طالبان: د پوهنتونونو د عایداتي پروژو طرحه ومنل شوه

د طالبانو د ریاست‌الوزراء د نوې پرېکړې له‌مخې، په هېواد کې د پوهنتونونو دننه د عاید لرونکو پروژو پرانېسته منظوره شوه. د یادې طرحې له‌مخې، دغه پروژې به استادانو ته وسپارل شي او ۲۰ سلنه عواید به د پوهنتون د اړتیاوو لپاره وکارول شي او پاتې ۴۰ سلنه به دولتي عوایدو ته انتقال شي.