• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې د کاري ځواک د کموالي له امله د افغان کډوالو جذب ته مخه کړې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۰

روسیې د خپل هېواد د کاري ځواک د سخت کمښت د جبران په موخه له افغانستان سره د افغان کارګرو د جذب په اړه خبرې اترې پیل کړې دي. مسکو ټایمز ورځپاڼې د فبرورۍ په ۲مه په یوه راپور کې د مسکو لپاره د افغانستان د سفیر له قوله لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ په دې تړاو خبرې روانې دي.

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل‌حسن ویلي دي، چې «د مثبتو پایلو د ترلاسه کېدو لپاره زمینه شته» او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان چمتو دی څو روسیې ته ځوان «مسلکي او متخصص» کاري ځواک برابر کړي.

د راپور له‌مخې، دواړه هېوادونه همداراز د هوايي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو کار کوي چې په‌کې د کام‌ایر هوایي شرکت له‌خوا د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پيلېدل هم شامل دي. دا مهال د اریانا افغان هوايي شرکت یوازې په اوونۍ کې یوه الوتنه د مسکو د شرمتیوو له هوايي ډګر څخه ترسره کوي.

روسیې تېر کال طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه واېستل او ورپسې یې د نړۍ د لومړي او یوازیني هېواد په توګه پر کابل واکمنه دا ډله په رسمیت وپېژندله. له دې ګام وروسته، مسکو له افغانستان سره د پراخو همکاریو د روښانه راتلونکي یادونه کړې چې په‌کې د انرژۍ، ټرانسپورت، کرنې او بنسټیزو زېربناوو برخې شاملې دي.

روسیه له هغه وخت راهیسې چې پر اوکراین یې جګړه پیل کړې، د کاري ځواک له جدي کمښت سره مخ ده. د معلوماتو له‌مخې، د روسیې اقتصاد دا مهال د شاوخوا ۲ اعشاریه ۶ میلیونه کارګرانو له کمښت سره مخ دی او اټکل کېږي، چې دا شمېر به تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۳ اعشاریه ۱ مېلیونو کسانو واوړي.

د مسکو ټایمز د راپور پر بنسټ، روسي چارواکو په وروستیو کلونو کې په زیاتېدونکې توګه پر هندي کاري مهاجرو تکیه کړې ده. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۶ زرو ډېر د کار جوازونه د هند وګړو ته ورکړل شوي، چې دا په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال دنیس مانتوروف تر دې وړاندې ویلي وو، چې هېواد یې چمتو دی څو د کار بازار د تشو د ډکولو لپاره له هند څخه «نامحدود شمېر» کاري ځواک ومني.

سربېره پر دې، د روسیې حکومت غواړي له چین، مالیزیا، بنګله‌دېش او افریقایي هېوادونو څخه هم ډېر کارګران جذب کړي. تر دې وروستیو پورې افغانستان په دې چوکاټ کې د پام وړ نه و؛ خو د دې نشریې په وینا، د نومبر په میاشت کې طالبانو روسیې ته وړاندیز وکړ چې افغان وګړي کولی شي د کرنې په برخه کې چې لږ تر لږه د ۱۳۰ زرو متخصصینو له کمښت سره مخ ده او همدارنګه په نورو برخو کې پر کار وګومارل شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

هند له افغانستان سره د شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالرو مرسته کوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د هند او طالبانو ادارې ترمنځ د اړیکو له تودېدو سره هم‌مهاله، هند په خپله نوې مالي بودیجه کې له افغانستان سره یو اعشاریه پنځه میلیارده هندي روپۍ چې شاوخوا ۱۶ نیم میلیونه امریکايي ډالره کېږي، د مرستې په توګه ځانګړې کړې دي.

د هند د حکومت د بودیجې سند ښيي، چې دې هېواد د تېر کال پرتله له افغانستان سره خپلې بشري مرستې لږ څه زیاتې کړې دي، خو دا اندازه د هغو مرستو پرتله ډېره کمه ده چې هند پخوا د افغانستان له پخواني حکومت سره کولې.

د ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال، هند افغانستان ته شاوخوا ۱۰۰ کروړه هندي روپۍ چې نږدې ۱۱ میلیونه ډالره کېږي، مرسته کړې وه. د هند تر ټولو زیاتې مرستې د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ته ځانګړې شوې دي، لکه بوتان او سرېلانکا چې له هند سره نږدې او ښې اړیکې لري. د بودیجې په سند کې لیدل کېږي، چې هند خپلو مرستو ته په یو شمېر دغو هېوادونو کې زیاتوالی ورکړی دی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د هند د مرستو زیاتوالی له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو له تودېدو سره نږدې تړاو لري. هند نه یوازې په کابل کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ طالبانو ته سپارلې دي، بلکې په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزیران هم مېلمانه کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د هند تود هرکلی د دې ښکارندويي کوي، چې هند غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي. دې اړیکو اسلام‌اباد اندېښمن کړی او پاکستان پرله‌پسې هند او طالبان تورنوي، چې د پاکستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو او بریدونو ملاتړ کوي.

د هند د بودیجې په سند کې دا نه دي روښانه شوي چې دا پیسې به په کومو برخو او یا کومو پروژو کې ولګول شي. تر دې وړاندې هند د طالبانو ادارې ته د درملو او خوراکي توکو مرستې هم استولې وې.

د ځانګړو شویو محدودو مالي سرچینو له‌مخې، داسې ښکاري چې د طالبانو د خوښې خلاف، هند به د طالبانو د ادارې په بنسټیزو او زېربنایي پروژو کې برخه وانخلي او خپلې مرستې به یوازې پر بېړنیو او بشري مرستو محدودې وساتي.

سره له دې چې د هند مرستې د طالبانو ادارې ته زیاتې شوې دي، خو د پخواني افغان حکومت د مرستو پرتله ډېرې کمې دي.

هند د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په ټولییزه توګه له افغانستان سره له درې میلیارده ډالرو زیاتې مرستې کړې وې. د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته دا مرستې ودرېدې، خو په ۲۰۲۴ کال کې بیا پیل شوې.

په افغانستان کې د هند له سترو پروژو څخه د سلما بند جوړول، د افغانستان د ملي شورا ودانۍ او د زرنج–ډیلارام لویه لار یادولی شو، چې شاوخوا ۲۱۵کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان لوېدیځ یې د ایران له چابهار بندر سره نښلولی.

ملا ترابي د بېړنیو مرستو تر څنګ د بنسټیزو وقایوي پروژو پر تطبیق ټینګار کوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۰ GMT+۰

د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي ادارې مشر ویلي، د بېړنیو مرستو د دوام تر څنګ د دې ادارې اساسي لومړیتوب د بنسټیزو وقایوي پروژو پلي کول دي، څو د طبیعي پېښو ګواښونه راکم او د انساني تلفاتو او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

ملا نورالدین ترابي په دې برخه کې د خوړو نړۍوال پروګرام همکاري حیاتي بللې ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د خوړو د نړۍوال پروګرام له استازي جان ایلیف او د هغوی له مل پلاوي سره دا څرګندونې کړې دي. دا لیدنه د دواړو ادارو ترمنځ د روانو همکاریو د ارزونې او د راتلونکو ګډو پروګرامونو د څېړلو په موخه ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د طالبانو یاد چارواکي زیاته کړې چې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره د همکارۍ هوکړې تر لاسلیک وروسته د ګډو پروګرامونو د همغږۍ او تطبیق کچه په څرګنده توګه لوړه شوې ده. هغه زیاته کړه، چې د مرستندویو بنسټونو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او دا مهال د همکاریو د لا پراختیا لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی، چې تمه ده دا لړۍ لا پیاوړې شي.

هغه د اقلیم په تړاو د افغانستان نازکو شرایطو او د طبیعي پېښو د لوړې احتمالي کچې په یادولو سره ټینګار وکړ، چې یوازې بېړنۍ مرستې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. هغه وویل، چې د دې ادارې ستراتیژیک تمرکز د بنسټیزو وقایوي پروژو پر تطبیق دی؛ هغه پروژې چې کولی شي په راتلونکې کې د طبیعي پېښو ناوړه پایلې کمې کړي. نوموړي په همدې تړاو د خوړو له نړۍوال پروګرام څخه وغوښتل، چې د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې فعاله او هدفمنده همکاري وکړي.

ترابي همدارنګه په ولایتونو کې د مرستو پر عادلانه او متوازن وېش ټینګار وکړ او له WFP څخه یې وغوښتل، چې د خاص ارزګان ولسوالۍ او خاک‌افغان ولسوالۍ ترمنځ د پاتې ۲۵ کیلومتره سړک د بشپړېدو بهیر چې یوه مهمه بنسټیزه پروژه ده، ګړندۍ کړي.

طالبانو د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکو له قوله لیکلي، سره له دې چې د ځینو تمویل کوونکو له لوري افغانستان ته ځانګړې شوې بودیجه کمه شوې ده، خو دا سازمان لا هم د بېړنیو مرستو د برابرولو او د اوږدمهالو پروژو د تطبیق په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې دی او هڅه کوي چې د دغو پروګرامونو ارزښت او اړتیا تمویل کوونکو ته په ښه توګه روښانه کړي.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې طبیعي پېښې په بې‌ساري ډول ډېرې شوې دي؛ تېر زېږدیز کال د کونړ ترڅنګ د هېواد په شمال کې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله. ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې افغانستان له سخت طبیعي ناورین سره مخ دی او له امله یې زیانمن شوي خلک پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو په کابل کې د ۵۸۸ میلیونه افغانیو زاړه بانکنوټونه سوځولي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د افغانستان بانک، چې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې ۵۸۸میلیونه او ۱۴۰زره افغانۍ زاړه او مندرس بانکنوټونه یې په کابل کې سوځولي دي.

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بانکنوټونه نن دوشنبه، د سلواغې په ۱۳مه، د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له منځه یووړل شول.

د خبرپاڼې له مخې، سوځول شوي بانکنوټونه د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰ او ۵۰۰افغانیو له بېلابېلو ډولونو څخه وو، چې د ډېرې کارونې له امله زاړه او د استفادې وړ نه وو .

د بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي چې د مندرس بانکنوټونو پر ځای به نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شي، څو خلک وکولای شي پرته له ځنډه خپلې ورځنۍ معاملې او راکړه ورکړه وکړي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې افغاني بانکنوټونه سم وساتي، څو تر ټاکلي وخت مخکې زاړه نه شي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په یوه تمریناتي لوبه کې سکاټلنډ ته ماته ورکړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۲ GMT+۰

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د۲۰۲۶کال نړیوال جام تر پیل وړاندې په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې د سکاټلنډ ملي لوبډلې ته د ۶۱منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو ویلي، ملي لوبډلې په دې تمریناتي سیالۍ کې ښه او هر اړخیزه لوبه وکړه او ویې کولای شول چې سیاله لوبډله په قانع کوونکي ډول له ماتې سره مخ کړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د توپ وهنې په برخه کې درویش رسولي د ۸۴منډو په جوړولو سره غوره وځلېد او ابراهیم ځدراڼ ۳۶منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې عظمت‌الله عمرزي درې ویکټې واخیستې، محمدنبي او ضیاالرحمن شریفي هر یوه دوه ـ دوه ویکټې ترلاسه کړې، او راشد خان، ګلبدین نایب او مجیب‌الرحمن هر یوه یوه ویکټه واخیسته.

د مسوولینو په وینا، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې چهارشنبه خپله دویمه تمریناتي لوبه د ویسټ‌انډیز پر وړاندې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ رسمي لوبه د فبرورۍ په اتمه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې کوي.

ملاله یوسفزۍ: د طالبانو جزایي اصولنامه د افغان مېرمنو سیستماتیکه ځپنه لا پیاوړې کوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۰

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي چې د طالبانو نوې جزایي اصولنامه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تاوتریخوالی لا ډېروي.

د ملاله په نوم بنسټ چې د نړې په ډیرو هېوادونو کې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو په برخه کې کار کوي، ویلي چې د طالبانو نوې جزایي اصولنامه چې د امربالمعروف له قانون سره یو ځای کار کوي، داسې قانوني چوکاټ رامنځته کوي چې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه بېلوي، کنټرولوي او مجازات کوي یې.

ملاله یوسفزۍ، چې د یاد سازمان بنسټګره ده، وایي: « هغه هېواد هېڅکله پرمختګ نشي کولی چې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه وباسي او د هغوی اساسي ازادي او حقونه تر پښتو لاندې کړي.»

هغې زیاته کړې: «زه د هرې افغانې نجلۍ ملاتړ کوم چې غواړي خپل غږ پورته کړي، په پټه زده کړه وکړي او خپل نظر څرګند کړي. موږ باید د جنسیتي اپارتاید پر ضد ګډ حرکت وکړو. مشران باید بېړنی اقدام وکړي، د افغانستان له خلکو سره ودرېږي او طالبان د خپلو جناياتو لپاره مسوول وګرځوي.»

بل خوا ملاله بنسټ په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې د طالبانو جزایي اصولنامه فزیکي سزا ته اجازه ورکوي، د عدلي پروسې ځواک کمزوری کوي، چارواکو او اشخاصو ته ددې واک ورکوي چې قوانین په خپله خوښه پلي کړي.

یاد بنسټ وایي چې د طالبانو د نوې جزایي اصولنامې له مخې د ښځو خوځښتونه، اظهار او خپلواکي جرم ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي لپاره حساب ورکونه کمزوری شوې او دا اصولنامه په عملي ډول دې ناوړه چلند ته مشروعیت ورکوي.