یونېسف: سږ کال تر ۲.۵ مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، چې په ۲۰۲۵کال کې تر ۲.۶ مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د ستنېدونکو کډوالو پراخې څپې او وچکالۍ د ماشومانو پر ژوند او روغتیا ناوړه اغېزه کړې ده.