدې سیمې بومي اوسېدونکي دي. پر دې سربېره، داسې افغان به نه وي چې په ټولو قومونو کې دوستان، ملګري او خپلوان ونه لري.دا چې د چا خوښه وي او که نه، دا نومونه په لاندې دلایلو د بدلېدو نه دي:د افغانستان نوم د نړۍ په کچه یو منل شوی نوم دی. په نړۍ کې د خراسان او هزارستان په نومونو هېوادونه شتون نهلري. په دې هم بحث نه کوو چې پښتون، تاجک، ازبیک، هزاره او نور قومونه چې کومه ژبه وایي د هغه قوم پورې ځان منسوبوي، یا ژبه یوازې د قومیت معیار نه بلکې د افهام او تفهیم وسیله په یوه خاصه جغرافیه کې ده ځکه ډیر کسان چې په یوه جغرافیه کې اوسیږي، د یو قوم پورې تړاو نه لري، خو د هغه جغرافیي د قوم ژبه وایي. لکه هرات کې ۶۰سلنه پښتانه، دري/پارسي وایي. (دا برخه د ژبپوهنې، ایتومولوژي، اتنوګرافې، انتروپولوژي او نورو تحقیقي دسپلینونو کار دی)له بله پلوه د قوم پا مذهب په نومونو کوم هیوادونه لکه ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، پاکستان، هند او نور شتون لري، هغه مستقل هیوادونه دي. نور قومونه او مذاهب هم هلته شتون لري، خو د یو قوم د اکثریت وګړو په اساس د هغه هیوادونو نومونه ټاکل شویدي. هند کې مسلمانان ډیر زیات دي، خو د هند نوم د هندویزم په اساس ټاکل شویدی ځکه هلته اکثریت هندوان دي. ډیر پخوا د افغانستان سیمې ته د کابل پادشاهي(Kingdon of Kabul) هم ویل کیدله. پدیتوګه، که څه هم د افغانستان او یا افغان د نومونو رېښه پخوانې ده او پښتنو ته راجع کیږي، خو د افغانستان د سیاسي جغرافیې د پیژندو نه راپدیخوا، د افغان کلمه یوازې د پښتنو لپاره نه ده استعمال شوې او د دې هیواد ټولو اوسیدونکو ته اطلاق کیږي. البته غیر پښتنو د افغان د کلمې نه سؤ استفاده کړیده ځکه په کابل کې به پښتنو ته افغان غول وایه، خو د هیواد نه بهر به ځانونه ته افغانان او پښتنو ته بدویان یا کوچیان ویل.پښتانه چې د افغانستان د نفوس اکثریت دي، ونشو کړې چې نور اقلیتونه ختم کړي، نو د نورو اقلیتونو یو محدود کسان هم په هیڅ صورت پښتانه ختمولې نشي. که د یو هیواد اکثریت ولس، یو نوم د خپل هیواد لپاره خوښ کړې وي او یا یې مني، نور هم باید هغه ومني لکه تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان او ازبیکستان، پاکستان، هند او نور. د اکثریب د خوښې نه په غیر، دا ممکن نه ده چې د افغانستان نوم په خراسان او هزارستان بدل شي.له بده مرغه، دغه کسان چې د قومي هویت او یا د هیواد د سیستمونو په اساس خپل بازار ګرم ساتلې دی، د خپل هیواد جغرافیه هم سمه نه پيژني. اکثریت یې د افغانستان ټول ولایتونه هم نه دي لیدلي او هوایي خبرې کوي. د افغانستان په داخل کې یو شمیر زیاتو ولایتونو او سیمو کې یوازې پښتانه اوسیږي او نور قومونه نشته دی، خو په زیاتو نورو ولایتونو کې ټول قومونه سره مکس یا ګډ پراته او ژوند کوي. دا امکان نه لري چې د یو قوم په نوم دې یو ولایت یاد شي. بدخشان به بدخشان وي، هرات به هرات وي، بلخ به بلخ وي، کندوز به کندوز وي، پنجشیر به پنجشیر وي، بامیان به بامیان وي او داسې نور.که څوک غواړي چې دا نومونه بدل کړي، باید درې سوه کاله جنګونه وکړي، خاصه جغرافیه ونیسي، د نورو قومونو کسان د هغه سیمو نه وکاږي، ګډ اقتصاد پیدا کړې، ګډهویت رامنځته کړي او داسې نور، دا اصلا امکان نه لري ځکه د افغانستان د تجزیه کیدو سره، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان هم باید تجزیه شي تر څو د قوم او ژبې په نومونو د هیوادونو برخلیک او سرحدات د نوې جغرافیې په اساس رامنځته شي. د افغانستان د موجود جغرافیې په چوکاټ کې افغانستان هیڅکله سره بیلدلې نشي. که د افغانستان د تجزې امکان وې او یا د افغانستان تجزیه د ګاونډیانو د تجزې باعث نه ګرځیدله، نو افغانستان به اوس وخته تجزیه شوې وې. ځکه وایم چې د افغانستان تجزیه امکان لري او همدا د افغانستان په نوم هیواد به تل ځلییږي لکه ستوری د اسمان او څوک چې په دغه جغرافیه کې اوسیږي، افغانان دي او اکثریت مطلق د ټولو قومونو ځآنونه ته اوس هم افغانان وایي په غیر د محدود کسانو نه.سوال دا دی چې یوه مسله چې د هغې د تغیر امکان شتون نه لري او اکثریت ولس یې نه مني ، محدود کسان چې په بیلابیلو قومونو پورې ځانونه تړي او په واقعیت کې دوی د هیڅ قوم استازي هم نه دي، ولې دوی د تفرقې مسایل مطرح کوي، ګټه او تاوان یې چاته دی؟که اکثره دا کسان په سمه توګه مطالعه کړې، دوی د خپل ولس په منځ کې ځای نه لري او ډیرو ته چې پخوا د خدمت موقع مساعد شوې هم ده، خپل قوم ته یې خدمت نه دی کړې بلکې خپل جیبونه یې ډک کړیدي او د نورو حق یې خوړلې او فساد کې غرق و. د خپل قوم په نوم یې امتیاز اخستې خو خپل قوم ته یې خدمت نه دی کړې. اوس د تیرې سابقې په اساس، د افغانستان د ژغورنې او خپل ولس ته د خدمت کولو اجندا نه لري، زیات یې بیکاره هم دي او کار هم نشي کولې، نو دوی سره بله سوژه نشته په غیر د دې نه چې نفاق ته لمن وهي، قومي، سمتي او ژبني مسایل مطرح کړي. په دې توګه دوی غواړي چې سیاسي فضا ملوث او ځینې یو شمیر پروژې واخلي. د ټرمپ د راتګ سره ښه دی چې د پروژو لویه برخه دریدلې ده او ځینې به یو څه وخت دا چیغې ووهي او اخر به بیا پېښمانه وي ځکه هم به د بهر ملکونو د ژوند نه وروسته پاتې وې او هم به یې په خپلو خلکو او وطن کې ځای ورک وي. د ځینو خبرو ته که ښه ځیر شي نو اکثره یې په رواني مریض اخته ښکاري او غواړي چې نور هم د ځانونو سره مریضان کړي.دوی له یوې خوا د طالبانو په ضد څرګندونې کوي او ټولو پښتنو ته طالبان وایي، خو د همدوي دا ناقص روایتونه او څرګندونې طالبان تقویه کوي او د هغوي د حاکمیت د دوام باعث ګرځي ځکه دوی کوښښ کوي چې ولس ته دوه بدیلونه وښایي چې یو یې طالب او بل د دوی غلط روایتونه، پخوانې ایکسپایر شوې منفورې څیرې چې د جمهوریت د سقوط باعث شویدي. ولس د پاڼ او پړانګ تر منځ واقع کیږي او د شنو پړانګانو نه ورته پاڼ یعنی طالب ښه ښکاري.دا کسان اصلا د طالبانو ایجنټان دي. ښکاره ثبوت یې دا دی چې دوی تر څو میاشتو مخکې پورې ستوني شکول چې پاکستان د طالبانو حمایت کوي او طالبان پاکستانیان دي. کله چې پاکستان دوی ته شوړه یا طمع ورکړله، اوس وایي چې د پاکستان قوت زمونږ قوت دی، پاکستان د دوی دوست هیواد دی او دوی به د پاکستان هر څه ومني که پاکستان د دوی سره د طالبانو په چپه کولو کې مرسته وکړي.اخرې خبره دا ده چې دوی اوس د چا ایجنټان دي، د پاکستان او که د طالبانو؟ که که د طالبانو ایجنټان دي، خاتمه یې خرابه ده او که د پاکستان ایجنټان شي، بیا هم خاتمه یې د خرابو نه خرابه ده.د یادونې وړ ده، چې معتصبه کړۍ او افراد په ټولو قومونو کې شتون لري او زما قضاوت دلته د ټولو قومونو د متعصبو کړیو په هکله دی، ځکه دا بېحاصله خبرې او د یو بل پر ضد جبهه نیول د افغانستان او افغانانو لپاره څه ګټه نهلري.