• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سي‌بي‌اېس نیوز: د ټرمپ حکومت غواړي د کډوالو زرګونه دوسیې لغوه کړي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۱ GMT+۰

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت غواړي د زرګونه کډوالو د پناه‌غوښتنې دوسیې لغوه کړي او درېیمو هېوادونو ته یې ولېږي. حکومت هڅه کوي، ډېری پناه‌غوښتونکي د یوګانډا په څېر هېوادونو ته په لېږلو سره د اېستلو بهیر ګړندی کړي او هغوی نور امریکا ته د ننوتلو څخه منع کړي.

سي‌بي‌اېس نیوز دا راپور د امریکا د حکومت د داخلي معلوماتو پر بنسټ خپور کړی، چې دې شبکې ورته لاسرسی موندلی دی. د راپور له‌مخې، د کډوالۍ اداره د هغو پناه‌غوښتونکو دوسیې لغوه کوي، چې قضیې یې د کډوالۍ په محکمو کې روانې او قاضي لا پرې وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

د یو شمېر پناه‌غوښتونکو وکیلانو دې شبکې ته ویلي، چې د کډوالۍ ادارې خپل اقدامات سخت کړي او په نیویارک، میامي، لاس‌انجلس، سان‌فرانسیسکو، ټکساس او نورو ښارونو کې د کډوالۍ محکمو فعالو قضیو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د راپور له‌مخې، د امریکا د کډوالۍ ادارې وکیلان له قاضیانو څخه چې د عدلیې وزارت تر چتر لاندې دي غواړي، د پناه‌غوښتونکو غوښتنې له ارزونې پرته رد کړي.

هغوی ویلي، چې دا کډوال د ځورونې او نیول کېدو له وېرې خپلو هېوادونو ته نه ستنېږي؛ خو پر ځای به یې هغو نورو هېوادونو ته ولېږل شي، چې امریکا ورسره تړونونه لاسلیک کړي دي.

د کډوالۍ اداره غواړي رد شوي کډوال ګواتیمالا، اکواډور او اوګانډا ته ولېږي. د ډسمبر په میاشت کې د کډوالۍ ادارې وکیلانو د پناه‌غوښتونکو د ۸ زره دوسیو د لغوه کولو غوښتنې د کډوالۍ محکمو ته سپارلې دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوه اعلامیه کې سي‌بي‌اېس ته ویلي، چې حکومت هڅه کوي «غېرقانوني بهرنیان هر څومره ژر چې ممکنه وي له دې هېواده وباسي. هغوی ټولو قانوني وسایلو ته لاسرسی لري، چې پکې د قاضي له‌خوا د غوښتنې ارزونه هم شامله ده.»

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکا له خپلو همکارو هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي، تر څو پناه‌غوښتونکي په هغو هېوادونو کې د خوندیتوب تر پوښښ لاندې واوسي.

د اکټوبر په وروستیو کې د «کډوالۍ د استیناف پلاوي» چې د کډوالۍ د محکمو پرېکړې ارزوي، یوه پرېکړه صادره کړه. د کډوالۍ د وکیلانو په باور، دا پرېکړه به د ټرمپ حکومت ته دا زمینه برابره کړي چې د «خوندي درېیم هېواد» تړونونو پر بنسټ د پناه‌غوښتنې دوسیې په ډېرې چټکۍ سره لغوه کړي.

د دې حکم له‌مخې، د کډوالۍ قاضیان مکلف دي چې د پناه‌غوښتنې د ارزونې تر پیل مخکې لومړی د امریکا د کډوالۍ ادارې هغه غوښتنې وڅېړي چې پکې د کډوالو درېیمو هېوادونو ته لېږد غوښتل شوی وي. همدارنګه، پناه‌غوښتونکي اړ اېستل کېږي، چې ثابته کړي ولې باید درېیم هېواد ته ونه لېږل شي.

د کډوالۍ وکیلان باور لري، چې د ټرمپ حکومت غواړي د پناه‌غوښتونکو درېیمو هېوادونو ته د شړلو له لارې نور خلک امریکا ته له راتلو څخه ووېروي.

د ټرمپ حکومت د کډوالۍ محکمو ته د پناه‌غوښتنې وړاندې کول د امریکا د عدلي او کډوالۍ له نظام څخه «ناوړه ګټه اخیستنه» بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍوالو قوانینو له مخې، پناه‌غوښتونکي حق لري د پناه غوښتنه وکړي او قاضیان مکلف دي، چې د عادلانه قضايي بهیر پر بنسټ د هغوی غوښتنې وڅېړي.

په واشنګټن کې د یوه افغان کډوال له‌خوا د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې چې د یوې سرتېرې د وژل کېدو لامل شو، د امریکا ولسمشر دې ته هڅوي چې د یو لړ فرمانونو له لارې د ځینو هېوادونو لپاره د ویزو ورکول او د کډوالو منل وځنډوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان په راتلونکو دوو ورځو کې په ننګرهار کې پر راستنو شویو کډوالو ځمکې وېشي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې رییس مولوي محمد نبي سعید ویلي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شي.

نوموړي له یوې طالب پلوې ځایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د دغه بهیر په لومړي پړاو کې به د بهسودو ولسوالۍ د خانه‌کۍ په سیمه کې پر شاوخوا درې زره جریبه ځمکه، هرې مستحقې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ووېشل شي.

د مولوي سعید په وینا، د ځمکو د وېش دویم پړاو به د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمته‌لک سیمه کې تطبیق شي، چې په ترڅ کې به یې پر یو زر او شپږ جریبه ځمکه هرې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي.

د طالبانو د ننګرهار د کور او ښار جوړونې رییس ټینګار کړی، چې د ځمکو د وېش بهیر به په بشپړ شفافیت او روڼتیا ترسره کېږي او هغه کډوال چې له وړاندې په افغانستان کې شخصي ځمکې لري، د دې پروسې برخه به نه وي.

هغه زیاته کړې، چې د دې اقدام موخه د راستنو شویو کډوالو د استوګنې د ستونزو هوارول او د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

طالبان په داسې حال کې په ننګرهار کې راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د ویش په اړه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې زرګونه کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان څخه، په جبري او داوطلبانه ډول هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه کډوال د استوګنې، سرپناه، کارموندنې، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو له جدي ستونزو سره مخ دي.

واشنګټن د غزې د بیارغونې لپاره د نړیوال کنفرانس پر جوړولو غور کوي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د امریکا متحده ایالات، د خپلو متحدانو په همغږۍ، د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره د یوه نړیوال کنفرانس د جوړولو پر امکان غور کوي. د دې اقدام موخه د اسراییل او فلسطین د وسله والې ډلې ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره د هڅو بیا راژوندي کول بلل شوي.

بلومبرګ خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د یاد کنفرانس د احتمالي کوربه‌توب لپاره واشنګټن په پام کې نیول شوی او ښایي دا غونډه د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په لومړیو کې ترسره شي.

د راپور له مخې، په دې سلا مشورو کې یو شمېر عربي او سیمه‌ییز هېوادونه برخه لري. مصر د تاوتریخوالي د کمولو، د غزې د بیارغونې او د ښکېلو لوریو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا په برخه کې مهم او محوري رول لري.

سرچینې وایي، د دې هڅو موخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې هغه برخه فعالول دي چې د «دویم پړاو» په نوم یادیږي. دا هغه پړاو دی چې د جګړې له درولو وروسته د لومړنۍ رغونې او د جګړې له امله د ویجاړو شویو تاسیساتو پر بیارغونې تمرکز لري.

دغه اقدام هم‌مهاله له هغو خبرو سره روان دی چې تازه په دوحه کې شوې او پکې په غزه کې د یوه احتمالي «نړیوال سوله ساتي ځواک» د ځای پر ځای کېدو موضوع هم څېړل شوې ده. د دې ځواک موخه د امن فضا رامنځته کول، د بشري مرستو د رسولو اسانتیا او د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو پیل بلل شوی دی.

راپور زیاتوي، هغه بنسټ چې د «سولې شورا» په نوم د ټرمپ له لوري وړاندیز شوی، ښایي د بیارغونې د پروژو د مالي سرچینو، قراردادونو او د ټکنالوژۍ او لوژستیکي شرکتونو د ګډون د تنظیم او څار مسوولیت پر غاړه واخلي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له تېر اکتوبر راهیسې نافذ اوربند لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی، په ځانګړي ډول د اوربند د سرغړونو پر سر متقابل تورونه او د انتقالي دورې پر مهال د غزې د ادارې او حاکمیت په اړه اختلافونه.

د ټرمپ اداره باور لري چې د غزې د بیارغونې ژمنتیا او د زرګونو کاري فرصتونو رامنځته کول کولی شي د یوه «اقتصادي هڅوونکي» په توګه عمل وکړي او ښکېل لوري اوږدمهاله اوربند ته وهڅوي.

جرمني یو سوریایی مجرم وګړی دمشق ته استولی

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۰

جرمني له ۲۰۱۱ کال وروسته په لومړي ځل د سې شنبې په ورځ یو مجرم سوریایی وګړی خپل هېواد ته استولی دی. دا په داسې حال کې ده، چې برلین نن یو افغان وګړی هم کابل ته استولی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وویل چې د سوریې مجرم وګړی نن د سې شنبې په سهار په دمشق کې چارواکو ته وسپارل شو او زیاته یې کړه چې یو بل مجرم هم افغانستان ته لېږل شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ وویل: "سوریې او افغانستان ته اخراج باید ممکن وي."

هغه مجرم چې سوریې ته لیږل شوی دی، د جرمني په شمال لویدیځ کې د غلا، بدني ځورونې او شوکې په تور د بند سزا تیره کړې وه او افغان مجرم هم د قصدي فزیکي زیان رسونې په جرم په جنوبي باویریا کې په زندان کې و.

ځینې منتقیدین وايي، دواړو هیوادونو ته د کډوالو بېرته لیږل به دوی له ډیر خطر سره مخ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې له خپل سوریایي سیال سره ګوري

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سې شنبه په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره رسمي خبرې اترې وکړي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس«ټاس» د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو موضوعاتو د ارزونې په موخه وشي.

تر اوسه د دغو خبرو د اجنډا جزئیات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې د روسیې او سوریې ترمنځ سیاسي، سیمه‌ییز او د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند موضوعات به د بحث اصلي محورونه وي.

روسیه له کلونو راهیسې د سوریې له حکومت سره نږدې اړیکې لري او دا لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د دوام او پیاوړتیا په چوکاټ کې مهمه بلل کېږي.

د اسراییل د دفاع وزیر: اسراییل له غزې هیڅکله هم په بشپړ ډول نه وځي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د اسراییل دفاع وزیر کاتز د سې شنبې په ورځ وویل چې د امنیتي دلیلونو له امله اسراییلی پوځ هیڅکله په بشپړ ډول له غزې څخه نه وځي او په دې فلسطیني سیمه کې به یو ملکي-پوځي ځواک هم جوړ شي.

دا څرګندونې د امریکا د سولې له هغه پلان سره په ټکر کې دي چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اسراییل او حماس لاسلیک کړی و.

د پلان له مخې، اسراییلي ځواکونه باید په تدریجي ډول له غزې وتلي وای او په ساحلي سیمه کې د ملکي استوګنځایونو بیا جوړول منع شوي وای.

کاتز د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر۷مې برید په اړه وویل، « موږ د غزې په ژوره برخه کې موقعیت لرو او هیڅکله به ټوله غزه پرې نه ږدو. داسې څه به هېڅکله نه ونه شي. موږ دلته د ساتنې لپاره یو، څو هغه څه تکرار نه شي، چې پېښ شول».

نوموړي د اسراییلي پوځ د ځینو واحدونو په اړه وویل، « کله چې وخت راورسېږي، په شمالي غزه کې به د هغو ټولنو پر ځای چې بې‌ځایه شوې، د نحال واحدونه جوړ کړو. موږ به دا په سمه توګه او په مناسب وخت وکړو».

د نحال واحدونه د هغو ملکي کسانو لپاره جوړ شوي چې په پوځ کې د شمولیت لېوالتیا لري.

هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د غزې په شمال کې به نوي ښارګوټي جوړ شي.
نوموړي وویل: « دا ښارګوټي به د خپلې خوښې او تګلارې له مخې جوړوو».

کاتز ټینګار وکړ چې اسراییل باید د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره د لبنان او سوریې په ګډون په ټولو سیمو کې حضور ولري او پر نورو د امنیتي مسوولیت د ترسره کولو باور نه لري.