تېرو درېیو میاشتو کې؛ طالبانو نږدې ۶زره رواني ناروغان راټول کړي دي

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۵زره او ۷۸۱ افغانان چې له رواني ناروغیو سره مخ وو؛ تر راټولولو وروسته د درملنې لپاره د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ګام یې د عامې روغتیا د ساتنې، د رواني ناروغانو د وضعیت د ښه‌والي او د ټولنې د احتمالي ګواښونو د کمولو په موخه اخیستی دی.