• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لوېدیځ هېوادونه د امنیت شورا غونډه کې: د ایران د یورانیمو زېرمو پټ ساتل هېڅ توجیه نه‌لري

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازي د ایران د اټومي پروګرام په اړه وویل، چې متحده ایالات لا هم د ایران د اټومي پروګرام د حل‌وفصل لپاره خبرې اترې غوره لاره ګڼي.

د امریکا استازي زیاته کړه، له ځینو برخو پرته ۲۲۳۱مه پرېکړه‌لیک لا هم د پلي کېدو وړ ده. هغه ټینګار وکړ، چې دا پرېکړه‌لیکونه «تنبیهي» نه دي، بلکې یوازې د ایران د اټومي پروګرام د خپرېدو د مخنیوي په اړه د اندېښنو د محدود حل لپاره جوړ شوي دي.

د روسیې استازي په دې ناسته کې وویل، درې اروپایي هېوادونه د ماشې میکانیزم په فعالولو سره د امنیت شورا دننه سیاسي، حقوقي او کړنلاري اختلافونه ژوروي.
چین وویل، د فرانسې، برېتانیا او جرمني له‌خوا فعال شوی د ماشه میکانیزم حقوقي خلاوې لري او د امنیت شورا د دوی د صلاحیت په اړه اجماع نه‌لري.
د لوېدیځو هېوادونو استازو په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې د ایران د یورانیمو زېرمو پټ ساتل هېڅ توجیه نه‌لري.
د برېتانیا استازي د روسیې او چین څرګندونې رد کړې او ویې‌ویل، د ماشه میکانیزم په بشپړ ډول د ۲۲۳۱ پرېکړه‌لیک له‌مخې او د ایران د ژمنو د نه‌پوره کولو له امله فعال شوی او د ملګرو ملتونو بندیزونه لا هم نافذ او لازم‌الاجرا دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډنمارک استازي په دې ناسته کې له تهران څخه وغوښتل، څو بېرته د مذاکرې مېز ته وګرځي او همداراز یې زیاته کړه، چې د ایران د غني شويو یورانیمو د زېرمو د پټ ساتلو لپاره هېڅ سوله‌ییز توجیه نشته.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۵

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن د غزې د بیارغونې لپاره د نړیوال کنفرانس پر جوړولو غور کوي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۰
100%

د امریکا متحده ایالات، د خپلو متحدانو په همغږۍ، د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره د یوه نړیوال کنفرانس د جوړولو پر امکان غور کوي. د دې اقدام موخه د اسراییل او فلسطین د وسله والې ډلې ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره د هڅو بیا راژوندي کول بلل شوي.

بلومبرګ خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د یاد کنفرانس د احتمالي کوربه‌توب لپاره واشنګټن په پام کې نیول شوی او ښایي دا غونډه د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په لومړیو کې ترسره شي.

د راپور له مخې، په دې سلا مشورو کې یو شمېر عربي او سیمه‌ییز هېوادونه برخه لري. مصر د تاوتریخوالي د کمولو، د غزې د بیارغونې او د ښکېلو لوریو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا په برخه کې مهم او محوري رول لري.

سرچینې وایي، د دې هڅو موخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې هغه برخه فعالول دي چې د «دویم پړاو» په نوم یادیږي. دا هغه پړاو دی چې د جګړې له درولو وروسته د لومړنۍ رغونې او د جګړې له امله د ویجاړو شویو تاسیساتو پر بیارغونې تمرکز لري.

دغه اقدام هم‌مهاله له هغو خبرو سره روان دی چې تازه په دوحه کې شوې او پکې په غزه کې د یوه احتمالي «نړیوال سوله ساتي ځواک» د ځای پر ځای کېدو موضوع هم څېړل شوې ده. د دې ځواک موخه د امن فضا رامنځته کول، د بشري مرستو د رسولو اسانتیا او د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو پیل بلل شوی دی.

راپور زیاتوي، هغه بنسټ چې د «سولې شورا» په نوم د ټرمپ له لوري وړاندیز شوی، ښایي د بیارغونې د پروژو د مالي سرچینو، قراردادونو او د ټکنالوژۍ او لوژستیکي شرکتونو د ګډون د تنظیم او څار مسوولیت پر غاړه واخلي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له تېر اکتوبر راهیسې نافذ اوربند لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی، په ځانګړي ډول د اوربند د سرغړونو پر سر متقابل تورونه او د انتقالي دورې پر مهال د غزې د ادارې او حاکمیت په اړه اختلافونه.

د ټرمپ اداره باور لري چې د غزې د بیارغونې ژمنتیا او د زرګونو کاري فرصتونو رامنځته کول کولی شي د یوه «اقتصادي هڅوونکي» په توګه عمل وکړي او ښکېل لوري اوږدمهاله اوربند ته وهڅوي.

جرمني یو سوریایی مجرم وګړی دمشق ته استولی

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۰
100%

جرمني له ۲۰۱۱ کال وروسته په لومړي ځل د سې شنبې په ورځ یو مجرم سوریایی وګړی خپل هېواد ته استولی دی. دا په داسې حال کې ده، چې برلین نن یو افغان وګړی هم کابل ته استولی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وویل چې د سوریې مجرم وګړی نن د سې شنبې په سهار په دمشق کې چارواکو ته وسپارل شو او زیاته یې کړه چې یو بل مجرم هم افغانستان ته لېږل شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ وویل: "سوریې او افغانستان ته اخراج باید ممکن وي."

هغه مجرم چې سوریې ته لیږل شوی دی، د جرمني په شمال لویدیځ کې د غلا، بدني ځورونې او شوکې په تور د بند سزا تیره کړې وه او افغان مجرم هم د قصدي فزیکي زیان رسونې په جرم په جنوبي باویریا کې په زندان کې و.

ځینې منتقیدین وايي، دواړو هیوادونو ته د کډوالو بېرته لیږل به دوی له ډیر خطر سره مخ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې له خپل سوریایي سیال سره ګوري

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰
100%

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سې شنبه په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره رسمي خبرې اترې وکړي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس«ټاس» د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو موضوعاتو د ارزونې په موخه وشي.

تر اوسه د دغو خبرو د اجنډا جزئیات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې د روسیې او سوریې ترمنځ سیاسي، سیمه‌ییز او د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند موضوعات به د بحث اصلي محورونه وي.

روسیه له کلونو راهیسې د سوریې له حکومت سره نږدې اړیکې لري او دا لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د دوام او پیاوړتیا په چوکاټ کې مهمه بلل کېږي.

د اسراییل د دفاع وزیر: اسراییل له غزې هیڅکله هم په بشپړ ډول نه وځي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۷ GMT+۰
100%

د اسراییل دفاع وزیر کاتز د سې شنبې په ورځ وویل چې د امنیتي دلیلونو له امله اسراییلی پوځ هیڅکله په بشپړ ډول له غزې څخه نه وځي او په دې فلسطیني سیمه کې به یو ملکي-پوځي ځواک هم جوړ شي.

دا څرګندونې د امریکا د سولې له هغه پلان سره په ټکر کې دي چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې اسراییل او حماس لاسلیک کړی و.

د پلان له مخې، اسراییلي ځواکونه باید په تدریجي ډول له غزې وتلي وای او په ساحلي سیمه کې د ملکي استوګنځایونو بیا جوړول منع شوي وای.

کاتز د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر۷مې برید په اړه وویل، « موږ د غزې په ژوره برخه کې موقعیت لرو او هیڅکله به ټوله غزه پرې نه ږدو. داسې څه به هېڅکله نه ونه شي. موږ دلته د ساتنې لپاره یو، څو هغه څه تکرار نه شي، چې پېښ شول».

نوموړي د اسراییلي پوځ د ځینو واحدونو په اړه وویل، « کله چې وخت راورسېږي، په شمالي غزه کې به د هغو ټولنو پر ځای چې بې‌ځایه شوې، د نحال واحدونه جوړ کړو. موږ به دا په سمه توګه او په مناسب وخت وکړو».

د نحال واحدونه د هغو ملکي کسانو لپاره جوړ شوي چې په پوځ کې د شمولیت لېوالتیا لري.

هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د غزې په شمال کې به نوي ښارګوټي جوړ شي.
نوموړي وویل: « دا ښارګوټي به د خپلې خوښې او تګلارې له مخې جوړوو».

کاتز ټینګار وکړ چې اسراییل باید د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره د لبنان او سوریې په ګډون په ټولو سیمو کې حضور ولري او پر نورو د امنیتي مسوولیت د ترسره کولو باور نه لري.

د ګرینلنډ لومړی وزير: د ګرینلنډ د نیولو په تړاو د ټرمپ نوې لېوالتیا "خواشینوونکې" ده

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰
100%

د ګرینلنډ لومړي وزیر ینس-فریدریک نیلسن د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ګرینلنډ د نیولو په اړه د نوې لېوالتیا په څرګندولو خواشینی شوی دی.

نیلسن دا څرګندونې پر فېسبوک شریکې کړې دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې متحده ایالات د ملي امنیت د ساتنې لپاره ګرینلنډ ته اړتیا لري او زیاته یې کړه، هغه ځانګړی استازی چې دې ستر او له کانونو ډک ټاپو ته یې ټاکلی، «د چارو مشري» به وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د لوزیانا ایالت والي جېف لېنډري د ګرینلنډ لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.