مسکو کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي

روسي چارواکو د چهارشنبې په سهار (د مرغومي ۳مه) خبر ورکړی، چې په مسکو کې د یوې چاودنې له امله یو مشکوک کس او دوه ټرافیک پولیس وژل شوي دي. د روسیې څېړنیزې کمېټې ویلي، کله چې دغه پولیس «مشکوک» کس ته نږدې شول، چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه.
