خشونت، وژنه، انفجار او انتحار، هر ځای او په هر حالت کې د غندلو وړ دي.
اولني شواهد ښيي چې رحمان الله په افغانستان کې له صفري قطعاتو سره کار کاوه او د جمهوریت له سقوط وروسته یې د خپلې کورنۍ سره امریکا ته مهاجرت کړی و. په امنیتي لحاظ، دا یوه ځانګړې پېښه ده چې په لکونو نورو افغانانو پورې هېڅ اړه نه لري. ښايي رحمان الله کوم رواني تکلیف لري، عقده لرونکی وي، یا د کومې ترهګرې ډلې سره تړاو ولري. تحقیقات به وروسته حقیقت څرګند کړي.
د دې پېښې په تړاو د امریکا جمهور رییس د دې لپاره چې د خپلو مخالفینو پام د کانګرس وروستۍ پرېکړې ته واړوي، چې د ایپسټین په دوسیو کې د شاملو کسانو لېستونه د امریکایي ولس مخې ته افشا کړي، د پېښې څخه مخکې یې فیصله کړې وه چې د افغانانو د پناهندګۍ او مهاجرت دوسیې ودرول شي. دغه پېښه ورته یوه ښه بهانه شوه او سمدستي یې د دې دوسیو د څېړنو د بندولو او د بیا کتنې امر صادر کړ.
د جمهور رییس په دې اقدام سره په لکونو افغانان د راتلونکي ناڅرګند سرنوشت یا د کورنیو د بېلتون له امله متضرر کېږي. هر کله چې افغانانو ته ضرر رسیږي، دوی باید پرې خفه او متأثر شي.
په قانوني لحاظ، هر څوک چې امریکا ته راځي یا وېزه اخلي، د دوی بګرونډ چیک لازمي دی. د دې چیک لپاره په ابوظبي، قطر، کوسوو، یوګنډا او نورو سیمو کې مرکزونه جوړ شوي او په میلیاردونو ډالره مصرف شوي. حتا هغه کسان چې د مکسیکو یا نورو لارو امریکا ته تللي، د ګوتو نښې او معلومات یې اخیستل شوي او بګرونډ چیک پرې شوی دی.
خبره دا نه ده چې دا افغانان په غیر قانوني توګه امریکا ته راغلي. خبره دا ده چې د امریکا نوې اداره د مهاجرت ضد شعار سره ټاکنې وګټلې او غواړي خپلو پلویانو ته وښيي چې د نورو هېوادونو غیر قانوني کسان بېرته وباسي. البته د امریکا سربېره، په اروپا او نورو پرمختللو هېوادونو کې هم د مهاجرت ضد څپې او انګېزه قوي شوې ده. دلته مساله قانوني نه ده، بلکې سیاسي ده. لکه څنګه چې افغانان په افغانستان او نورو هېوادونو کې منسجم نه دي، همداسې په امریکا کې هم د دوی ګډ غږ ډېر کم راپورته کېږي.
له بده مرغه، افغان ضد او د افغانستان ګټو پر ضد کسان کله په خپلو خبرو نه پوهېږي او ځینې یې دا پېښه داسې رنګوي چې ګواکې دا جرم یوازې یو پښتون کړی دی او پښتانه باید وځپل شي یا له دغو هېوادونو یې وباسي. حال دا چې په اروپا کې غیر پښتنو اقلیتونو هم دا ډول جرمونه کړي، د داعش په ملاتړ یې په فرانسې کې شعارونه ورکړي او په پای کې که دوی افغانان وبلل یا نه، د افغانستان په اړه د هرې مجموعي پریکړې برخه کې شامل دي. څو میاشتې مخکې مو ولیدل چې ځینې پخواني وکیلان، دیپلوماتان او په نامه مدني فعالانو په سویس کې د پښتنو پر ضد هڅې وکړې چې ناکامې شوې.
په غرب کې د مهاجرت ضد او مهاجرت پلوي ډلې هر یو د خپلو دریځونو لپاره دلیلونه لري. د مهاجرت ضد دلیلونه دوه یا درې په ذهنونو کې ډېر عام شوي دي: وایي چې اکثره مهاجر غواړي په ټولنه کې بېکاره ژوند وکړي، د سوسیال مرستو په تمه وي او د خپلو ټولنو فکر او کلتور دلته خپروي چې ترې راتښتیدلي دي. که دا کلتور ښه وي، نو ولې یې پرېښوده؟ په دغه هېوادونو کې څه کوي؟
دوی وایي چې د مهاجرو ټولنه یې خپلې ټولنې ته هیڅ خیر نه رسوي، بلکې د تاوان سبب کېږي. البته، ښې بېلګې هم شته، چې یو شمېر افغانانو او نورو مهاجرو دې ټولنو ته مثبته انرژي راوړې او په پرمختګ کې یې مرسته کړې. خو په سیاسي مسایلو کې منفي بېلګې ډېرې څرګندې کېږي.
پورته مثالونه د دې پېښې او په غرب کې د مهاجرت ضد څپو یو عمومي انځور وړاندې کوي. دا چې په راتلونکي کې څه پېښېږي او د دغه هېوادونو سیاست کوم لوري ته ځي، هغه جلا بحث دی.
راځو اصلي پوښتنې ته: افغانان ولې هم مړه او هم پړه دي؟
کله چې یو هېواد په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ په انزوا یا جنګ کې وي، د هغه هېواد ولسونه نه شي کولی چې په ملي، سیمهییزه او نړۍواله کچه د خپلو ګټو دفاع وکړي. افغانستان د پیړیو راهیسې او په ځانګړې توګه په تېرو پنځو لسیزو کې د سیاسي بحران، نیمګړې یا پوره انزوا، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی. علت یې دا دی چې په افغانستان کې ملي حکومتونه او ملي حرکتونه تقویه نه شول او هر کله چې کوم یو سر راپورته کړ، د سیمې هېوادونو د هغه د له منځه وړلو پلانونه جوړ کړل او هغه یې یا له منځه یووړ یا یې ټکولی دی.
یو مهم سوال دا هم دی چې ولې په افغانستان کې هغه حکومتونه یا حرکتونه چې نسبتاً ملي حس یې درلود او یا په ملي موخو ولاړ وو، ټکول شوي او له منځه وړل شوي؟
ډېری خلک په دې باور دي، لکه مخکې مې یادونه وکړه، چې سیمهییز او نړۍوال قوتونو نه دي پرېښي چې افغانان منظم او متحد شي او افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ پیاوړی شي.
زما په اند، تر یوه حده بهرني عوامل مهم دي، خو تر ډېره د افغانانو داخلي ستونزه ده چې د اصولو پر اساس یو بل نه مني. هره ډله، هر فکر یا نظریه چې لري، غواړي د ټوپک په زور په خلکو حکومت وکړي. د زور پر وړاندې مخالفې ډلې یا افراد، ګاونډیان، متجاوزین او مداخلهګر تل په خپله ګټه له دې وضعیته استفاده کړې ده او د افغانستان ملي ګټو پر وړاندې یې جنګ کړی دی.
که تاریخ ته وګورو، د افغانانو مخالفت او ملاتړ د حکومتونو او ملي حرکتونو پر ضد هم د قومي، ژبني او سمتي رقابتونو او عقدو پر اساس و. دغه قومي رقابتونه او عقدې په سیاسي حرکتونو کې هم په تېرو څو لسیزو کې څرګند لیدل شوي او اوس هم شته.
یو څو مثالونه:
- د خلق ګوند (خلق او پرچم) دواړو یو ډول منشور او ایډیالوژي درلودله او د یو نړۍوال قدرت ملاتړ یې درلود، خو پښتانه زیات په خلقيانو او غیر پښتانه په پرچمیانو کې وو.
- حزب اسلامي او جمعیت اسلامي هم یو ډول منثور، ایډیالوژي او یوې منبع څخه تقویه شوي، خو په جمعیت کې غیر پښتانه او په اسلامي حزب کې پښتانه زیات وو.
- شمالي ولایتونو کې، لکه بلخ، پښتانه او ازبیکان یوځای کېدل او هزاره او تاجک له پښتنو او ازبیکانو سره په مقابل کې متحد پاتې کېدل.
- په کابل کې د داخلي جګړو په جریان کې د مسعود تاجک ډله او یو شمېر پښتانه چې د استاد سیاف سره وو، د هزاره او ازبیکانو پر ضد جګړه وکړه. کله چې د تاجک په وړاندې ضعیفه شول، د حکمتیار اسلامي حزب سره یوځای شول.
په کندهار کې د نورزو، اڅکزو، پوپلزو، بارکزو او هوتکو منځ کې هم قومیزې ستونزې وې. که د یوه قوم یو کس څلور مذهبي ملامتي هم ولري، د خپل قوم کسان پرې ودریږي او وايي چې "قومولي خرابېږي." همداسې پکتیا، ننګرهار، کونړ او نورو سیمو کې هم د قومونو د ملاتړ او مخالفت روایت شته.
حتا په بدخشان، پنجشیر، بلخ، پروان، هرات او نورو سیمو کې تاجکان په خپلو منځو کې سره جوړ نه راځي، ازبیکان د خپلو ازبیکانو سره نه جوړېږي. مشرانو یې په خپلو منځو کې څو کسان وژلي او څو یې توهین کړي دي. د جمعیت تنظیم په پېښور کې د هرات لپاره دوه ډلې درلودې: یو د اسمعیل خان او بله د افضلي. هزاره ګانو د نورو هزاره مشرانو په وړاندې دومره وژلي، چې نورو ډلو نه دي کړي.
یو ځل مې په بلخ کې د جمعیت قوماندان ذبیح الله څخه د یوې مرکې پر مهال وپوښتل چې د احمد شاه مسعود په اړه څه فکر لري؟
هغه وویل: "هغه د یوې ولسوالې قوماندان دی، زه د یو ولایت."
دا مثالونه یوازې د وضاحت لپاره دي، د قضاوت لپاره نه. په افغانستان کې قومي، قبایلي، ژبني او مذهبي اختلافونه، سیاسي رقابتونه او دښمني شته او په څو ولایتونو کې مې دا شخصاً تجربه کړې ده.
د ننګرهار ولایت مثال دلته ځکه راوړم، چې دا سیمه په ټوله کې د افغانستان په کچه تعلیمافته قشر لري او که دلته حالات داسې وي، د نورو سیمو وضعیت یې هم له دې بدتر دی.
که په قومي لحاظ نظر واچوو، په مشرقی کې د امان الله خان د راپرځېدو پر وخت، په یوه سیمه کې یو مشر د نادرخان پلوي و او بل یې د حبیب الله کلکاني (سقاو زوی) پلوي و. دلته مخالفت او ملاتړ د عقیدې یا ایډیالوژۍ پر اساس نه و، بلکې د محلي دښمنیو او رقابتونو پر اساس و، چې اوس هم په مشرقي کې ځینې کورنۍ د سقاوي پلویان او ځینې د نادرخان پلویان بلل کېږي. یا تور بیرغ او سپین بیرغ پلویان تر اوسه لویه پکتیا او د کرمې په سیمو کې شتون لري.
که د قوم له سطحې ښکته شو، دا رقابتونه د کورنیو او ورونو تر منځ هم شتون لري. که یو د تره زوی یې خلقي و، بل یې د مجاهدینو سره یوځای شوی و. حتا زموږ په سیمه، خاصتاً په کونړ کې د قران (پنځوس پولی) په نوم یوه ډله شتون لري چې په مختلفو ډلو وېشلې شوې ده: یوه ډله د خلقیانو سره وه او بله د مجاهدینو سره. د جمهوریت په وخت کې همدغه کورنیو یوه خوا د جمهوریت پلوې وه او بله خوا یې د طالبانو سره یوځای شوې وه.
که لږ نور هم د افغانې ټولنې انځور روښانه کړو، حتا هغه کسان چې ځانونه عالمان، ډاکتران، شاعران، لیکوالان یا روښانفکران بولي، په سیاسي چارو کې دوه یا درې کسه یې په یوه لار نه ځي. د نرانو په برخه کې د جمهوریت په وخت کې ښځو ته هم سهمیه ټاکل شوې وه، خو دوه ښځینه وکیلانې په یوه لار نه وې روانې. د مدني ټولنو هم وضعیت همدغه ډول و او دی. که دیني برخې ته راشو، څلور مذهبه او اویا نورې ډلې د خپلې ځانخواهۍ او یو بل د نه منلو له امله ولس په مختلفو نومونو وېشلی دی.
د ۲۰۱۹م کال د می د میاشتې په ۳مه نېټه، د هډې اخونزاده صیب د جامع جومات ملا امام، قاري محمد حنیف ووژل شو. د ملي امنیت د معلوماتو له مخې، مولوي حنیف د خپل زوم نجیب الله له لوري، چې د داعش سره یې اړیکې لرلې، وژل شوی و. په ۲۰۱۸زکال کې کله چې د ننګرهار په ولایت کې د داعش او طالبانو نفوذ او جګړې زیاتې شوې، د بټي کوټ په سیمه کې دواړه ډلې یو بل سره حلالول. قاتل او مقتول دواړو به د الله اکبر نعرې وهلې. خلکو ویل چې اوس به کوم یو مسلمان او کوم یو کافر وبلو، ځکه دواړو د حلالولو په وخت د الله اکبر نعرې وهلې.
په سیاسي لحاظ، د افغانستان ټولنه Fragmented and Itemized Society، یعنې په وړو ټوټو ویشل شوې ټولنه ده. دا ډول جوړښت د بدوي قبایلي ټولنې ته ورته دی. که یوازې بهرنیانو په اړه وغږیږو، سمه نه ده، ځکه د افغانانو ټولنه، فرهنګ او کلتور خپله د خپل ځان دښمن دی. کله چې ټولنه داسې ویشل شوې وي او شاعران یې د افغانستان یوه ټوټه د ایران د برخې جز ګڼي، نو دې هېواد ته وفاداري له کومه شوه؟
دلته نورې پوښتنې هم راپورته کېږي. احمدشاه بابا، بابر، سلطان محمود غزنوي، غوریان، لودیان او سوریان امپراتورۍ درلودې، خو ولې یې د افغانستان په اوسني جغرافیه کې قوي دولتي موسسې جوړې نه کړې، حال دا چې د هند په نیمه وچه کې یې سیستمونه جوړ کړل؟ بیا د مرحوم عبدالرحمن پژواک شعر یادېږي چې وایي: "د افغانستان په خاوره څه مشکل شته دی".
د یونان سکندر مقدوني ته یې خپلې مور خط ولیږه چې تا څنګه په افغانستان کې دومره وخت تېر کړ؟ نورې سیمې دې زر - زر ونیولې.سکندر خپلې مور ته ولیکل چې زه د داسې حالت سره مخ یم چې تشریح یې نه شم کولی، خو یو شمېر مشران مې در واستل او د هر یوه لپاره مې په جلا بوجۍ کې د سیمې خاوره هم در ولېږله. دوی ته میلمستیا وکړه او وګوره چې په لومړۍ شپه د دوی په منځ کې مینه او خبرې څنګه دي؟ په دویمه شپه د قالینې لاندې د افغانستان خاوره واچوه او بیا مېلمانه کړه، وګوره چې د دوی تر منځ څه پېښیږي؟ مور یې هماغسې کار وکړ.
په لومړۍ شپه د میلمستیا نه وروسته، مشران سره ډېر صمیمي وو او مهذبه بحثونه یې کول. خو دویمه شپه، کله چې د افغانستان خاوره یې بوې کړې وه، د دوی تر منځ جګړه رامنځته شوه او یو بل یې ملامتول. مور یې حیرانه شوه چې دا هماغه مشران وو، چې تېره شپه به یې په خپلو منځو کې صمیمي او مهذب بحثونه کول، خو نن شپه یو بل خوري!؟ مور یې پوهه شوه چې سکندر ملامت نه دی چې ولې یې دومره وخت د افغانستان په خاوره کې تېر کړ؛ ځکه د دې سیمې په خاوره کې مشکل دی.
اوس خبره دا ده چې په افغانستان کې ستونزه شته او افغانانو دا ستونزه له ځانه سره نورو هېوادونو ته هم وړې ده. که دا خبره نه وي، ټول به پوه شئ چې جنګونه د افغانستان د مسایلو د حل لار نه ده. د نفې او انحصار د قدرت سیاست کار نه ورکوي. افغانستان ته مشروع او قانونمند حکومت پکار دی، چې افغانان د یو مهذب ملت په توګه د یوویشتمې پېړۍ له شرایطو سره سم ژوند، کار او سیاست وکړي. خو بیا هم ملا له ملا سره نه جوړیږي، سیاستوال له سیاستوال سره، شاعر له شاعر سره، لیکوال له لیکوال سره، ملک له ملک سره، بېسواده له بېسواد سره، باسواده له باسواد سره، مدني له مدني سره، او غیر مدني له غیر مدني سره نه جوړیږي.
اوس بهرنیان په موږ څه ملامت دي؟ هر هېواد ښه او خراب ګاونډیان لري، د نړۍوالو مداخلې هرچیرته شتون لري، مختلف قومونه او نژادونه په هر هېواد کې اوسیږي، خو ټول د قانون په چوکاټ کې ژوند کوي او د خپلو ګاونډیانو او نړۍوالو سره یو حل ته رسیږي. کوم هېوادونه چې داخلي ستونزې لري، هغوی هیڅکله د ګاونډیانو او نړۍوالو سره په یوه لار نه ځي.
مثالونه: سوډان، سوماليه، پاکستان، افغانستان، بنګلهدیش. کله چې کورنۍ ورانه وي، بهرني مداخلې حتماً کېږي.
طالبان د ملا نصرالدین په خره څرخولي (سرچپه) ناست دي او مخالفین هم له هغوي سره مخالفه لار تعقیبوي. ولس د دواړو خواو سره سرونه خوځوي. اکثریت خاموش دي او په سیاسي معادلاتو کې هیڅ رول نه لري، ځکه فعاله نه دي. محدود کسان چې په سیاسي یا ټولنیزو رسنیو کې فعاله دي، هم کله ناکله له ستونزو سره مخ کېږي.
سوال دا دی چې د داسې حالت نه څه توقع کېدای شي؟ توقع او واقعیت همدا دی چې افغانان به هم په داخل او هم بهر کې له نورو ستونزو سره مخامخ وي، هم مړه او هم پړه.
افغانان څو لسیزې د تروریزم، د ګاونډیانو او نړۍوالو د اشغال، تجاوز او مداخلې قرباني دي. په میلیونونو افغانان مهاجر شوي یا وژل شوي، خو اوس هم ځینې لکه د پاکستان غوندې هېوادونه وایي چې افغانستان د تروریزم مرکز دی. رحمان الله چې د امریکایانو سره کلونه کار کړی، اوس خپل ځان نه، افغانان ملامت ګڼي.
افغانان دې ته تکړه دي چې یو بل ته کنځلې وکړي، توهین وکړي او دروغجن تورونه پر یو بل ولګوي. طالبانو، لنډغرو او متعصبه ایډیالوژیکې ډلو خپلو ټولو پلویانو ته د کنځلو درس ورکړی/ورکوي چې څنګه مخالفینو ته کنځلې وکړي. د هرې ډلې پلویان، چې خپلو مخالفینو ته کنځلې کوي، په حقیقت کې د دوی مشرانو له لوري همداسې تربیه شوي. عام ولس خو په خیر او دعا غواړي هر څه سم شي، خو دا ممکنه نه ده، ځکه الله تعالی د هغه قوم حالت نه بدلوي تر څو چې په خپل عمل کې تغیر را نه ولي.