• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د ښځو د کرامت د ساتنې لپاره د ایران له خلکو سره یو

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د ښځو د اعدامونو غندنه وکړه او ویې ویل: «متحده ایالات د بشري حقونو د ساتنې او د ښځو د کرامت د خوندي کولو په لاره کې د ایران له خلکو او د نړۍوالې ټولنې سره دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي پاڼې په وینا: «په ایران کې د ښځو د اعدامونو شمېر په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی. د ۲۰۲۵ کال راپورونه ښيي، چې یوازې په همدې کال کې د لږ تر لږه ۶۱ ښځو د اعدام له امله د تیر کال په پرتله په دې شمېر کې ۷۰ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د اعدامونو د سمدستي درولو، د قانوني بهیر د درناوي او د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو بنسټونه راپور ورکوي چې د ایران په بندخونو کې د اعدامونو کچه بې‌سارې لوړه شوې او یوازې د لیندۍ په میاشت کې لږ تر لږه ۳۳۸ بندیان اعدام شوي دي.
د بشري حقونو وېب‌سایټ هرانا د خپل تازه میاشتني راپور له‌مخې ویلي، چې په لیندۍ میاشت کې یې ټول ۲۹۶راپورونه ثبت کړي، چې پکې ۳۳۸ د اعدام عملي کېدل، ۲۱ د اعدام حکم صادرېدل او شپږ د اعدام حکم تایید شامل دي. د دې شمېرو پر بنسټ، په ایران کې په منځنۍ توګه هره ورځ نږدې ۱۲کسان او نږدې هرو دوو ساعتونو کې یو کس اعدام شوی دی.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

د عراق د برېښنا وزارت وایي چې ایران په ناڅاپي ډول پر دې هېواد د ګازو صادرات بند کړل

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۰
100%

د عراق د برېښنا وزارت اعلان وکړ، چې ایران د یوه رسمي پیغام له لارې دې وزارت ته خبر ورکړی چې د «بېړني حالت» له امله یې بغداد ته د ګازو صادرات په بشپړ ډول درولي دي.

د عراق د برېښنا وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې له ایران څخه د ګازو لېږد په بشپړ ډول درول شوی او زیاته کړې یې ده، چې د دې کړکېچ د مهارولو لپاره یې د برېښنا د تولید په بټیو کې لنډمهاله اقدامات پیل کړي دي.

د عراق د برېښنا وزارت ویاند احمد موسی (واع) خبري اژانس ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي، چې د همدې لامل له امله د عراق د برېښنا په بټیو کې د ۴ زرو تر ۴۵۰۰ مېګاواټه پورې د تولید ظرفیت له لاسه وتلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د برېښنا کمښت د عراق د ځینو تولیدي فابریکو د بندېدو او د نورو د فعالیت د محدودېدو سبب شوی او دا وضعیت په مستقیم ډول د برېښنا د ټينګښت پر ساعتونو اغېز کړی دی.

د اسراییل دفاع وزیر د غزې تړانګې په څنډه کې د ښارګوټو د جوړولو له طرحې شاتګ وکړ

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰
100%

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاټز تر هغه وروسته له خپل دریځ څخه شاتګ وکړ، چې د غزې تړانګه کې د اسراییلي ښارګوټو د جوړولو په اړه یې څرګندونې له پراخو نیوکو سره مخ شوې.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دفاع وزیر دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییل حکومت په غزه کې د ښارګوټو د جوړولو هېڅ اراده نه‌لري.

د کاټز دفتر ټینګار کړی، چې د سې‌شنبې په سهار د دفاع وزیر څرګندونې «یوازې د امنیتي چوکاټ په دننه کې مطرح شوې وې.»

کاټز د سې‌شنبې په سهار د بیت‌اېل په لوېدیځه غاړه کې د ۱۲۰۰ نویو کورونو د جوړولو د مراسمو پر مهال د ښارګوټو مشرانو سره په یوه غونډه کې وویل: «د خدای په مرسته کله چې وخت راشي، موږ به په شمالي غزه کې د هغو ښارګوټو پر ځای مخکښ ګروپونه جوړ کړو چې خالي شوي دي.»

هغه زیاته کړه، چې دا کار به «په سم ډول او په مناسب وخت کې» ترسره شي او ټینګار یې وکړ، چې اسراییل د «عملي واکمنۍ یوې نوې مرحلې» ته داخل شوی او له داسې فرصتونو سره مخ دی چې له ډېرې مودې راهیسې موجود نه وو.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې په وینا د کاټز څرګندونې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د رسمي دریځونو او همدارنګه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي اېکس‌پاڼه کې په ایران کې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې.

دې وزارت د بشري حقونو فعال رضا خندان «ناعادلانه بند» ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، هغه کسان چې د خپل غږ پورته کولو جرات لري، د ګواښ، تاوتریخوالي او غېرعادلانه سزا سره مخ کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده: «د عدالت او برابرۍ ټينګښت باید و نه‌ځنډول شي.»

تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خسرو عليکردي د کورنۍ د غړو نیول غندلي وو او ویلي یې وو: «لومړی هغه کسان ونیول شول چې د خسرو عليکردي د یادې غونډې ته ورغلي وو او اوس یې کورنۍ په نښه شوې ده؛ د ایران رژیم له‌خوا دا کړنې د منلو وړ نه دي.»

په ایران کې د طالبانو او ترکیې استازو د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰
100%

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ وایي، چې د دوی کونسل نورمحمد متوکل د ترکیې د کونسل مراد ایرکول سره په لیدنه کې د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو دغه استازي په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د تعلیمي ویزو د اسانتیا په اړه هم بحث کړی دی.

په مشهد کې د طالبانو کوسنلګرۍ د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د طبي او تعلیمي ویزو د ورکړې پر اسانتیا خبرې کړې دي.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر څنګ ترکیې هم د افغان کډوالو د اېستلو پروسه چټکه کړې او نږدې هره ورځ هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، افغانستان ته استوي.

سي‌بي‌اېس نیوز: د ټرمپ حکومت غواړي د کډوالو زرګونه دوسیې لغوه کړي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۱ GMT+۰
100%

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت غواړي د زرګونه کډوالو د پناه‌غوښتنې دوسیې لغوه کړي او درېیمو هېوادونو ته یې ولېږي. حکومت هڅه کوي، ډېری پناه‌غوښتونکي د یوګانډا په څېر هېوادونو ته په لېږلو سره د اېستلو بهیر ګړندی کړي او هغوی نور امریکا ته د ننوتلو څخه منع کړي.

سي‌بي‌اېس نیوز دا راپور د امریکا د حکومت د داخلي معلوماتو پر بنسټ خپور کړی، چې دې شبکې ورته لاسرسی موندلی دی. د راپور له‌مخې، د کډوالۍ اداره د هغو پناه‌غوښتونکو دوسیې لغوه کوي، چې قضیې یې د کډوالۍ په محکمو کې روانې او قاضي لا پرې وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

د یو شمېر پناه‌غوښتونکو وکیلانو دې شبکې ته ویلي، چې د کډوالۍ ادارې خپل اقدامات سخت کړي او په نیویارک، میامي، لاس‌انجلس، سان‌فرانسیسکو، ټکساس او نورو ښارونو کې د کډوالۍ محکمو فعالو قضیو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د راپور له‌مخې، د امریکا د کډوالۍ ادارې وکیلان له قاضیانو څخه چې د عدلیې وزارت تر چتر لاندې دي غواړي، د پناه‌غوښتونکو غوښتنې له ارزونې پرته رد کړي.

هغوی ویلي، چې دا کډوال د ځورونې او نیول کېدو له وېرې خپلو هېوادونو ته نه ستنېږي؛ خو پر ځای به یې هغو نورو هېوادونو ته ولېږل شي، چې امریکا ورسره تړونونه لاسلیک کړي دي.

د کډوالۍ اداره غواړي رد شوي کډوال ګواتیمالا، اکواډور او اوګانډا ته ولېږي. د ډسمبر په میاشت کې د کډوالۍ ادارې وکیلانو د پناه‌غوښتونکو د ۸ زره دوسیو د لغوه کولو غوښتنې د کډوالۍ محکمو ته سپارلې دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوه اعلامیه کې سي‌بي‌اېس ته ویلي، چې حکومت هڅه کوي «غېرقانوني بهرنیان هر څومره ژر چې ممکنه وي له دې هېواده وباسي. هغوی ټولو قانوني وسایلو ته لاسرسی لري، چې پکې د قاضي له‌خوا د غوښتنې ارزونه هم شامله ده.»

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکا له خپلو همکارو هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي، تر څو پناه‌غوښتونکي په هغو هېوادونو کې د خوندیتوب تر پوښښ لاندې واوسي.

د اکټوبر په وروستیو کې د «کډوالۍ د استیناف پلاوي» چې د کډوالۍ د محکمو پرېکړې ارزوي، یوه پرېکړه صادره کړه. د کډوالۍ د وکیلانو په باور، دا پرېکړه به د ټرمپ حکومت ته دا زمینه برابره کړي چې د «خوندي درېیم هېواد» تړونونو پر بنسټ د پناه‌غوښتنې دوسیې په ډېرې چټکۍ سره لغوه کړي.

د دې حکم له‌مخې، د کډوالۍ قاضیان مکلف دي چې د پناه‌غوښتنې د ارزونې تر پیل مخکې لومړی د امریکا د کډوالۍ ادارې هغه غوښتنې وڅېړي چې پکې د کډوالو درېیمو هېوادونو ته لېږد غوښتل شوی وي. همدارنګه، پناه‌غوښتونکي اړ اېستل کېږي، چې ثابته کړي ولې باید درېیم هېواد ته ونه لېږل شي.

د کډوالۍ وکیلان باور لري، چې د ټرمپ حکومت غواړي د پناه‌غوښتونکو درېیمو هېوادونو ته د شړلو له لارې نور خلک امریکا ته له راتلو څخه ووېروي.

د ټرمپ حکومت د کډوالۍ محکمو ته د پناه‌غوښتنې وړاندې کول د امریکا د عدلي او کډوالۍ له نظام څخه «ناوړه ګټه اخیستنه» بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍوالو قوانینو له مخې، پناه‌غوښتونکي حق لري د پناه غوښتنه وکړي او قاضیان مکلف دي، چې د عادلانه قضايي بهیر پر بنسټ د هغوی غوښتنې وڅېړي.

په واشنګټن کې د یوه افغان کډوال له‌خوا د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې چې د یوې سرتېرې د وژل کېدو لامل شو، د امریکا ولسمشر دې ته هڅوي چې د یو لړ فرمانونو له لارې د ځینو هېوادونو لپاره د ویزو ورکول او د کډوالو منل وځنډوي.