په کابل کې د دیني عالمانو د غونډې پرېکړې به سوله راولي؟

تېره اونۍ په کابل کې د طالبانو له خوا رابلل شوې او د شاوخوا زر افغان دیني عالمانو په ګډون جوړه شوې غونډه او پرېکړې یې په افغانستان او پاکستان کې د جدي بحثونو موضوع ګرځېدلې دي.
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

تېره اونۍ په کابل کې د طالبانو له خوا رابلل شوې او د شاوخوا زر افغان دیني عالمانو په ګډون جوړه شوې غونډه او پرېکړې یې په افغانستان او پاکستان کې د جدي بحثونو موضوع ګرځېدلې دي.
په دغو پرېکړو کې، چې د دیني فتوا حیثیت لري، په درېیمه پرېکړه کې مهم ټکي دا راغلي دي چې چون اسلامي امارت ژمنه کړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه به د کوم بل هېواد پر ضد استفاده نه کېږي، نو دا خبره پر ټولو مسلمانانو واجبه ده چې هغوی دې د افغانستان له خاورې څخه کوم بل هېواد ته د ضرر رسولو په موخه استفاده ونه کړي.
د دغې پرېکړې نه سرغړوونکی که هر څوک وي، هغه به نافرمان او سرکش وګڼل شي او اسلامي امارت به د هغوی پر ضد د ګام اوچتولو حق ولري. په څلورمه پرېکړه کې راغلي دي چې لکه څنګه چې د شرعي امیر له خوا هېڅ یو افغان ته د هېواد نه بهر د پوځي فعالیت اجازه نه لري، کوم څوک چې د دې پرېکړې نه سرغړونه وکړي، نو باید اسلامي امارت د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
که څه هم په دغو پرېکړو کې د ټي ټي پي نوم نه دی اخیستل شوی، خو بیا هم دا خبره څرګنده ده چې د دیني عالمانو د غونډې دغه پرېکړې په غیرمستقیمه توګه د پاکستان د هغو اعتراضونو په ځواب کې شوې دي چې هغه یې په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټو ځایونو په اړه کوي.
طالبانو له خپله اړخه د پرېکړو د سند په فورمولبندۍ کې دقت کړی دی چې پاکستان او ټي ټي پي دواړه راضي وساتي.
په دې پرېکړو کې پاکستان لپاره پیغام دا دی چې په اسلامي امارت کې د زر تنو دیني عالمانو فتوا د شرعي حکم حیثیت لري، نو هغه باید اوس قناعت وکړي چې طالبانو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کېدونکو فعالیتونو د مخنیوي په اړه جدي دریځ غوره کړی دی.
له بلې خوا د ټي ټي پي لپاره هم باید دا خبره د ډاډ وړ وي چې یو خو په پرېکړو کې د ټي ټي پي نوم نه دی اخیستل شوی، نو دا حتمي نه ده چې پورته ذکر شوې پرېکړې د ټي ټي پي په اړه وي، او بله خبره دا ده چې دغه پرېکړې د طالبانو د امارت کوم رسمي تصمیم نه دی، دا محض په اصطلاح د ازادو دیني عالمانو نظر دی او حتمي امر خو په وروستي تحلیل کې د امیر دی. نو لکه څنګه چې پښتانه متل کوي، نه سیخ وسوځي او نه کباب؛ په دې ډول په لنډ مهال کې د دواړو فریقونو د ډاډ خیال په نظر کې ساتل شوی دی.
په کابل کې د دیني عالمانو د غونډې او د دغو پرېکړو اصلي موخه د هغه بنبست ختمول دي کوم چې په استانبول کې د پاکستاني جنرالانو او د طالبانو په خبرو اترو کې منځ ته راغلی و.
د استانبول نه وروسته د دواړو حکومتونو استازو د دسمبر د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په سعودي عربستان کې هم لیدنې کتنې کړې وې، خو په ظاهره د هغوی تر منځ کېدونکې خبرې اترې بېنتیجې پاتې شوې وې. البته د دې خبرې قوي احتمال شته چې د افغانستان د دیني عالمانو د غونډې د دایرولو او په هغې کې د پرېکړو له لارې د بنبست له منځه وړلو فکر په سعودي عرب کې کېدونکو مشورو په جریان کې زېږېدلی وي او بیا د طالبانو امارت هغه عملي کړی وي.
د پاکستان د وزارت خارجه رسمي ویاند په کابل کې د دیني عالمانو د غونډې پرېکړې یو مثبت ګام وبللو، خو زیاته یې کړه چې دا کفایت نه کوي او د طالبانو امارت باید پاکستان ته کتبي تضمین ورکړي چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر ضد استفاده نه کېږي. هغه د پاکستان د تشویش د توضیح په ضمن کې زیاته کړه چې پاکستان ځکه پر کتبي تضمین ټینګار کوي چې طالبان پخوا هم پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شوي نه دي.
پاکستان په خپلو اوسنیو تبلیغاتو کې فوکس د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي پر جګړهییزو فعالیتونو بندیز ته ساتلی دی، خو که چېرې د دیني عالمانو د غونډې او په هغې کې د پرېکړو وړاندیز رښتیا په سعودي عرب کې کېدونکو مشورو په جریان کې زېږېدلی وي او ترکیه هم په جریان کې وي، نو بیا دا امکان شته چې د پاکستان جنرالواکۍ په دغو پرېکړو قناعت وکړي.
تېره اونۍ په ترکمنستان کې چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر منځ کومه کتنه شوې وه، نو کېدای شي چې په هغې کې هم په دې اړه د نظر تبادله شوې وي.
خو که څوک د افغانستان په اړه د پاکستان د جنرالواکۍ د سیاستونو شالید وګوري، نو هغه دې نتیجې ته رسېږي چې پاکستان چې په عمل کې څه کوي، هغې ته پام وکړئ؛ هغه چې څه وايي، په هغه باور مه کوئ. ځکه چې د پاکستان افغان پالیسي ډېر ضدونقیض اړخونه لري. د بېلګې په توګه، په کومو وختونو کې چې د طالبانو د مشرتابه غړي په پاکستان کې اوسېدل، نو هغوی په پرېکړه کولو کې ازاد نه وو. د هغوی په هر تصمیم کې د پاکستاني جنرالانو نظر او اراده شریکه وه. د دغې اصل په رڼا کې که څوک په کال ۲۰۰۷ کې د ټي ټي پي د جوړېدو د پرېکړې ارزونه وکړي، نو هغه څنګه دا خبره منلی شي چې د پاکستان په داخل کې د پاکستاني اتباعو په ګډون د ټي ټي پي سازمان د پاکستاني جنرالانو د نظر، مشورې او اجازت نه بغیر جوړ شوی دی؟
په دې برسېره دوه نورې پوښتنې هم شته. لومړۍ دا چې د کال ۲۰۰۷ نه تر کال ۲۰۱۴ پورې د ټي ټي پي ټول زعامت په پاکستان کې اوسېده، خو د پاکستان امنیتي موسسو څنګه د ټي ټي پي د مشرتابه یو غړی هم نه توقیف کړای شو او نه یې ووژل شو؟ دویمه خبره دا ده چې په کال ۲۰۲۱ کې چې طالبانو په کابل کې واک تر لاسه کړ، نو پاکستان ولې د ټي ټي پي د زرګونو جنګیالیو پاکستان ته د راوستلو او مېشتولو پرېکړه وکړه او د دې کار لپاره یې د لسو میلیاردو بودیجه هم ځانګړې کړه؟ متأسفانه چې دا ټول د کاسو د لاندې نیمکاسې د ابرقدرتونو د لویو لوبو د نقشو برخه ده، چې د پښتون/افغان د وینو په بیه پلي کېږي.


په تېرو ۴۸ کلونو کې پاکستان د سیمې د جهادي او افراطي ډلو په واک کې د پام وړ نقش لوبولی دی. له مجاهدینو نیولې تر لشکر طیبه، جیش محمد، جیش العدل، طالبانو او ټي ټي پي پورې یې دا ډلې د خپلې ستراتیژیکو ګټو لپاره وکارولې؛ خو اوس معادله بدله ښکاري، دا مالکیت طالبانو تر لاسه کړی دی.
د پاکستان پوځ په سیمه کې د افراطي او جهادي ډلو د مالک پوځ په توګه ګڼل کېده او غربي بلاک همېشه د پاکستان دغه نفوذ ته په کتلو له هغوی سره معامله کړې ده، چې له مخې یې لسګونه کاله د پوځ د تمویل او دولتي پروژو د بقا لپاره غربي مرستې تر لاسه شوې دي.
د هند، چین، ایران او منځنۍ اسیا لپاره ګڼې وسله والې او افراطي ډلې د پاکستاني پوځ تر نفوذ لاندې زرغونې شوې او د بقا تر حده رسېدلې دي.
په افغانستان کې د مجاهدینو ډلې او ملاتړ د دې سبب ګرځېدلی چې غربي بلاک وتوانیږي د شوروي اتحاد لاسونه په افغانستان کې لنډ کړي او دا چاره د پاکستان له همکارۍ ناشونې وه.
طالبان چې د ۱۹۹۶–۲۰۰۱ کلونو په لومړۍ واکمنۍ کې د پاکستان ستراتیژیکه وسیله ګڼل کېدل، د ناټو په ملاتړ د جمهوري دولت پر وړاندې جګړه کې یې هم د پاکستان غښتلی ملاتړ له ځانه سره لاره او دغه ملاتړ دې ته زمینه برابره کړه چې د افغانستان جګړه نېږدې شلو کلونو ته وغځیږي او په پایله کې یې جمهوري دولت سقوط وکړ.
مګر وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او ګڼو سُني وسله والو ډلو له ملا هبت الله څخه ملاتړ وکړ او هغه یې د امیر په توګه ومانه، دې چارې پاکستان د افراطي ډلو د مالک په توګه له نړۍوالې معادلې څخه یو څه څنګ ته کړی دی.
دا ډار هغه وخت لا پسې زیات شول چې طالبانو د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له دولت سره ټي تي پي په کابل کې خبرو ته کېنوله.
مخکې له دې چې د پاکستان د افراطي او جهادي ډلو د مالکیت د لاسه ورکولو ډار ته تم شو، اړینه ده چې یو تاریخي شالید ته هم متوجې شو.
د کرزي او غني غوښتنې: “یا طالبان یا افغانستان”
د افغانستان د جمهوري دولت په دوره کې د پاکستان-طالبانو اړیکې تل د بحث او فشار په مرکز کې وې. د حامد کرزي او اشرف غني څرګندونې ښيي چې افغان حکومت په ښکاره توګه له اسلاماباد غوښتنه کړې وه چې یا له طالبانو ملاتړ وکړئ یا له افغانستان سره ودریږئ.
د افغانستان د جمهوري دولت پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۷ کال د فېبروري په ۲۸مه په کابل کې وویل: “پاکستان باید انتخاب وکړي چې له چا سره دی؟”
همدا راز د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه له یوې خونړۍ پېښې وروسته کرزي وویل: “پاکستان دې د سولې لپاره طالبان پرېږدي، که نه افغانستان به د ګاونډي دوهګوني پالیسۍ څخه د خلاصون لار ولټوي.”
همداراز له امریکا سره د امنیتي تړون د کړکېچ پر مهال حامد کرزي د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۶مه نېټه وویل: “پاکستان باید د افغانستان پر ضد د طالبانو ملاتړ پای ته ورسوي، ګني موږ به نړۍوالو ته شکایت وکړو.”
د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۲۶مه کرزي په لندن کې له نواز شریف سره په درې اړخیزه غونډه کې وویل: “پاکستان باید طالبان خبرو ته کینوي او تصمیم دې ونیسي چې رښتیا د سولې ملاتړی دی که نه؟”

د افغانستان د جمهوري دولت دویم او وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې په کابل کې وویل: “پاکستان باید پرېکړه وکړي چې د افغان دولت ملاتړی دی که د هغو وسلهوالو چې زموږ پر هېواد بریدونه کوي.”
هغه د ۲۰۱۵ م کال د می په ۹مه د پاکستان پارلمان ته په یوه وینا کې وویل: “موږ له پاکستانه د سولې په برخه کې عملي اقدامات غواړو… پاکستان باید د سولې او جګړې تر منځ انتخاب وکړي.”
د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د کیو سي جي په لومړۍ غونډه کې یې بیا هم پر پاکستان غږ وکړ: “وخت راغلی چې پاکستان یو واضح انتخاب وکړي.”
د کابل پروسې په لومړۍ غونډه کې چې د ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کې کابل کې ترسره شوه پکې اشرف غني وویل:“په سیمه کې څوک چې زموږ ګاونډیان دي، انتخاب دې وکړي چې د افغانستان سره په دوستۍ ولاړ دي که د تاوتریخوالي له ملاتړو سره.”
دې ته ورته څرګندونې په ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او په ۲۰۲۱ کال کې هم شوې دي، خو هېڅ ډول نتیجه یې نه ده ورکړې.
دغه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت تل هڅه کړې چې پاکستان د یوه شفاف او ټاکلي انتخاب په وړاندې عملي اقدام وکړي خو په پایله کې یې هېڅ ډول عملي اقدام ونه شو.
که څه هم پاکستان ته د جمهوري دولت پر مهال ډېر روښانه انتخاب وړاندې شوی و، خو پاکستان د دې لپاره چې د جهادي او افراطي ډلو مالکیت له لاسه ورنه کړي د افغانستان له جمهوري دولت سره همکاري ونه کړه.

د پاکستان تاریخي درد
د پاکستان لپاره نننۍ ستونزه له هغو وسلهوالو ډلو سره تړاو لري چې د افغان طالبانو د ملاتړ په موخه په خپله پاکستاني پوځ جوړې کړې وې.
دا ډلې اوس د ټي ټي پي په محور راټولې شوې دي، امکاناتو ته یې لاسرسی پېدا کړی، د جګړې لپاره یې یو اسلامي او قومي روایت ایجاد کړی او تر ډېره پورې بریالۍ دي.
اسلام اباد چې تازه یې په سیمه کې د وسله والو ډلو د مالکیت حس کم رنګی شوی، له هغه چا د مرستې غوښتونکی دی چې د دغو ډلو مالکیت یې تر لاسه کړی دی.
د پاکستان له لومړي وزیره نیولې، تر بهرنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز په وار - وار ویلي چې طالبان دې د ټي ټي پي ملاتړ بند کړي.
له وروستیو نظامي مداخلو، د ډېورنډ پر کرښې له جګړو سربېره د پاکستان لوی درستیز ویلي چې افغان طالبان یا باید جهادي ډلې انتخاب کړي او یا هم پاکستان.
د پاکستان لوی درستیز ځکه د ټي ټي پي پر ځای د جهادي ډلو کلیمه کاروي چې مساله له ټي ټي پي ډېره پورته ده. په حقیقت کې د پاکستان پوځ غواړي د جهادي او وسله والو ډلو مالکیت بېرته تر لاسه کړي تر څو له غربي او شرقي بلاک سره پرې معاملې وکړي، خو دا ځل اسلامي روایت او ملاتړ له ملا هبت الله او د هغه له پلویانو سره دی.
دا د پاکستان د ۴۸ کلن پلان د ماتېدو معنا لري، ځکه هغه ستراتیژیک نفوذ چې پاکستان د افراطي ډلو له لارې ساته، اوس طالبانو ته انتقال شوی دی.
که په لنډه یې ووایو، د پاکستان اصلي درد دا دی چې په تېرو ۴۸ کلونو کې یې د سیمهییزو افراطي ډلو مالکیت په لاس کې و او دا مالکیت اوس طالبانو ته تللی. د دې بدلون له امله، پاکستان اړ شوی چې په خپلو استراتیژیکو پلانونو، د امنیتي فشارونو او ډیپلوماټیکو هڅو کې بدلون راولي.

د ۲۰۰۷ کال اګسټ یوې پاکستانۍ چورلکې شاوخوا ۲۷بندیان دیره اسماعیل خان ته ولېږدول او وروسته واڼه ته وخوځېده، چې یو تن پکې خلیل حقاني و. حقاني تېر کال همدا ورځ په خپل وزارت کې د دا.عـ.ـش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر وواژه، خود پېښې مبهم اړخونه له یو کال تېرېدو وروسته لاهم روښانه نه دي.
د ۲۰۰۷ کال اګسټ میاشت د خلیل حقاني لپاره ټاکونکې ورځ وه، ځکه هغه د ټي ټي پي د یوې سترې یرغمل نیونې او تبادلې په پایله کې خوشې شو او بېرته د جګړې ډګر ته را وګرځېد.
د اسیرو پوځیانو او بندیانو د تبادلې په تړاو د پاکستان د ملي شورا پخواني غړي مولانا معراج الدین مسید په مشرۍ د مسیدو قبیلې د ۲۱ کسیزې جرګې د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د ټي ټي پي مشر بیت الله مسید د افغان او پاکستاني طالبانو د نه خوشې کولو په غبرګون کې درې تنه اسیر پوځیان ووژل او مړي یې د واڼه-جنډوله پر سړک وغورځول. مسید خبرداری ورکړ، چې «که بندیان را خوشې نه کړئ، موږ به هره ورځ دغسې ډالۍ در کوو ».
د ټي ټي پي یوه مهمه غوښتنه د خلیل حقاني او د حقاني شبکې د نورو غړو خوشې کول وو.
د پوځیانو له وژل کېدو وروسته حکومت خبرو اترو ته تیاری وښود. د پوځ او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د مسیدو طالبانو د اقتصادي چارو د مسوول مولوي معاویه وزیرګي په مشرۍ د سویلي وزیرستان په ډیله کې وشوې. ددې معاملې په ترڅ کې پوځ د وزیرستان یو شمېر قومي مشران،د حاجي خلیل الرحمن حقاني په ګډون ۴۳ طالبان، ډاکټر نصیرالدین حقاني، امیرخان حقاني، د اخترمحمد عثماني دوه وروڼه او مالي خان ځدراڼ خوشې کړل.
د ۲۰ طالبانو په لاس په سویلي وزیرستان کې د ۳۵۰ پاکستاني پوځیانو ډراماتیکې نیول کېدا او د خوشې کېدو په بدل کې د حقانیانو د یوې سترې ډلې خوشې کېدو، په خلکو کې دا شکونه پیاوړي کړل، چې دغه پېښه د حقاني شبکې د نیول شویو جګپوړو مشرانو د خلاصون یو دوه اړخیز پلان شوی عمل و.
په دې کلونو کې د امریکايي ځواکونو په لاس د هغه او د حقاني شبکې د نورو غړو د نیول کېدو او بګرام او ګوانتانامو ته د انتقال خطر و.
خلیل الرحمان حقاني چې تېر کال د ډسمبر په ۱۱مه د داعش یوه ځانمرګي بریدګر د کډوالو چارو وزارت په دننه کې وواژه، په۲۰۰۳ زیږديز کال کې پاکستاني ځواکونو نیولی او زندان ته اچولی و. خلیل حقاني د پېښور په بورډ، یونیورسټي ټاون، حیات اباد، کوهاټ روډ او څمکنیو کې د حقاني شبکې له مېلمستونونو په افغانستان کې د افغان او امریکايي ځواکونو خلاف جګړې جبهې رهبري کولې او د حاجي لالا په نامه د پېښور ډلې مشري یې پر غاړه درلوده.هغه د افغان جهاد له کلونو راهیسې د پاکستان له څارګرو ادارو او ددغه هېواد له سیاسي مذهبي او وسله والو جنګیالیو ډلو سره نږدې اړیکې درلودې.
خلیل الرحمان حقاني د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره و، چې د دې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده. د حقاني شبکې دا سپین ږیری غړی ډېری وخت په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.

هغه دغه راز د حقاني شبکې د نفوذ په ډیرولو کې ټاکونکی رول درلود.
د ۲۰۱۱ کال په فېبروري کې د امریکا خزانې وزارت نوموړی په خپل تور نوملړ کې شامل کړ او پر سر یې پنځه میلیونه ډالره جایزه وټاکله.
د همدغه کال د فېبروري پرنهمه ملګرو ملتونو د ۱۹۰۴ (۲۰۰۹) پرېکړه لیک د دویم پراګراف پر اساس، خلیل حقاني له القاعدې او اسامه بن لادن سره د نږدې اړیکو په لرلو تورن کړ او د خپلو بندیزونو په نوملړ کې یې شامل کړ. هغه په دې تورن و، چې له شاهيکوټ او پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو نه یې وزیرستان ته د القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو د کورنیو او غړو په انتقال کې ټاکونکی رول درلود.
د طالبانو په جوړښت کې د خلیل حقاني ځایګی
خلیلالرحمان حقاني د طالبانو په دویمه واکمنۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر په توګه ددې ډلې خورا فعال وزیر پېژندل کېده. د دې وزارت تر ټولو ستره دنده د هغو میلیونونو افغانانو بېرته راوستل وو چې له کلونو جګړو وروسته په ایران او پاکستان کې له اخراج سره مخ وو. د طالبانو د سرچینو په وینا، نوموړي د خپل وزارت پرمهال د نږدې ۱،۵ میلیونه افغان کډوالو د جبري ایستلو او بېرته ستنولو پروسه مدیریت کړه، چې د طالبانو لپاره له ستر سیاسي امتیازه برخمن ماموریت و.
خلیل حقاني د طالبانو د کابینې د وزیر تر څنګ، د حقاني شبکې د نفوذ په پراخولو کې کلیدي رول درلود. هغه د سراجالدین حقاني «ښی لاس» بلل کېده، ځکه د ده اړیکې له قومي مشرانو، قبایلي جوړښتونو او د طالبانو له سخت دریځه کړیو سره ډېرې نږدې وې. نوموړي په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د جرګو او منځګړتوبونو له لارې د طالبانو لپاره د ملاتړ فضا رامنځته کړه، چې دا د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت لپاره حیاتي رول درلود. دده د وزارت پرمهال د افغانستان له جنوبي ولایتونو نه د افغانستان شمالي ولایتونو ته د قومي مشرانو پلاوي لاړل، چې د قومونو او قبیلو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي او د طالبانو په اداره کې د حقاني شبکې د مذهبي نفوذ تشه د قومي نفوذ له لارې ډکه کړي.
۷۱ کلن حاجي اعتبار چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال یې له خلیل حقاني سره یو ځای د وخت د حکومت پر وړاندې جګړه کړې، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د ډاکتر نجیب د واکمنۍ پر مهال د خوست په سقوط کې خلیل حقاني مهمه ونډه لرله. هغه د مولوي جلال الدین حقاني لپاره هم د ښي لاس حیثیت درلود او کله چې حقاني شبکې په جګړو کې ګڼ ټانکونه ونیول،د خلیل حقاني په مشرۍ یې د یوه زغره وال کنډک بنسټ کېښود.

د حقاني شبکې د نفوذ پراخول، د طالبانو له مرکزي رهبري سره اړیکې ساتل او د قومي جوړښتونو له لارې د طالبانو لپاره د مشروعیت رامنځته کول، هغه کارونه وو چې خلیل حقاني پکې خورا فعال و.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالبانو د لومړي رژیم له نسکورېدو وروسته، خلیل حقاني په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې د مرکزونو د ساتنې او پراختیا لپاره کار کاوه. هغه د بهرنیو جنګیالیو د انتقال او ځای پر ځای کولو پروسه اداره کوله، چې د القاعدې او نورو نړۍوالو جهادي شبکو لپاره یې حیاتي ارزښت درلود.
نوموړي وویل: « زما یاد شي، د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې خلیل حقاني له اسامه بن لادن، الحسامي او یو شمېر نورو د القاعده غړو سره ډېرې نېږدې اړیکې لرلې او دی یې یو له اعتمادي اشخاصو و».
د حقاني شبکې د اکمالاتي لارو خوندي کول، د وسلو او تجهیزاتو برابرول او د مالي سرچینو مدیریت هغه کارونه وو چې خلیل حقاني پکې ټاکونکی رول درلود، ځکه دده تمرکز ډېری د پاکستان پر ښاري سیمو و اواړیکو او فعالیتونو شبکه یې پراخه وه.
د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز غړی زیاتوي: « په پاکستان کې له قومونو او قبایلو سره د هغه اړیکې د تېر جهاد له دور سره تړلې وې. په کورمه ایجنسۍ کې یې له سني قبیلو سره نږدې اړیکې وې، خو په ورته مهال یې له پاکستاني ادارو سره هم رغندې اړیکې درلودې. د کورمې تړون، چې د مذهبي شخړو د پای ته رسولو لپاره وشو، د حقاني شبکې لپاره ستراتیژیک ځایونه خوندي کړل او دا ټول د خلیل حقاني د منځګړتوب او نفوذ پایله وه».
د کورمې تړون او مذهبي شخړې
خلیل حقاني او ابراهیم حقاني د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د فرقه يي شخړو د اواري په تړاو د ۲۰۰۸ کال په معاهده کې ټاکونکی رول درلود. د دې معاهدې له مخې، په کورمه کې مذهبي شخړې د لنډ مهال لپاره پای ته ورسېدې او حقاني شبکې ته یې د دې زمینه برابره کړه چې د کورمې په ستراتیژیکو سیمو کې ځای پرځای شي.
د خلیل حقاني په تړاو د افغانستان انټرنشنل – پښتو د یو راپور له مخې، په تړون کې د پاکستان د پوځ او ابراهیم حقاني او خلیل حقاني رول مهم و او دوی دلته په خلکو کې نفوذ هم وکړ.شیعه ګانو او سنیانو ۴۰ میلیونه روپۍ ښوینی کېښود او ځینې نور شرطونه او قیودات هم وضع شول.
حقانیانو سني قبیلې له جګړې را وګرځولې او په بدل کې یې د شیعه ګانو له سیمې افغانستان ته د تګ راتګ او اکمالاتو لار ومونده.
د ۲۰۱۰ کال د د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې د خلیل حقاني په ګډون د ټي ټي پي د یو شمېر قوماندانانو، قومي مشرانو او ځايي پاکستاني چارواکو تر منځ د انسجام یوه بله درې ورځنۍ جرګه وشوه، چې په دې جرګې کې هم خلیل حقاني ټاکوونکی رول لاره.
د دغې جرګې په اساس، په جمرود، سره کمر، تخته بېک او غونډي کې مېشتو اپریدیو قومي مشرانو له خلیل حقاني سره د همکارۍ ژمنه وکړه، چې د دوی پر وړاندې به اکمالاتي لارې نه بندوي.
دغې جرګې حقاني شبکې او طالبانو ته د دې زمینه برابره کړه، چې له ځايي مدرسو په خپله ګټه یو شمېر ځوانان منسجم کړي او له بلې خوا له موجوده اکمالاتي لارو په ډاډه زړه ګټه واخلي.
د جمرود جرګې یوه بله ګټه د ټي ټي پي د غړو جلب و جذب و، چې د اپریدیو، اورکزیو او تیراه والو له مدرسو څخه ځینې ځوانان د ټي ټي پي لیکو ته جذب شول، چې د حقاني شبکې په ملاتړ یې په افغانستان کې بریدونه او عملیات کول.

په ټولنیزو او سیاسي اړیکو کې مخکښي
د ۲۰۲۱ کال په اګست کېچې طالبان کابل ته ننوتل او د جمهوریت نظام سقوط ته نږدې شوی و، نوموړی د طالبانو له هغو استازو څخه و چې د جمهوري دولت له لوړپوړو چارواکو او سیاسي مشرانو سره یې مستقیمې خبرې وکړې. د دغو خبرو هدف د طالبانو د سرچینو په وینا، د جګړې د پراخېدو مخنیوی، د کابل د سقوط پر مهال د وینې تویېدو کمول او د واک د انتقال لپاره د یوې نرمې لارې موندل وو.
راپورونه ښيي چې خلیل حقاني د ارګ په ځینو غونډو کې حاضر شوی او له نفوذ لرونکو شخصیتونو سره یې لیدنې کړې وې؛ د حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون یې پخواني ولسمشر اشرف غني ته هم پیغامونه استولي وو.
هغه په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي و، چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ورسره ژمنه کړې وه چې که طالبان افغانستان ونیسي دی به ورسره همکاري کوي. هغه د طالبانو پخوانی مخالف احمدشاه مسعود په ښه نوم یاد کړ او تیاری یې وښود، چې له احمد مسعود سره خپله وویني.
حقاني هڅه کوله چې د طالبانو پر وړاندې د احتمالي مقاومت د راټوکېدو مخه ونیسي.
خو له دې ټولو سره سره، هغه د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د سیاستونو منتقد و او له وژل کېدو وړاندې یې په کندهار کې د طالبانو د مشر پالیسۍ نقد کړې وې. له همدې امله ځینې شنونکي د هغه وژنه د طالبانو د د داخلي اختلافاتو پایله ګڼي.
د طالبانو د دویمې واکمنۍ له ټینګېدو وروسته د داعش په لاس د خلیل حقاني وژل کېدو دې ډلې ته ستره ضربه ورکړه، ځکه طالبان په افغانستان کې د داعش له حضور نه انکار کوي او وايي، دغه ډله یې له منځه وړې ده.
سره له دې، چې د حقاني په وژل کېدو یو کال تېریږي، خو تر اوسه د طالبانو اداره په دې نه ده بریالۍ شوې، چې د نوموړي د وژل کېدو په اړه خپلې څیړنې ډاګیزې او د برید ترشا عوامل په ګوته کړي. د هغه د وژل کېدو په پېښه کې ستر ابهام د وزارت منځ ته د ځانمرګي بریدګر رسېدل او د سکنر له کاره لوېدل وو. طالبانو په رسمي ډول دا پېښه د داعش ډلې کار بللی او داعش هم ددې وژنې مسوولیت پرغاړه اخېستی و.

د هر هېواد ستراتیژي د خپل هیواد په لنډو، منځمهاله او اوږدمهاله ګټو څرخې. هغه هیوادونه د پرمختګ ګامونه اخلي، چې د خپلو دغو موخو لپاره تګلاره ولري. که تګلاره ونه لرې، په سیاست کې داسې ده لکه په ړوندو سترګو چې په نامعلومه خوا روان اوسي.
هر هیواد ته خپلې ګټې باید مهمې وي او د دنیا د نورو هیوادونو سره د روابط محور هم باید خپلې ګټې وي نه دا چې د نورو هیوادونو لپاره یو هیواد خپلې ټولې ګټې قرباني کړي.
په سیاسي علومو کې دا ګټې د دوکاندارې غوندې دي چې د اخستونکو او پلورنکو ترمنځ د یو متاع په اخستلو (پیرودلو) او پلورلو کې باید دوه اړخیزه ګټې مطرح وي. داسې هیڅکله نشي کیدلې چې دوکاندار هر څه په تاوان خرڅ کړي او اخره کې دوکانداري یې دیوالي شي او نه داسې هم کیدلی شي چې اخستونکی یوه متاع په دومره لویه بیه واخلي چې بیا د خپل خرید نه پېښمانه وي. څه به اخلې او څه به ورکوې یعنې د دواړو خواوو په پلورلو او پیردولو کې خپله ګټه وګوري.
دلته د هیوادونو د مشرانو محاسبه مهمه ده چې څه واخلي او څه ورکړي، نو ځکه سیاسي علومو ته ساینس وایي چې هره ورکړه او راکړه، یا روابط د بل هیواد سره باید محاسبه شي.
له بده مرغه، افغانستان د کلونو کلونو راپه دیخوا د احساساتو، انډیوالۍ او ملګرتوب په اساس خپل روابط د نورو هیوادونو سره ساتلي دي حال دا چې په سیاست کې د همدغو ګټو د محاسبې له امله دایمي دوست او دوښمن نشته دی او کله چې د ګټو اختلاف رامنځته کیږي، روابط هم سره سړیږي او یا له منځه ځي او په بعضې مواردو کې د دایمي ګټو (Existential Threat) د تهدید له امله په جنګ او خشونت بدلیږي.
د امریکا نوې ستراتیژي په همدغه پورته ټکو څرخي چې د دوی لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ګټې اولویت لري. په دغه ستراتیژی کې ویل شوي چې د دنیا په هر هیواد او د نړۍ په ټولو سیمو کې ډیر مسایل دي او هره مساله د هغوي لپاره مهمه ده او باید توجه ورته وشي. که څه هم د امریکا متحده ایالات د دنیا د ټولو ملکو په پرتله سخي هیواد دی، خو دا هم ممکنه نه ده چې د امریکا متحده ایالات د دنیا په ټولو مسایلو باندې خپل فوکس وکړي ځکه که په ټولو مسایلو فوکس کوي معنا دا چې په یوې مسالې هم فوکس نه کوي. هر مساله د هر هیواد لپاره یو قسم اهمیت نه لري او هرهیواد د خپلو اولویتونو په اساس مسایل انتخابوي.
د پورته ستراتیژې په اساس، د امریکا د روایتي دوستانو او مخالفینو تر منځ په پنځو سترو وچو کې څو شیان مطرح شویدي. د دې لپاره چې امریکا د نړۍ مقتدر ترین او متمول ترین هیواد پاتې شي باید په ساینس او تکنالوژی، اقتصاد، انرژي او نظامي پیاوړتیا فوکس وکړي. د دغه اهدافو لپاره دوی وسایلو، بشري قوت او د بیلابیلو هیوادونو سره د اړیکو او په سیمو فوکس ته اړتیا لري.
د بشري قوت په برخه کې په خپله بشري قوه فوکس کوي او دا فرموله چې د نورو هیوادونو د استعدادونو د جلبولو لپاره د مهاجرت قانون اسانه کړي، مخالف دي.
د مونرو د دکتورین په دوام، د دوی لپاره غربي (West Hemisphere) یعنې مرکزي او جنوبي امریکا هیوادونه په اول کې اهمیت لري چې خپل اقتصادي او فزیکي امنیت ته د دغه سیمو نه ګواښ نه وي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په دغو سیمو کې د دوی ګټې تهدید کړي.
دویم فوکس د نړۍ په کچه منځني ختیځ دي چې د ابراهیم قرارداد تقویه او عملي کړي او د دغه قرارداد په وړاندې د ایران تهدید له منځه یوسي.
درېیم فوکس د دغه ستراتیژی په لرې ختیځ کې دی چې د دنیا تقریبا نیمایي خالص عاید په هغه سیمه کې دی او هغه باید وساتي چې په هغه هیوادونو کې جاپان، تایوان، کوریا او نور راځي یعنې د چین د نفوذ او تهدید مخه په هغه سیمه کې ونیسي.
د اروپا او روسیې ترمنځ د دوی ستراتیژي دا ده چې اروپا باید زیاته بودیجه په نظامي برخه کې مصرف کړي او هم د روسیې تهدید له منځه یوسي خو په عین حال کې کولی شي چې د روسیې سره شریک کار وکړي. د امریکا لپاره روسیه اوس داسې لوی قوت نه دی چې د دوی ګټې تهدید کړي البته یوازینی هیواد چې د امریکا ګټې تهدید کولی شي، هغه چین دی. همداشان په افریقا کې دوی هم نه غواړي چې په ټولو هیوادونو فوکس وکړي بلکې په هغو هیوادونو به فوکس کوي چې هلته د دوی ګټې مطرح دي.

په دې ستراتیژې کې، افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا باندې فوکس نشته لکه زیات افغاني سیاسیون او تحلیګران فکر کوي چې افغانستان د امریکا لپاره مهمه ستراتیژیکه سیمه ده نو ځکه د امریکا جمهور ریيس بګرام یادوي. د بګرام یادول، لکه موږ چې په خبرو کې یو ضرب المثل یادوو، هسې ده چې باید د بایډن اداره د بګرام نه نه وای وتلې. د افغانستان نوم له سره په دغه ستراتیژې کې یاد شوی نه دی، د پاکستان نوم یو ځل پکې یاد شوی چې وايي د هند او پاکستان جګړه یې ختمه کړله او همداشان مرکزي اسیا هم یاده شوې نه ده.
په لنډو ټکو کې، د امریکا د نورو جمهور رییسانو غوندې، تروریزم او بشر حقوق هم په دغه ستراتیژی کې ډیر مطرح نه دي ځکه هر هیواد پوه شه او خپل کار یې.
له بده مرغه، په افغانستان کې د امریکا د حضور په وخت کې د افغانستان د مشرانو غلطه محاسبه همدا وه چې امریکا به په افغانستان کې د دایم لپاره اوسي او که هر څومره به دوی ته ویل کیدل چې د امریکا قواوې د افغانستان نه وځي، دوی لپاره کاذب باور دا جوړ شوی و چې نه که امریکا پسې کوتک هم راواخلې نو دوی نه وځي. البته د یادونې وړ ده چې دغه کاذب روایت د دغو مشرانو په غوږونو کې د ایران او پاکستان پلوه کسانو چې د دې مشرانو تر څنګ ناست وو یا دي، پیچکاری کړی و او دوی به هم په پوره مد او شد سره په خصوصي او علني محافلو کې ویل چې برادرا تشویش نکنید، امریکا از افغانستان نمی براید.
د افغانستان اوسني سیاسي او پوځي مخالفین هم په تیرو ستراتیژیو چورتونه وهي او فکر کوي چې امریکا به د دوی حمایت وکړي. طالبان هم فکر کوي چې امریکا به دوی په رسمیت وپیژني او د افغانستان روابط به د دنیا سره ښه یا نارمل شي. دا دواړه چورتونه سم نه ښکاري.
که څه هم امریکا په افغانستان فوکس نه لري خو په موجوده حالت کې طالبان هم په رسمیت نه پیژني اوهمدا د انزوا حالت به دوام لري. پاکستان او ایران به د افغانستان نه د خپلو اهدافو لپاره ګټه اخلی. که حالات همداسې دوام وکړي، د افغانستان ولس به د جدي فقر او امنیتي تهدید سره مخامخ وي او د خلکو ژوند به ورځ تر بلې تریخیږي. افغانستان به د نړۍ نه بلکې د سیمه ییزو نیابتي رقابتونو مرکز وي.
اوس دا سوال باید مطرح شي چې طالبان او یا نور ولس که مخالفین دي او غیر مخالفین، په افغانستان کې څه غواړي؟ فقر، انزوا، انحصار د قدرت، د یو بل نفې کول، زړې خبرې او رقابتونه په خپلو منځو کې او یا د سیمې د رقابتونو لپاره زمینه مساعدول غواړي او که غواړي چې افغانستان د انزوا نه ووځي، یو بل ومني او د قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند وکړي؟
طالبان او غیر طالبان که په دې فکر وي چې دنیا او یا سیمه به دوی د انزوا د حالت نه وکاږي، دا فکر خوب و خیال او جنون دی. بیا هم وړاندیز کوم چې د افغانانو په خپل ابتکار، باید یوه واقعي لویه جرګه چې د افغانستان د ټولو اقشارو، سیمو او قومونو استازولي وکړای شي، راوغوښتل شی او د افغانستان د راتلونکې لپاره تګلاره باندې توافق وکړي. د لویې جرګې اجندا باید مشخصه وي؛ څنګه ولسي مشروعیت رامنځته شي؟ البته د دغې جرګې راغوښتل په اوس وخت کې د طالبانو مسوولیت دی. که د افغانستان حالات ښې یا بدې خوا ته ځي، مسوولیت او کریدیټ یې دواړه طالبانو ته راجع کیږي.

په نړۍوالو رسنیو، سیاسي بحثونو او ټولنیزو شبکو کې افغان کډوال ډېر وخت د شک، بدګومانۍ او منفي روایتونو تر سیوري لاندې یادېږي. له امریکا تر اروپا او له منځني ختیځه تر اسټرالیا پورې د افغان کډوالو په اړه یو لړ کلیشې، شکمنې خبرې او سیاسي تبلیغ تکرارېږي چې له حقیقته لېرې دي.
ښايي پوښتنې ډېرې وي، خو یو څو پوښتنې چې ډېرې عامې دي باید د بحثونو محور وګرځي او دا وپوښتل شي چې ولې افغان کډوال د نړۍ د منفي قضاوت اسانه هدف ګرځي؟ ملتونه څنګه په نړۍوال ذهنیت کې تورنیږي؟
تاریخ ښيي چې د یوه ملت د بدنامولو پروسه یوازې پر افغانانو نه ده تمامه؛ بلکې دا یوه تکرارېدونکې نړۍواله پدیده ده، چې تر ډېره یا د جګړې، یا د اقتصادي فشار، یا د سیاستوالو د اړتیاوو له امله رامنځته کېږي.
په اتلسمه میلادي پېړۍ کې کله چې زرګونه ایرلنډیان امریکا ته کډوال شول، رسنیو او سیاستوالو هغوی د "ناپاکو، نارامه او خطرناکو خلکو" په نوم یادول. په هټيو او کارځایونو کې لوحې لګېدلې وې چې پرې لیکل شوي وو: "ایرلنډیان مه ګومارئ."
همدا رنګه په ۱۹مه پېړۍ کې څو جنایي پېښې د دې سبب شوې چې ټوله ایټالیايي ټولنه د "مافیا" مترادف وګڼل شي. رسنیو د څو کسانو جرمونه د میلیونونو انسانانو پر وړاندې د قضاوت بنسټ وګرځاوه.
بل خوا په اروپا کې د یهودانو په اړه مبالغه امېزه روایتونه او تورونه د هولوکاسټ غوندې فاجعو ته زمینه برابره کړه. چې له مخې یې څو کیسې او جمعي تبلیغ د یوه ملت ژوند بدلوي.
د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته، میلیونونو مسلمانانو د هغو کسانو د کړنو قیمت ورکړ چې له هغوی سره یې هېڅ تړاو نه درلود. دا هماغه میکانیزم دی چې اوس افغانان ورسره مخ دي.
دا تاریخي پس منظر ښيي چې کله جګړه، سیاست او ناپوهۍ سره یو ځای شي، هر ملت کولای شي د ناسم تصور قرباني شي.

د افغان کډوالو د بدنامۍ عصري سرچینې
افغانستان نږدې نیمه پېړۍ د جګړې له نوم سره تړل شوی. نړۍوال ذهنیت ته په دوامداره ډول دا پیغام تللی دی چې:
کله چې یو هېواد یوازې د جګړې له لیدلوري نړۍ ته ښکاره شي، خلک یې عادي وګړي هم د همدې چوکاټ لاندې قضاوتوي.
نړۍوالې رسنۍ د افغانستان په اړه تر ټولو ډېر د جګړې، د طالبانو د جبر، جګړې، بې ثباتۍ او داعش خبرونه راخلي چې په عامه ذهنیت کې د افغانستان تصویر په منفي بڼه تعبیریږي.
په رسنیو کې د عادي افغان ژوند، د هغوی د کار، زده کړو، پرمختګ او مدني فعالیتونو پوښښ ډېر کم دی.
خبرونه تل د بحرانونو پر لور ځغلي او دا رجحان یو هېواد د نړۍوالو په ذهن کې د ورته بحرانونو دوامداره سرچینه ګرځوي.
د رسنیو او سیاسیونو له خبرونو او خبرو متاثره نړۍوال چې کله یو افغان د اروپا یا امریکا په کوڅه کې وویني، ذهن ته یې هماغه انځور ورځي چې په تلویزیون کې یې لیدلی وي.
په امریکا او اروپا کې ډېری سیاستوال د کډوالو موضوع د رایو د ترلاسه کولو لپاره کاروي. افغانان ځکه اسانه هدف ګرځي چې شمېر یې زیات دی، د جګړې له نوم سره تړل شوي دي، د فرهنګي توپیر له امله ژر بدنامېږي، د غربي ټولنې عام خلک د هغوی په اړه کم معلومات لري او که معلومات لري هم د رسنیو له خبرونو څخه متاثره دي، په انتخاباتي کمپاینونو کې د افغان کډوال نوم د "خطر" د شعار لاندې راځي، خو حقایق برعکس دي.
د څو افرادو کړنې څنګه ټوله ټولنه بدناموي؟
په امریکا، اروپا او کاناډا کې هره ورځ په سلګونه او زرګونه داسې پېښې کیږي چې بومي خلک پکې ښکېل وي، خو په ډېری هېوادونو کې که یو افغان په جرم کې ښکېل شي، رسنۍ یې څو ورځې راپور ورکوي، خو که زرګونه افغانان کار وکړي، مالیه ورکړي، زده کړې وکړي او ښه ژوند ولري، هېڅ یو خبر هم پرې نه جوړېږي.
دا هغه څه دي چې په ژورنالېزم کې ورته Generalization یا "عمومي کول" وایي. په دې کې د څو کسانو منفي کړنې د ټول ملت پر وړاندې د قضاوت بنسټ ګرځي.
په امریکا او اروپا کې د افغانانو د جرم اندازه د نورو کډوالو او حتا ځايي خلکو له منځنۍ کچې هم کمه ده، خو په رسنیو کې یې انعکاس د ټولو پېښو څو چنده دی.
له دغو پېښو څخه سیاستوال په خپله ګټه، رسنۍ په خپله ګټه او د کډوالو مخالفین په خپله ګټه کار اخلي چې د دغو تبلیغاتو له امله ټول عامه ذهنیت د یوه ملت پر وړاندې منفي لوری خپل کړي.
بل خوا په پاکستان، ایران او ترکیه کې د افغانانو په اړه رسمي او غیررسمي تبلیغ اکثره د اقتصادي فشارونو او سیاسي لانجې محصول دی. په پاکستان کې د کډوالو پر وړاندې منفي چلند له طالبانو سره د پاکستان د کړکېچ پایله ده او همېشه افغان کډوال د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي.
د کډوالو په اړه منفي ذهنیت یو بل رواني اړخ هم لري، ځکه انسان په طبعي لحاظ ژر قضاوت کوونکی مخلوق دی.
په روانپوهنه کې یو بحث دا دی چې انسانان د ځان او "بل" تر منځ د توپیر کرښه رسموي. کډوال، په تېره بیا افغانان چې کلتوري او ژبني توپیرونه لري، ژر د "بل" په ډله کې شاملېږي، چې له امله یې د خشن قضاوت سبب ګرځي.
همدا راز یو بل بحث د ډار ایجاد دی، کله چې وګړي ووېرېږي، هغوی ډېر ژر د سیاستوالو خبرې مني.
په نړۍوال سټیج د افغان نوم د "امنیتي تهدید" په توګه تکرارول د همدې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
د رښتوني حقیقت بل اړخ: افغان کډوال څوک دي؟
په امریکا، اروپا او کاناډا کې د نړۍوالو څېړنو پر بنسټ، افغان کډوال خواریکښ خلک ګڼل شوي دي. راپورونه ښيي چې افغان کډوال د سخت کار کولو لوړه اراده لري، د جرم اندازه یې تر نورو کډوالو کمه ده، د زده کړو کچه یې په نوي نسل کې لوړېږي، د کوربه هېواد اقتصاد کې فعاله ونډه لري، په امریکا کې د پوځي، رسنیزو، مدني او انساني ماموریتونو یوه لویه برخه امریکایان دي.
په زرګونو افغان ډاکټران، انجنیران، ژورنالېستان، سوداګر او محصلین د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې بریالي کارکوونکي دي.
دا حقیقت د هغه منفي تصویر بشپړ ضد دی چې سیاست او رسنۍ یې تکراروي.
که چېرې نړۍوالې رسنۍ دغه پټ او غلا شوي حقیقت ته پام وکړي نو ښايي چې د افغان کډوالو یو مثبت تصویر ایجاد شي.
که په لنډ ډول یې ووایو، افغان کډوال د نړۍ د منفي تبلیغ مستحق نه دي، ځکه دوی په کور دننه د نړۍوالو او سیمه ییزو افراطي لوبو ښکار شوي دي. د څو کسانو کړنې د یو ملت د قضاوت بنسټ نه شي کېدای. د جګړې اوږد تاریخ، رسنیز سادګرايي، نړۍوال سیاست، اقتصادي فشارونه او د ډار جوړولو ستراتیژي هغه عوامل دي چې افغانان یې د ناسم تصور قرباني کړي دي.
په حقیقت کې افغان کډوال د زحمت، وقار، کار او مبارزې سمبول دي، نه د هغه منفي روایت چې نړۍ یې تکراروي.

د رحمان الله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد یوه غړې وژلې او یو بل ګارد یې ټپي کړی دی. دا تراژیدي د دغو ګاردانو کورنیو، خپلوانو او دوستانو ته او همدارنګه د رحمان الله کورنۍ او د ډېرو افغانانو لپاره په امریکا کې د اندېښنې او شدید فشار وړ ده.
خشونت، وژنه، انفجار او انتحار، هر ځای او په هر حالت کې د غندلو وړ دي.
اولني شواهد ښيي چې رحمان الله په افغانستان کې له صفري قطعاتو سره کار کاوه او د جمهوریت له سقوط وروسته یې د خپلې کورنۍ سره امریکا ته مهاجرت کړی و. په امنیتي لحاظ، دا یوه ځانګړې پېښه ده چې په لکونو نورو افغانانو پورې هېڅ اړه نه لري. ښايي رحمان الله کوم رواني تکلیف لري، عقده لرونکی وي، یا د کومې ترهګرې ډلې سره تړاو ولري. تحقیقات به وروسته حقیقت څرګند کړي.
د دې پېښې په تړاو د امریکا جمهور رییس د دې لپاره چې د خپلو مخالفینو پام د کانګرس وروستۍ پرېکړې ته واړوي، چې د ایپسټین په دوسیو کې د شاملو کسانو لېستونه د امریکایي ولس مخې ته افشا کړي، د پېښې څخه مخکې یې فیصله کړې وه چې د افغانانو د پناهندګۍ او مهاجرت دوسیې ودرول شي. دغه پېښه ورته یوه ښه بهانه شوه او سمدستي یې د دې دوسیو د څېړنو د بندولو او د بیا کتنې امر صادر کړ.
د جمهور رییس په دې اقدام سره په لکونو افغانان د راتلونکي ناڅرګند سرنوشت یا د کورنیو د بېلتون له امله متضرر کېږي. هر کله چې افغانانو ته ضرر رسیږي، دوی باید پرې خفه او متأثر شي.
په قانوني لحاظ، هر څوک چې امریکا ته راځي یا وېزه اخلي، د دوی بګرونډ چیک لازمي دی. د دې چیک لپاره په ابوظبي، قطر، کوسوو، یوګنډا او نورو سیمو کې مرکزونه جوړ شوي او په میلیاردونو ډالره مصرف شوي. حتا هغه کسان چې د مکسیکو یا نورو لارو امریکا ته تللي، د ګوتو نښې او معلومات یې اخیستل شوي او بګرونډ چیک پرې شوی دی.
خبره دا نه ده چې دا افغانان په غیر قانوني توګه امریکا ته راغلي. خبره دا ده چې د امریکا نوې اداره د مهاجرت ضد شعار سره ټاکنې وګټلې او غواړي خپلو پلویانو ته وښيي چې د نورو هېوادونو غیر قانوني کسان بېرته وباسي. البته د امریکا سربېره، په اروپا او نورو پرمختللو هېوادونو کې هم د مهاجرت ضد څپې او انګېزه قوي شوې ده. دلته مساله قانوني نه ده، بلکې سیاسي ده. لکه څنګه چې افغانان په افغانستان او نورو هېوادونو کې منسجم نه دي، همداسې په امریکا کې هم د دوی ګډ غږ ډېر کم راپورته کېږي.
له بده مرغه، افغان ضد او د افغانستان ګټو پر ضد کسان کله په خپلو خبرو نه پوهېږي او ځینې یې دا پېښه داسې رنګوي چې ګواکې دا جرم یوازې یو پښتون کړی دی او پښتانه باید وځپل شي یا له دغو هېوادونو یې وباسي. حال دا چې په اروپا کې غیر پښتنو اقلیتونو هم دا ډول جرمونه کړي، د داعش په ملاتړ یې په فرانسې کې شعارونه ورکړي او په پای کې که دوی افغانان وبلل یا نه، د افغانستان په اړه د هرې مجموعي پریکړې برخه کې شامل دي. څو میاشتې مخکې مو ولیدل چې ځینې پخواني وکیلان، دیپلوماتان او په نامه مدني فعالانو په سویس کې د پښتنو پر ضد هڅې وکړې چې ناکامې شوې.
په غرب کې د مهاجرت ضد او مهاجرت پلوي ډلې هر یو د خپلو دریځونو لپاره دلیلونه لري. د مهاجرت ضد دلیلونه دوه یا درې په ذهنونو کې ډېر عام شوي دي: وایي چې اکثره مهاجر غواړي په ټولنه کې بېکاره ژوند وکړي، د سوسیال مرستو په تمه وي او د خپلو ټولنو فکر او کلتور دلته خپروي چې ترې راتښتیدلي دي. که دا کلتور ښه وي، نو ولې یې پرېښوده؟ په دغه هېوادونو کې څه کوي؟
دوی وایي چې د مهاجرو ټولنه یې خپلې ټولنې ته هیڅ خیر نه رسوي، بلکې د تاوان سبب کېږي. البته، ښې بېلګې هم شته، چې یو شمېر افغانانو او نورو مهاجرو دې ټولنو ته مثبته انرژي راوړې او په پرمختګ کې یې مرسته کړې. خو په سیاسي مسایلو کې منفي بېلګې ډېرې څرګندې کېږي.
پورته مثالونه د دې پېښې او په غرب کې د مهاجرت ضد څپو یو عمومي انځور وړاندې کوي. دا چې په راتلونکي کې څه پېښېږي او د دغه هېوادونو سیاست کوم لوري ته ځي، هغه جلا بحث دی.
راځو اصلي پوښتنې ته: افغانان ولې هم مړه او هم پړه دي؟
کله چې یو هېواد په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ په انزوا یا جنګ کې وي، د هغه هېواد ولسونه نه شي کولی چې په ملي، سیمهییزه او نړۍواله کچه د خپلو ګټو دفاع وکړي. افغانستان د پیړیو راهیسې او په ځانګړې توګه په تېرو پنځو لسیزو کې د سیاسي بحران، نیمګړې یا پوره انزوا، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی. علت یې دا دی چې په افغانستان کې ملي حکومتونه او ملي حرکتونه تقویه نه شول او هر کله چې کوم یو سر راپورته کړ، د سیمې هېوادونو د هغه د له منځه وړلو پلانونه جوړ کړل او هغه یې یا له منځه یووړ یا یې ټکولی دی.
یو مهم سوال دا هم دی چې ولې په افغانستان کې هغه حکومتونه یا حرکتونه چې نسبتاً ملي حس یې درلود او یا په ملي موخو ولاړ وو، ټکول شوي او له منځه وړل شوي؟
ډېری خلک په دې باور دي، لکه مخکې مې یادونه وکړه، چې سیمهییز او نړۍوال قوتونو نه دي پرېښي چې افغانان منظم او متحد شي او افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ پیاوړی شي.
زما په اند، تر یوه حده بهرني عوامل مهم دي، خو تر ډېره د افغانانو داخلي ستونزه ده چې د اصولو پر اساس یو بل نه مني. هره ډله، هر فکر یا نظریه چې لري، غواړي د ټوپک په زور په خلکو حکومت وکړي. د زور پر وړاندې مخالفې ډلې یا افراد، ګاونډیان، متجاوزین او مداخلهګر تل په خپله ګټه له دې وضعیته استفاده کړې ده او د افغانستان ملي ګټو پر وړاندې یې جنګ کړی دی.
که تاریخ ته وګورو، د افغانانو مخالفت او ملاتړ د حکومتونو او ملي حرکتونو پر ضد هم د قومي، ژبني او سمتي رقابتونو او عقدو پر اساس و. دغه قومي رقابتونه او عقدې په سیاسي حرکتونو کې هم په تېرو څو لسیزو کې څرګند لیدل شوي او اوس هم شته.
یو څو مثالونه:
په کندهار کې د نورزو، اڅکزو، پوپلزو، بارکزو او هوتکو منځ کې هم قومیزې ستونزې وې. که د یوه قوم یو کس څلور مذهبي ملامتي هم ولري، د خپل قوم کسان پرې ودریږي او وايي چې "قومولي خرابېږي." همداسې پکتیا، ننګرهار، کونړ او نورو سیمو کې هم د قومونو د ملاتړ او مخالفت روایت شته.
حتا په بدخشان، پنجشیر، بلخ، پروان، هرات او نورو سیمو کې تاجکان په خپلو منځو کې سره جوړ نه راځي، ازبیکان د خپلو ازبیکانو سره نه جوړېږي. مشرانو یې په خپلو منځو کې څو کسان وژلي او څو یې توهین کړي دي. د جمعیت تنظیم په پېښور کې د هرات لپاره دوه ډلې درلودې: یو د اسمعیل خان او بله د افضلي. هزاره ګانو د نورو هزاره مشرانو په وړاندې دومره وژلي، چې نورو ډلو نه دي کړي.
یو ځل مې په بلخ کې د جمعیت قوماندان ذبیح الله څخه د یوې مرکې پر مهال وپوښتل چې د احمد شاه مسعود په اړه څه فکر لري؟
هغه وویل: "هغه د یوې ولسوالې قوماندان دی، زه د یو ولایت."
دا مثالونه یوازې د وضاحت لپاره دي، د قضاوت لپاره نه. په افغانستان کې قومي، قبایلي، ژبني او مذهبي اختلافونه، سیاسي رقابتونه او دښمني شته او په څو ولایتونو کې مې دا شخصاً تجربه کړې ده.
د ننګرهار ولایت مثال دلته ځکه راوړم، چې دا سیمه په ټوله کې د افغانستان په کچه تعلیمافته قشر لري او که دلته حالات داسې وي، د نورو سیمو وضعیت یې هم له دې بدتر دی.
که په قومي لحاظ نظر واچوو، په مشرقی کې د امان الله خان د راپرځېدو پر وخت، په یوه سیمه کې یو مشر د نادرخان پلوي و او بل یې د حبیب الله کلکاني (سقاو زوی) پلوي و. دلته مخالفت او ملاتړ د عقیدې یا ایډیالوژۍ پر اساس نه و، بلکې د محلي دښمنیو او رقابتونو پر اساس و، چې اوس هم په مشرقي کې ځینې کورنۍ د سقاوي پلویان او ځینې د نادرخان پلویان بلل کېږي. یا تور بیرغ او سپین بیرغ پلویان تر اوسه لویه پکتیا او د کرمې په سیمو کې شتون لري.
که د قوم له سطحې ښکته شو، دا رقابتونه د کورنیو او ورونو تر منځ هم شتون لري. که یو د تره زوی یې خلقي و، بل یې د مجاهدینو سره یوځای شوی و. حتا زموږ په سیمه، خاصتاً په کونړ کې د قران (پنځوس پولی) په نوم یوه ډله شتون لري چې په مختلفو ډلو وېشلې شوې ده: یوه ډله د خلقیانو سره وه او بله د مجاهدینو سره. د جمهوریت په وخت کې همدغه کورنیو یوه خوا د جمهوریت پلوې وه او بله خوا یې د طالبانو سره یوځای شوې وه.
که لږ نور هم د افغانې ټولنې انځور روښانه کړو، حتا هغه کسان چې ځانونه عالمان، ډاکتران، شاعران، لیکوالان یا روښانفکران بولي، په سیاسي چارو کې دوه یا درې کسه یې په یوه لار نه ځي. د نرانو په برخه کې د جمهوریت په وخت کې ښځو ته هم سهمیه ټاکل شوې وه، خو دوه ښځینه وکیلانې په یوه لار نه وې روانې. د مدني ټولنو هم وضعیت همدغه ډول و او دی. که دیني برخې ته راشو، څلور مذهبه او اویا نورې ډلې د خپلې ځانخواهۍ او یو بل د نه منلو له امله ولس په مختلفو نومونو وېشلی دی.
د ۲۰۱۹م کال د می د میاشتې په ۳مه نېټه، د هډې اخونزاده صیب د جامع جومات ملا امام، قاري محمد حنیف ووژل شو. د ملي امنیت د معلوماتو له مخې، مولوي حنیف د خپل زوم نجیب الله له لوري، چې د داعش سره یې اړیکې لرلې، وژل شوی و. په ۲۰۱۸زکال کې کله چې د ننګرهار په ولایت کې د داعش او طالبانو نفوذ او جګړې زیاتې شوې، د بټي کوټ په سیمه کې دواړه ډلې یو بل سره حلالول. قاتل او مقتول دواړو به د الله اکبر نعرې وهلې. خلکو ویل چې اوس به کوم یو مسلمان او کوم یو کافر وبلو، ځکه دواړو د حلالولو په وخت د الله اکبر نعرې وهلې.
په سیاسي لحاظ، د افغانستان ټولنه Fragmented and Itemized Society، یعنې په وړو ټوټو ویشل شوې ټولنه ده. دا ډول جوړښت د بدوي قبایلي ټولنې ته ورته دی. که یوازې بهرنیانو په اړه وغږیږو، سمه نه ده، ځکه د افغانانو ټولنه، فرهنګ او کلتور خپله د خپل ځان دښمن دی. کله چې ټولنه داسې ویشل شوې وي او شاعران یې د افغانستان یوه ټوټه د ایران د برخې جز ګڼي، نو دې هېواد ته وفاداري له کومه شوه؟
دلته نورې پوښتنې هم راپورته کېږي. احمدشاه بابا، بابر، سلطان محمود غزنوي، غوریان، لودیان او سوریان امپراتورۍ درلودې، خو ولې یې د افغانستان په اوسني جغرافیه کې قوي دولتي موسسې جوړې نه کړې، حال دا چې د هند په نیمه وچه کې یې سیستمونه جوړ کړل؟ بیا د مرحوم عبدالرحمن پژواک شعر یادېږي چې وایي: "د افغانستان په خاوره څه مشکل شته دی".
د یونان سکندر مقدوني ته یې خپلې مور خط ولیږه چې تا څنګه په افغانستان کې دومره وخت تېر کړ؟ نورې سیمې دې زر - زر ونیولې.سکندر خپلې مور ته ولیکل چې زه د داسې حالت سره مخ یم چې تشریح یې نه شم کولی، خو یو شمېر مشران مې در واستل او د هر یوه لپاره مې په جلا بوجۍ کې د سیمې خاوره هم در ولېږله. دوی ته میلمستیا وکړه او وګوره چې په لومړۍ شپه د دوی په منځ کې مینه او خبرې څنګه دي؟ په دویمه شپه د قالینې لاندې د افغانستان خاوره واچوه او بیا مېلمانه کړه، وګوره چې د دوی تر منځ څه پېښیږي؟ مور یې هماغسې کار وکړ.
په لومړۍ شپه د میلمستیا نه وروسته، مشران سره ډېر صمیمي وو او مهذبه بحثونه یې کول. خو دویمه شپه، کله چې د افغانستان خاوره یې بوې کړې وه، د دوی تر منځ جګړه رامنځته شوه او یو بل یې ملامتول. مور یې حیرانه شوه چې دا هماغه مشران وو، چې تېره شپه به یې په خپلو منځو کې صمیمي او مهذب بحثونه کول، خو نن شپه یو بل خوري!؟ مور یې پوهه شوه چې سکندر ملامت نه دی چې ولې یې دومره وخت د افغانستان په خاوره کې تېر کړ؛ ځکه د دې سیمې په خاوره کې مشکل دی.
اوس خبره دا ده چې په افغانستان کې ستونزه شته او افغانانو دا ستونزه له ځانه سره نورو هېوادونو ته هم وړې ده. که دا خبره نه وي، ټول به پوه شئ چې جنګونه د افغانستان د مسایلو د حل لار نه ده. د نفې او انحصار د قدرت سیاست کار نه ورکوي. افغانستان ته مشروع او قانونمند حکومت پکار دی، چې افغانان د یو مهذب ملت په توګه د یوویشتمې پېړۍ له شرایطو سره سم ژوند، کار او سیاست وکړي. خو بیا هم ملا له ملا سره نه جوړیږي، سیاستوال له سیاستوال سره، شاعر له شاعر سره، لیکوال له لیکوال سره، ملک له ملک سره، بېسواده له بېسواد سره، باسواده له باسواد سره، مدني له مدني سره، او غیر مدني له غیر مدني سره نه جوړیږي.
اوس بهرنیان په موږ څه ملامت دي؟ هر هېواد ښه او خراب ګاونډیان لري، د نړۍوالو مداخلې هرچیرته شتون لري، مختلف قومونه او نژادونه په هر هېواد کې اوسیږي، خو ټول د قانون په چوکاټ کې ژوند کوي او د خپلو ګاونډیانو او نړۍوالو سره یو حل ته رسیږي. کوم هېوادونه چې داخلي ستونزې لري، هغوی هیڅکله د ګاونډیانو او نړۍوالو سره په یوه لار نه ځي.
مثالونه: سوډان، سوماليه، پاکستان، افغانستان، بنګلهدیش. کله چې کورنۍ ورانه وي، بهرني مداخلې حتماً کېږي.
طالبان د ملا نصرالدین په خره څرخولي (سرچپه) ناست دي او مخالفین هم له هغوي سره مخالفه لار تعقیبوي. ولس د دواړو خواو سره سرونه خوځوي. اکثریت خاموش دي او په سیاسي معادلاتو کې هیڅ رول نه لري، ځکه فعاله نه دي. محدود کسان چې په سیاسي یا ټولنیزو رسنیو کې فعاله دي، هم کله ناکله له ستونزو سره مخ کېږي.
سوال دا دی چې د داسې حالت نه څه توقع کېدای شي؟ توقع او واقعیت همدا دی چې افغانان به هم په داخل او هم بهر کې له نورو ستونزو سره مخامخ وي، هم مړه او هم پړه.
افغانان څو لسیزې د تروریزم، د ګاونډیانو او نړۍوالو د اشغال، تجاوز او مداخلې قرباني دي. په میلیونونو افغانان مهاجر شوي یا وژل شوي، خو اوس هم ځینې لکه د پاکستان غوندې هېوادونه وایي چې افغانستان د تروریزم مرکز دی. رحمان الله چې د امریکایانو سره کلونه کار کړی، اوس خپل ځان نه، افغانان ملامت ګڼي.
افغانان دې ته تکړه دي چې یو بل ته کنځلې وکړي، توهین وکړي او دروغجن تورونه پر یو بل ولګوي. طالبانو، لنډغرو او متعصبه ایډیالوژیکې ډلو خپلو ټولو پلویانو ته د کنځلو درس ورکړی/ورکوي چې څنګه مخالفینو ته کنځلې وکړي. د هرې ډلې پلویان، چې خپلو مخالفینو ته کنځلې کوي، په حقیقت کې د دوی مشرانو له لوري همداسې تربیه شوي. عام ولس خو په خیر او دعا غواړي هر څه سم شي، خو دا ممکنه نه ده، ځکه الله تعالی د هغه قوم حالت نه بدلوي تر څو چې په خپل عمل کې تغیر را نه ولي.