• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امریکا کې د ډزو په پېښه کې یو پولیس افسر وژل شوی دی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۱ GMT+۰

د امریکا ډېلاور ایالت چارواکو د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې د وېلمنګټن په ښار کې د ډزو له امله یو پولیس افسر وژل شوی دی. د ځایي چارواکو په وینا؛ په پېښه کې بریدګر هم وژل شوی، خو د نوموړي د هویت په اړه لا معلومات په لاس کې نه‌شته.

د راپورونو له مخې؛ دغه پېښه د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) د وېلمنګټن ښار د ترانسپورت وزارت په ودانۍ کې رامنځته شوه. د ډېلاور ایالت پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي:« موږ منو، چې په دغه پېښه کې یو پولیس افسر وژل شوی دی. د یادې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.»

پولیسو په پیل کې اعلان وکړ، چې د یادې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی؛ خو د ډېلاور والي متیو مایر وروسته وویل چې بریدګر په پېښه کې وژل شوی دی.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

د عراق د برېښنا وزارت وایي چې ایران په ناڅاپي ډول پر دې هېواد د ګازو صادرات بند کړل

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۰
100%

د عراق د برېښنا وزارت اعلان وکړ، چې ایران د یوه رسمي پیغام له لارې دې وزارت ته خبر ورکړی چې د «بېړني حالت» له امله یې بغداد ته د ګازو صادرات په بشپړ ډول درولي دي.

د عراق د برېښنا وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې له ایران څخه د ګازو لېږد په بشپړ ډول درول شوی او زیاته کړې یې ده، چې د دې کړکېچ د مهارولو لپاره یې د برېښنا د تولید په بټیو کې لنډمهاله اقدامات پیل کړي دي.

د عراق د برېښنا وزارت ویاند احمد موسی (واع) خبري اژانس ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي، چې د همدې لامل له امله د عراق د برېښنا په بټیو کې د ۴ زرو تر ۴۵۰۰ مېګاواټه پورې د تولید ظرفیت له لاسه وتلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د برېښنا کمښت د عراق د ځینو تولیدي فابریکو د بندېدو او د نورو د فعالیت د محدودېدو سبب شوی او دا وضعیت په مستقیم ډول د برېښنا د ټينګښت پر ساعتونو اغېز کړی دی.

د اسراییل دفاع وزیر د غزې تړانګې په څنډه کې د ښارګوټو د جوړولو له طرحې شاتګ وکړ

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰
100%

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاټز تر هغه وروسته له خپل دریځ څخه شاتګ وکړ، چې د غزې تړانګه کې د اسراییلي ښارګوټو د جوړولو په اړه یې څرګندونې له پراخو نیوکو سره مخ شوې.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دفاع وزیر دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییل حکومت په غزه کې د ښارګوټو د جوړولو هېڅ اراده نه‌لري.

د کاټز دفتر ټینګار کړی، چې د سې‌شنبې په سهار د دفاع وزیر څرګندونې «یوازې د امنیتي چوکاټ په دننه کې مطرح شوې وې.»

کاټز د سې‌شنبې په سهار د بیت‌اېل په لوېدیځه غاړه کې د ۱۲۰۰ نویو کورونو د جوړولو د مراسمو پر مهال د ښارګوټو مشرانو سره په یوه غونډه کې وویل: «د خدای په مرسته کله چې وخت راشي، موږ به په شمالي غزه کې د هغو ښارګوټو پر ځای مخکښ ګروپونه جوړ کړو چې خالي شوي دي.»

هغه زیاته کړه، چې دا کار به «په سم ډول او په مناسب وخت کې» ترسره شي او ټینګار یې وکړ، چې اسراییل د «عملي واکمنۍ یوې نوې مرحلې» ته داخل شوی او له داسې فرصتونو سره مخ دی چې له ډېرې مودې راهیسې موجود نه وو.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې په وینا د کاټز څرګندونې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د رسمي دریځونو او همدارنګه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي اېکس‌پاڼه کې په ایران کې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې.

دې وزارت د بشري حقونو فعال رضا خندان «ناعادلانه بند» ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، هغه کسان چې د خپل غږ پورته کولو جرات لري، د ګواښ، تاوتریخوالي او غېرعادلانه سزا سره مخ کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده: «د عدالت او برابرۍ ټينګښت باید و نه‌ځنډول شي.»

تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خسرو عليکردي د کورنۍ د غړو نیول غندلي وو او ویلي یې وو: «لومړی هغه کسان ونیول شول چې د خسرو عليکردي د یادې غونډې ته ورغلي وو او اوس یې کورنۍ په نښه شوې ده؛ د ایران رژیم له‌خوا دا کړنې د منلو وړ نه دي.»

په ایران کې د طالبانو او ترکیې استازو د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰
100%

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ وایي، چې د دوی کونسل نورمحمد متوکل د ترکیې د کونسل مراد ایرکول سره په لیدنه کې د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو دغه استازي په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د تعلیمي ویزو د اسانتیا په اړه هم بحث کړی دی.

په مشهد کې د طالبانو کوسنلګرۍ د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د طبي او تعلیمي ویزو د ورکړې پر اسانتیا خبرې کړې دي.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر څنګ ترکیې هم د افغان کډوالو د اېستلو پروسه چټکه کړې او نږدې هره ورځ هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، افغانستان ته استوي.

طالبان: له افغانستان څخه عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰
100%

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې کړې. دوی همداراز زیاتوي، چې دغه بېټرۍ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولید شوې دي.

د طالبانو د هرات د والي‌ دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې دا اقدام د کورنیو تولیداتو صادرات د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

په هرات کې طالب چارواکو زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د صنعت په برخه کې پرمختګ شوی او پانګونې ته زمینه برابره ده.

طالبانو له سوداګرو غوښتنه کړې، چې په ورته برخو کې لا نورې پانګونې تر سره کړي.