په کال ۱۹۴۷ کې د هند د تجزیې او د پاکستان په نوم د یوه نوي مملکت د جوړښت نه وروسته د دغو هېوادونو ترمنځ تل پخې دښمنۍ پاتې شوې دي. د بریتانوي استعمار نه پاتې د کشمیر مسئله تر اوسه لاينحل ده، د هند سره دښمني د پاکستان د جنرالانو د واکمنۍ اېډیالوجۍ یوه اساسي برخه پاتې شوې ده.
هند هم په کال ۱۹۷۱ کې د پاکستان د هغه وخت ختیځې برخې کې د ژور سیاسي بحران نه په استفادې سره خپل عسکر هلته واستول او د پاکستان په دوه ټوټې کولو کې یې ونډه واخسته.
په تېرو اته اویا کالونو کې په دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ لویې او وړې پنځه جګړې شوې دي چې په دې جګړو کې زیاتره وخت هند بریالیتوب ترلاسه کړی دی، خو د دې کال د می په میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ په څلور ورځني محدود پوځي تقابل کې، چې تش د الوتکو، بېپیلوټه الوتکو او د توغندیو د بریدونو او ګوزارونو پورې محدود وو، پاکستان په هند باندې په روحي او تبلیغاتي توګه د لاسبریتوب پریماته هڅې کړې دي.
په دې کار کې پاکستان سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت تودو اړیکو هم کومک کړی دی، د هند حکومت په دغه پرمختګونو ډېر په قهر دی او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون د دغه هېواد سیاسي او پوځي واکمنانو په تېرو څو میاشتو کې په وار وار د پاکستان نه د غچ اخیستلو تهدیدونه کړي دي. عین په دغه وخت کې د پاکستاني جنرالانو او د طالبانو د امارت ترمنځ ترینګلتیا او پوځي تقابل د پېښو له امله د طالبانو د امارت او د هند ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکو کې څرګند نږدېوالی هم راغلی دی، دغه پرمختګ د افغانستان، پاکستان او هند په درې اړخیزه اړیکو ژوره اغېزه کړې ده.
پاکستان لکه د تل غوندې یوځل بیا د افغانستان او د هند ترمنځ په اړیکو کې نږدېوالی د پاکستان پر ضد دسيسه ګرځولې ده او د طالبانو پر امارت خپل سیاسي، پوځي او اقتصادي فشار پراخ کړی دی. د اکتوبر د میاشتې په دویمه اونۍ کې پاکستاني الوتکو د کابل په ګډون په ځینو نورو ځایونو بریدونه وکړل چې د طالبانو د امارت خارجه وزیر امیرخان متقي د هند په رسمي سفر بوخت وو، او دا اوس د نومبر د میاشتې په دویمه نیمايي کې چې د طالبانو د امارت د تجارت وزیر هند ته خپل رسمي سفر تکمیل کړ، پاکستاني الوتکو یوځل بیا په خوست، پکتیکا او کونړ کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي. که څه هم پاکستان په افغانستان خپل بریدونه د پاکستان په داخل کې د ټي ټي پي د هغو نویو بریدونو ځواب بولي چې د دوی د ادعا سره سم په افغانستان کې موجود د ټي ټي پي د مشرتابه له خوا تنظیم شوي دي، خو د سیمهییزو سیاسي چارو څارونکي په دې عقیده دي چې له هند سره د طالبانو د امارت د اړیکو پرمختګ هم د پاکستان د دښمنۍ د راپارولو یو مهم عامل دی.
په کال ۱۹۴۷ کې چې کله په هندوستان کې د انګلیسي امپراتورۍ د پای ته رسېدو نه پس افغانستان د پاکستان سره د ډیورند د استعماري کرښې د منلو نه انکار وکړ، او په کال ۱۹۴۸ کې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په کشاله لومړۍ جګړه وشوه، نو پاکستان په هندوستان باندې تور پورې کړ چې هغه افغانستان د پاکستان سره دښمنۍ ته لمسوې، تر څو چې پاکستان د شرق او شماللوېدیځ له خوا د دوو جبهو د جګړې سره مخامخ شي.
دا مطلق بېاساسه تور و، ځکه چې په کال ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کې د هند او پاکستان ترمنځ جګړو کې افغانستان په کامله توګه بېطرفه پاتې شو، او پاکستان ته یې د دغو جګړو په وخت کې هېڅ مشکل ایجاد نه کړ، خو د دغو جګړو په جریان کې پاکستان خپله ختیځه سیمه وبایلله او هغه د بنګلهدېش په نوم په یو مستقل دولت بدله شوه، د دې بدلون سره د پاکستاني جنرالانو پام دې واقعیت ته راوګرځېد چې د هند غوندې پراخ هېواد په ګاونډ کې د پراته پاکستان جغرافیایي سور ډېر تنګ دی، د هند الوتکې په څو دقیقو کې د پاکستان هر ګوټ ته رسېدلی شي او هلته برید کولی شي، نو پاکستان کې د ستراتیژیکې ژورتیا د ترلاسه کولو اړتیا منځ ته راغله، په شرق کې د دغې ژورتیا د منځ ته راوړلو امکان کشمیر څخه د هند په شا د ټیلوهلو په وسیله عملي کېدلی شو، او په شماللوېدیځ کې په افغانستان باندې د سیاسي او پوځي هژمونۍ د ترلاسه کولو له لارې دغه ستراتیژیکه ژورتیا جوړېدلی شوه.
پاکستان د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په پرلهپسې توګه مداخلې وکړې او د کشمیر بېلتونپالو ته یې د هند پر ضد مقاومت او بېلتون ته لمن ورکړه. د هند او پاکستان ترمنځ شویو پنځو جګړو کې څلور جګړې د کشمیر په مسئله شوې دي، خو طبعاً چې هند د نفوس، جغرافیه، او اقتصادي او پوځي ځواک له اړخه د پاکستان په پرتله زیات ځواکمن هېواد دی، نو پاکستان تر اوسه د کشمیر په جبهه باندې پاتې راغلی دی، نو ځکه یې ټول فوکس افغانستان ته اوښتی دی.
افغانستان کې د شاهې نظام د پای ته رسېدو سره د بېثباتۍ او د دولتي نظامونو د سقوط یوه اوږده لړۍ پیل شوې ده. پاکستاني جنرالانو د دغو شرایطو نه په استفادې سره، د ځواکمنو لوېدیځو هېوادونو او د چین سره د ځان په نږدې کولو له لارې په افغانستان باندې د غلبې تلاش سوا کړی دی.
هند هم د داسې موقع په تلاش کې پاتې شوی دی چې په افغانستان کې جوړېدونکي نوي حکومتونو کې د پاکستان پر ضد خپل متحدین بیا ومومي. افغانستان د یوه مستقل هېواد په توګه حق لري چې د نړۍ او یا د سیمې له هر یوه هېواد سره د خپلو ملي ګټو پر اساس اړیکې وساتي، خو مهم ټکی دا دی چې هغه خپل ځان د پاکستان او هند ترمنځ موجود ژور سیاسي او پوځي انقطاب نه لرې وساتي. افغانستان باید د دغو دواړو هېوادونو سره د متقابل احترام پر اساس داسې دوستانه اړیکې جوړې کړي چې افغانستان د پاکستان له لارې د هند او جنوبي آسیا د نورو هېوادونو سره تجارت وکړای شي او هند او پاکستان دواړه د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا سره تجارتي اړیکې وساتي، خو د دغه توازن د جوړېدو لپاره دا هم اړینه ده چې د نړۍ ابرقدرتونه جنوبي او مرکزي آسیا کې د ټکر او انقطاب په ځای د اقتصاد او ماحولیاتي بحران د مخنیوي لپاره د همکارۍ لاره غوره کړي.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان وتوانېد چې د افغانانو عامه ذهنیت، د بحث اصلي محورونه او تر ډېره د افغان ډیاسپورا فکري تمرکز بدل کړي. هغه موضوعات چې باید د اسلاماباد د سیاسي زوال، داخلي کړکېچونو، د پوځ او امنیتي ادارو د ناکامۍ د څرګندولو لپاره مطرح شوي وی، په قصدي ډول څنډې ته شول.
د دې پر ځای چې حقیقت ته تم شوی وی مصنوعي بحثونه مطرح کړی شول چې نه یوازې د اصلي حقایقو د لیدو مخه یې ونیوله، بلکې د یوه داسې ملت تمرکز یې هم ګډوډ کړ، چې د پاکستان پر وړاندې یې شدید منفي ذهنیت لاره/لري.
دا مهال د افغانانو عامه افکار او بحثونه د بې لومړيتوبۍ څپې وهلي او دا چاره د شعوري تبلیغاتو یوه برخه ده.
د پاکستان ډار
پاکستان نن د خپل تاریخ په تر ټولو ژور کړکېچ کې دی. دا یوازې اقتصادي بحران نه دی، نه یوازې سیاسي شخړې او بې ثباتۍ دي، بلکې د دولت د بنسټیزو جوړښتونو د زوال یوه اوږده پروسه پیل شوې ده، چې په قصدي ډول ترې د افغانانو، پښتنو او بلوچانو پام اړول شوی دی.
بلوچستان او د مقاومت نوې څپه: په نړۍ کې ډېر کم هېوادونه داسې صراحت لري چې د خپلو خلکو او یا سیاسي جغرافیې نیمايي ایالتونه د دولت پر ضد وسلهوال مقاومت ته ولاړ شي. په پاکستان کې نن بلوچستان همدا تصویر وړاندې کوي.
د بلوچانو مبارزه یوازې د څو ډلو فعالیت نه دی، بلکې د یو اوږد تاریخي محرومیت، قومي تبعیض او سیاسي استبداد په وړاندې راولاړه شوې مفکوره ده او اوس یې نوي نسل جګړه په خپل لاس کې اخیستې ده.
په رسنیز کچ پاکستان ان د بلوچستان نوم اخیستل هم نه غواړي، ځکه د کړکېچ هر ځل یادونه یې د جغرافیايي کمزورتیا او د دولت د ناکامۍ ثبوت دی.
دا جګړه د تېرو څلورو کلونو په پرتله تر بل هر وخت پیاوړې شوې ده، مګر په قصدي ډول په نړۍوال سټیج بې اهمیته ګرځول شوې، خو په سیمه ییز کچ هم عامه افکار منحرف شوي او بلوچان له یاده ویستل شوي.
اقتصاد او درانه پورونه: پاکستاني اقتصاد د سقوط درشل ته رسېدلی دی، روپۍ د خپل تاریخ تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې، د غربت او بېکارۍ کچه لوړه شوې، ای ایم ایف سختې مقررې لګولې، د پانګونې چاپېريال په شدیده بڼه ځپل شوی، صنعت د دېواله کېدو له ګواښ سره مخ دی او د صادراتو ستونزې د دولت د نغدي پیسو زیرمې ختموي.
د اقتصاد زوال د امنیت، سیاست او ټولنې د ټولو نورو بحرانونو مور ده. خو افغان لوری چې له پاکستان سره د کړکېچ اوږ تاریخ لري پر ځای د پاکستان د ځواک په اړه بحث کوي.
پښتونخوا او وسله والې ډلې: ټي ټي پي، داعش، بلوچ ډلې او ګڼې نورې وسلهوالې شبکې په پاکستان کې له دولتي ځواک سره سیالي کوي. هره ورځ د پولیسو او پوځ پر ضد بریدونه کېږي. دا یوازې امنیتي پېښې نه دي، دا د پاکستان د امنیتي ادارو هغه ستره ناکامي ده چې څوک یې په اړه بحث نه کوي.
اسلاماباد ښه پوهېږي چې د دې مسایلو مطرح کېدل د پاکستان د دولت پر مشروعیت مستقیم برید دی. له همدې امله غواړي داخلي او سیمه ییز عامه ذهنیت د دې موضوعاتو له څېړلو منحرف پاتې شي.
په سیمه ییز او نړۍوال کچ دا غږ او د پاکستاني اسټبلیشمېنټ کمځواکي روښانول د افغان ډیاسپورا پر غاړه دي، خو افغان ډیاسپورا پر دې بوخته ده چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت چپه کولی شي او که نه؟
پاکستان څنګه د افغانانو فکري تمرکز بدل کړ؟
دا لومړی ځل نه دی، تاریخ ته په کتو کله چې پاکستان غوښتي چې له خپلو داخلي ستونزو پاملرنه واړوي او خپلو خلکو ته بېرونی تهدید لوی وښيي، تر ټولو اسانه کار دا دی چې د افغانستان او هند په عامه ذهنیت کې مصنوعي بحران جوړ کړي. پاکستان هم همدا کار وکړ.
دا ټولې پوښتنې د یوې رواني جګړې برخه وې، ځکه اصلي بحث دا نه و چې پاکستان څه کولی شي، بلکې دا و او دی چې پاکستان څه نه شي کولی؟
د مصنوعي ګواښ فضا: پاکستان فکرونه د افغانستان پر داخلي مسایلو، د رژیم د بدلون پر بحثونو او د ډېپلوماټیکو احتمالاتو په لوري کش کړي، څو هېڅوک د بلوچانو جګړه، د اقتصاد تباهي، د امنیتي ادارو ناکامي، داخلي بې اعتمادي، غربت او د کورنیو سیاستونو بحران ته پام ونه کړي.
پوښتنه دا ده چې که د افغان ډیاسپورا چلند همدا ډول سطحي وي، ایا افغانان به دا رواني جګړه وبایلي؟ځواب هو دی، ځکه دا ډول رواني جګړه بایلونکې ده، ځکه افغان لوستی قشر په هغه بحث مشغول دی چې پاکستان یې غواړي. ډیاسپورا د هغو موضوعاتو اسیره شوه چې اسلاماباد د افکارو د انحراف لپاره طرحه کړي وو. د دغو ټولو مصنوعي بحثونو پر ځای باید افغان ډیاسپورا وپوښتي: پاکستانی استبلیشمېنټ څنګه هره ورځ تر واک لاندې ځمکه له لاسه ورکوي؟ دا د حقیقي روایت د ایجاد اساسي پوښتنه ده.
د پاکستان د اصلي بحران نه یادول د سیمې لپاره ولې خطرناک دي؟
افغانستان او سیمه هغه وخت خپل واقعي تصویر ویني چې د پاکستان د زوال پروسه په علمي او پر حقایقو ولاړ تحلیل کې وڅېړل شي. تر هغو چې افغانستان او سیمه د پاکستان د اصلي بحران انځور ونه ویني، د سیاست، امنیت او اقتصاد ټول تحلیلونه نیمګړي پاتې کېږي.
د جګړې جغرافیه بدله او لویه شوې ده، که په پاکستان کې داخلي جګړه پراخه شي، پښتونخوا او بلوچستان د جګړې د نویو مرکزونو په توګه مخ ته راځي. که پاکستان د پوځ د کنټرول له لاسه ورکولو پړاو ته داخل شي، د نړۍوالو استخباراتو نوی رقابتي میدان به جوړ شي او که د پاکستان د دولت کمزورتیا دوام پېدا کړي، د سیمې جیوپولیټیک نقشه به د ۲۰۱۰ په پرتله سل چنده متفاوته وي.
اوس د افغان ډیاسپورا لپاره د رواني جګړې په پار بنسټیزه پوښتنه دا نه ده چې پاکستان څه کولی شي؟ اصلي پوښتنه دا ده چې پاکستان تر کومه د سقوط په مسیر روان یو هېواد دی؟
دا هغه بحث دی چې موږ ته د سیمې د راتلونکي په اړه یوه لارنقشه راکولی شي. د پاکستان د پټو بحرانونو روښانه کول یوازې یو تحلیل نه دی؛ دا د افغانستان او سیمې د امن او ثبات لپاره د افغان ډیاسبورا مسوولیت دی.
که موږ غواړو د سیمې د راتلونکي په اړه د واقعیت پر بنسټ فکر وکړو، باید د پاکستان د اصلي ستونزو، د دولت د داخلي ماتېدو، د وسلهوالو ډلو د پراخېدو، د اقتصادي سقوط خطر او د امنیتي ادارو د ناکامۍ په اړه روښانه او دوامدار بحثونه وکړو.
مصنوعي بحثونه، احساساتي غبرګونونه او د پاکستان د جوړو شویو روایتونو تعقیبول افغانان د سیمې د حقیقي تصویر له لیدو محروموي.
دا هغه کسان دي چې ډیری برخه یې په لویدیځو هیوادونو، متحده ایالاتو، انګلستان او اروپا کې ژوند کوي، او د پاکستان سره په جګړه کې یې د طالبانو د سایبر ځواک د یوې برخې په توګه کار کاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مخابراتو وزارت د فیسبوک، انسټاګرام او ایکس په څیر پلیټ فارمونو کې ځینې منځپانګې فلټر کوي، خو د دې ډلې د رسنیو فعالین په همغږي او سیستماتیک ډول په خواله رسنیو کې انلاین وي. تر څو داسې اوازې او انګېزې رامینځته کړي چې د ملي عزت، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ورته ارزښتونو تر نوم لاندې دا ګټور احمقان له ځان سره یو ځای کړي.
په سیاست کې د «ګټور احمق»یا «ګټور ناپوه»اصطلاح هغو کسانو ته کارول کېږي چې په ناپوهۍ سره د یوې ډلې لپاره پرته له هغې چې پوه شي تر شا یې څه موخې دي په تبلیغاتي ډول عمل کوي. دا اصطلاح په لومړی ځل لینن ته منسوب شوه، چې هغه به په لویدیځ کې د هغو لیکوالانو او مفکرینو لپاره کاروله چې د شوروي اتحاد ستاینه به یې کړله.
په خواله رسنیو کې د طالبانو دا شبکې د ورځني وضعیت او تودو مسایلو پر اساس عمل کوي. هرکله چې د دې ډلې مخالفین کومه غونډه یا بیان ورکوي، دا تبلیغاتي ماشین په سیستماتیک ډول پر دوی برید کوي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستي تاوتریخوالي کې د دوی رول تر بل هر وخت ډیر لیدل شوی دی.
دوی د طالبانو خبرې پیاوړې کوي او مخالفین د مستعار نومونو، قومي هویتونو، ژبو، یا حتی د ښځو د نومونو او عکسونو په کارولو سره په نښه کوي. دا بریدونه ډیری وختونه د سختو او غیر اخلاقي ادبیاتو سره مل وي.
په ځینو مواردو کې، طالبانو د بهرنیو چارواکو په نوم جعلي پیغامونه هم خپاره کړي دي، د مثال په ډول د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په نوم د پیغام خپرول او حتی زلمی خلیلزاد هم یو ځل دغه جعلي کمپاین کې په نښه شوی و.
د اکتوبر په میاشت کې طالبانو پورې تړلو حسابونو د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره یوه جعلي ویډیو خپره کړه، په ویډیو کې داسې ښکاریده چې د روسیې ولسمشر د پاکستان په وړاندې د طالبانو ملاتړ کوي. په کابل او اسلام اباد کې د روسیې سفارتونو دا ویډیو جعلي وبلله، خو دا اقدام د پاکستان د سیاسي فشار پر وړاندې د طالبانو د ستراتیژۍ یوه برخه وه.
له دې پیښو وروسته، د پاکستان حکومت له ایکس خواله رسنۍ څخه وغوښتل چې طالبانو پورې تړلي څو حسابونه وتړي.
د پاکستان سره له تاوتریخوالي وروسته طالبانو ټولنیزې رسنۍ د پاکستان په وړاندې د تبلیغاتي جګړې په ډګر بدلې کړې. طالبانو پورې تړلو پاڼو په کلکه د پاکستان ضد ملتپالنې احساساتو ته لمن ووهله. د دوی د ادبیاتو ملاتړ د پخواني حکومت سره تړلو ځینو چارواکو او شخصیتونو هم وکړ چې یو وخت یې د طالبانو د ملاتړ لپاره پر پاکستان سختې نیوکې کولې.
د طالبانو مشرانو هڅه وکړه چې د خپلو تندو او پاروونکو بیانونو او منظمو تبلیغاتو سره د پاکستان په وړاندې د خلکو غوسه راوپاروي. افغانان په تاریخي لحاظ د پاکستان په وړاندې حساس دي، ځکه چې په څو لسیزو کې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې پالیسۍ او د هند په څیر هیواد سره د سیمه ایزې سیالۍ له امله په ټولنه کې د پراخې بې باورۍ فضا او جګړه رامینځته کړې ده.
پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان په خاوره کې دترهګرو ډلو پټنځایونه دي او د دوی مخالفین د طالبانو لخوا د چمتو شویو پټنځایونه کار اخلي. طالبانو هڅه وکړه چې د پاکستان سره جګړې ته تاریخي او ملي رنګ ورکړي او د ډیورنډ کرښې او د پاکستان د پخوانیو پالیسیو مسله روښانه کړي. طالبانو غوښتل وښيي چې دا کړکیچ د افغانستان او پاکستان ترمنځ دی، نه یوازې د دوی او پاکستان ترمنځ.
طالبانو هم په ایران د اسراییل د برید تبلیغاتي روایت په څېر هڅه وکړه چې وروستۍ شخړه په افغانستان باندې د پاکستان د برید په توګه انځور کړي ترڅو د پاکستان ضد احساساتو څخه ګټه پورته کړي.
له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۱ پورې، چې هېواد د جهادي شخړو او بیا د طالبانو تر سختدریځي واک لاندې و، ملي ادارې له منځه لاړې، فرهنګي بنسټونه زیانمن شول او ټولنه ګډوډه شوه. خو بیا هم ملت د قومي کرکې پر ځای د زغم، صبر او ملي روحیې بېلګه پاتې شو.
په داسې زمان کې چې فرهنګي او تعلیمي ارزښتونه زیانمن شول، ملي روایتونه په زوره له منځه لاړل خو بیا هم ملت د ژور قومي انشقاق پر ځای متحد پاتې شو د معاصر تاریخ د قومي تړون یوه روښانه نمونه ده.
نننی مصنوعي ګواښ: سکتاریستان او د کرکې سوداګران
اوس هم سره له دې چې یو غیرډېموکراتیک حاکمیت پر ولس واکمن دی او له بل اړخه ځینې تنگنظرې، متعصبې او سکتاریستې کړۍ د کرکې او بېلوالي زهر شیندي، خو ولسي درایت دا امکان له منځه وړی چې دا زهر دې اغېز وکړي. ملت لاهم د هغو تفرقو پر وړاندې ودریږي چې د ولس له طبیعي جوړښته راټوکېږي. داسې کسان په ملت کې ځای نه لري، ځکه دوی د افغانانو د ولسي لرغوني وحدت له تاریخ، رېښو او جوړښت څخه بې خبره دي.
د اختلاف پر ځای د تفاهم ځواک
د نن ورځې اړتیا دا نه ده چې اختلافات ژور کړو، بلکې دا ده چې له فکري تنوع، سیاسي تجربو او ټولنیزو تفاوتونو څخه په ملي ګټه استفاده وشي. د ملت ځواک د نفرت په شعارونو نه، بلکې په ګډ ملي لیدلوري، سیاسي عقلانیت او ټولنیز تفاهم کې دی.
افغان ولس نه د کرکې نسخه غواړي او نه د تفرقې شعار؛بلکې د فکري ازادۍ، ټولنیز عدالت او سیاسي ثبات تږی دی. دا هغه مسیر دی چې د افغان ملت د نهماتېدونکي طبیعت او ملي یووالي تسلسل تضمینوي.
موږ باید د ملت پر وحدت باور ولرواو د هغو کسانو له بحثونو، شعارونو او بېمسوولیته تحلیلونو ځان لرې وساتو چې غواړي د افغانانو په منځ کې د بېلتون زهر وشیندي.له دوی باید فاصله واخلو،موږ باید د ولسي اتحاد په تړاو ډاډمن واوسو؛ نو غوره به وي چې خپله ارزښناکه انرژي په رغنده سیاسي انسجام ولګوو.
که خپل ځواک د ګډ ملي فکر، عادلانه نظام او د ټولو لپاره برابر سیاسي مشارکت لپاره ولګوو، نه یوازې دا چې ملت به متحد پاتې شي، بلکې افغانستان او د افغاني ټولنې ټول اقشار به له یو نوي ثبات، عدالت او روښانه سیاسي ثبات سره مخ شي.
ځینې افغانان د طالبانو محدودیتونه او ظلم د "ژوندي پاتې کېدو" یوه وسیله ګڼي. دوی په بېلابېلو مفاهیمو خپلې انساني غوښتنې کنټرولوي. د بېلګې په توګه وايي: «موږ نور انتخاب نه لرو، دا لږ تر لږه امنیت دی.» "د طالب بدیل نشته". دوی د طالبانو د کړنو توجیه کول یوازې د خپل رواني فشار د کمولو لپاره کاروي.
دا رواني حالت د ذهن د دفاعي میکانیزم ښکاره مثال دی، چې قرباني د ظالم ملاتړ د دې لپاره نه کوي، چې دی یې خوښ دی، بلکې ملاتړ د دې لپاره دی چې بل اسان انتخاب نه لري.
۴. د اختیاري ملاتړ احساس
ځینې خلک بیا تېر له اوس سره پرتله کوي او د طالبانو د واکمنۍ د محدودو ښهګټو (لکه لږ امنیت، د فساد مخنیوی) د ملاتړ د دلیل په توګه یادوي، خو نږدې تاریخ یې هېر دی چې د دې ټولو اصل عامل څوک و؟
دا حالت د سټاکهولم سنډروم یوه څرګنده نښه ده، چې پرې اخته شوی خپله نږدې حافظه هم په اختیاري بڼه له یاده باسي او اوسنی جبر توجیه کوي. دلته هم قرباني د خپل ژوند د ژغورنې لپاره له ظالم سره تړاو پیدا کوي.
د سټاکهولم سنډروم خطرونه
که څه هم سټاکهولم سنډروم یوه رواني ناروغي ده او په نږدې وخت کې یې زیان نه شي حس کېدلی، خو په اوږدمهال کې په ټولییز ډول د ناورینونو زېږېدونکی حالت دی، چې پرې اخته شوی انسان پرې نه پوهېږي.
دا ناروغي لاندې پایلې لري:
ظلم او زور ته مشروعیت ورکوي
د مدني مقاومت او بدلون اراده کمزورې کوي
د ټولنې انتقادي فکر له منځه وړي
د ظالم نظام د پراختیا لپاره ټولنیز پوښ ورکوي
که چېرې ټوله ټولنه له دې حالت سره عادت شي، نو د افغانستان راتلونکي نسلونه د ټولنیز، سیاسي او فکري ظلم لاندې پاتې کېدای شي.
یوې بلې مسلې چې د سټاکهولم سنډروم د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړې، هغه د جمهوري دولت له سقوط وروسته د نږدې اتو میلیونو افغانانو له هېواده وتل وو. په افغانستان کې پاتې خلک دا فکر کوي، چې له هېواده وتل بدلون تضمینوي او په هېواد کې دننه مخالفت ناشونی دی، ځکه خو پر دوی پخواني حاکمان له هېواد څخه ووتل.
د ننني افغانستان په ایینه کې دا چې افغاني ټولنه له سټاکهولم سنډروم ساتل شوې او که پرې قصدي اخته شوې، د جمعي بحثونو د محور په توګه یې شرحه اړینه ده.