• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف یو وار بیا د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړه

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۶ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا د پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې ده. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې تر دې وړاندې یې هم د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه او اوس د هېواد د پرمختګ لپاره یو وار بیا د خبرو بلنه ورکوي.

هغه زیاته کړې:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

د هغه په وینا؛ د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره باید د سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د پاکستان حکومت د دې لپاره هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دی.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستانی سناتور: پاکستان کې مېشت افغانان د پولیسو ځورونې او جبري ستنولو له فشار سره مخ دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۰
100%

پاکستانی سناتور جان محمد بلیدي وایي، پاکستان کې مېشت افغانان د کورنیو چارو وزارت محدودیتونو او د پولیسو د ځورونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه ویلي، دغه افغانانو د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له وېرې پاکستان ته پناه وړې او باید د نړۍوالو قوانینو پربنسټ ورسره چلند وشي.

جان محمد بلیدي له دغه افغانانو سره په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې د روښان فکره او پرمختللي ذهنیت لرونکو خلکو ژوند خورا ستونزمن شوی دی.

نوموړي ویلي، چې ګڼې افغان کورنۍ او په ځانګړې توګه هغه کسان چې له رسنیو، زده‌کړې او روزنې سره تړاو لري؛ د وېرې له امله کډوال شوي او پاکستان ته یې پناه وړې ده. بلیدي وویل: «ډېری افغانان د ویزو په ترلاسه کولو پاکستان ته راغلي؛ خو د بشري چلند پر ځای هغوی د پولیسو او کورنیو چارو وزارت له‌خوا ځورول کېږي او د بډې اخیستنې غوښتنې ترې کېږي.»

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې له بشري چلند کار واخلي او د هغوی کورنۍ خوندي وساتي او د ماشومانو د زده‌کړې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي. په دغه ناسته کې د افغان کورنیو استازو چې مشري یې نور مرجان کوله، د هغو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې چې بېرته ستنې شوې کورنۍ او په پاکستان کې مېشت افغانان ورسره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې او جبري ستنونې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې نږدې ۲.۸ مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نړۍ ترټولو لویو او خورا پیاوړو جنګي بېړیو د جوړولو اعلان وکړ

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰
100%

ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نړۍ ترټولو لویو او خورا پیاوړو جنګي بېړیو د جوړولو اعلان وکړ. هغه ویلي، دغه نوې جنګي بېړۍ به تر دې دمه د ټولو جوړو شویو بېړیو پرتله «سترې، ګړندۍ او ۱۰۰ چلنده پیاوړې» وي.

هغه دغه څرګندونې د دوشنبې په ماښام (د مرغومي لومړۍ نېټه) په فلوریډا کې د خپلې کابینې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په ناسته کې کړې دي. د امریکا د ولسمشر په وینا؛ دغه پروګرام به د دوو بېړیو په جوړولو سره پیل شي او تمه کېږي، چې تر پایه پورې به یې شمېر له ۲۰ تر ۲۵ بېړیو لوړ شي. د یادې ډلې لومړۍ بېړۍ به د «یواېس‌اېس دیفاینټ» په نوم ونومول شي.

100%

ټرمپ، چې تر دې وړاندې یې د ځینو امریکایي جنګي بېړیو په بڼه نیوکې کړې وې، د دغه بېړیو په ډیزاین کې به برخه واخلي. هغه ويلي، چې دغه بېړۍ به له ۳۰زره ټنو زيات وزن ولري.

رانا ثناءالله: پي‌ټي‌ای مذاکرات نه غواړي، د بغاوت او ګډوډۍ اجنډا لري

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي، چې تحریک انصاف د مذاکراتو اراده نه‌لري او د دې ګوند اجنډا بغاوت، ګډوډي او د سیاسي مخالفینو له‌منځه وړل دي.

رانا ثناءالله له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دا خبره ناسمه ده چې د تحریک انصاف لپاره د خبرو ټولې لارې تړل شوې دي. هغه زیاته کړه، چې لومړي وزیر څلور ځله د مذاکراتو د پیل هڅه کړې، خو د تحریک انصاف دریځ هماغه د بغاوت او مخالفت پر لور پاتې شوی دی.

هغه وویل، یو مشخص ګروپ هڅه کوي چې په هېواد کې ګډوډي او فتنه خپره کړي، خو که قانون په خپل لاس کې واخېستل شي، نو بیا به قانون هم خپل مسیر وټاکي.

د رانا ثناءالله په وینا، که د مقابل لوري د مبارزې بڼه بدلېږي، نو د حکومت چمتووالی به هم ورسره سم بدلون ومومي.

ټرمپ: له واک څخه د مادورو لاس په سر کېدل به د وېنزوېلا په ګټه وي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۱ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د وېنزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو لپاره به دا «هوښیار کار» وي، چې واک پرېږدي. ټرمپ په دې وروستیو کې پر مادورو د فشار راوړلو په موخه د تېلو څو بېړۍ هم ضبط کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د وېنزوېلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د فشارونو په لړ کې تېره اوونۍ د هغه حکومت د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په نوملړ کې شامل کړ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا د مادورو حکومت «ناقانونه» وباله او زیاته یې کړه، چې د هغه حکومت له ترهګرو سره همکاري کوي.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ) په یوې خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې غواړي مادورو له واک څخه لرې کړي، وویل: «ښه، زه فکر کوم ښايي همداسې وي... دا په ده پورې اړه لري چې څه غواړي. زما په اند دا به د هغه لپاره هوښیار کار وي. خو بیا هم، موږ به وګورو چې څه کېږي».

د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو ورځو کې په ارام او کارایب سمندرونو کې د وېنزوېلا اړوند د تېلو پر بېړیو په دې تور چې نشه‌يي توکي قاچاق کوي، بریدونه کړي او ځينې له تېلو ډکې بېړۍ یې هم راګرځولې دي.

ټرمپ یو ځل بیا د مادورو په اړه وویل: «هغه د متحده ایالاتو دوست نه دی. هغه ډېر بد دی، ډېر بد سړی دی. هغه باید خپل ځان ته پام وکړي، ځکه هغه کوکاین تولیدوي او امریکا ته یې لېږي».

ډونالډ ټرمپ د وېنزوېلا د ضبط کړیو تېلو په تړاو وویل، دا د واشنګټن حق دی چې هغه پلوري او یا یې هم ځان لپاره ساتي.

د وېنزوېلا د تېلو پر بېړیو د امریکا عملیاتو ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او د واشنګټن دغه چاره یې د نړۍوالو اصولو خلاف بللې ده.

د وېنزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو لا تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

اسټرالیا له وروستي وسله‌وال برید وروسته د وسلو لرلو په تړاو سخت قوانین تصویبوي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۰
100%

اسټرالیا د بونډای له وسله‌والې پېښې وروسته چې په‌کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول، د تر ټولو ډېر مېشتي ایالت نیوساوت وېلز ایالتي جرګې په یوې بېړنۍ غونډه کې د وسلو لرلو د څرنګوالي په تړاو یوه لایحه تصویب کړه. دغه لایحه به سبا پارلمان ته د تصویبېدو لپاره واستول شي.

د دې لایحې له‌مخې، د ترهګرو د نښو نښانو د نندارې وړاندې کول به بند شي او همداراز به پر لاریونونو هم محدودیتونه ولګول شي. دغه لایحه به د سې‌شنبې په ورځ پارلمان ته د تصویب لپاره واستول شي.

له دې سره سم، یوه ګوند بیا حکومت ته وړاندیز کړی چې شخصي کسانو ته د وسلو ورکړه تر ۴ او کروندګرو ته تر ۱۰ وسلو محدود شي.

لس ورځې مخکې په بونډای سیمه کې د یهودانو پر یوه مذهبي مراسمو د دوو وسله‌والو په برید کې ۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. دغې پېښې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

په دې پېښه کې د ساجد اکرم او نوید په نومونو دوه وسله‌‌وال چې پلار او زوی و، ښکېل و. د پولیسو په ځوابیه ډزو کې ۵۰ کلن ساجد اکرم چې ۶ وسلې یې درلودې ووژل شو او ۲۴ کلن زوی یې له نیول کېدو وروسته له ۵۹ تورونو سره مخ شوی دی.