• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهه: په بغلان کې مو ۳ وسله وال طالبان وژلي دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په کاریز سیمه کې د طالبانو پر یو پوسته برېد کړی او درې وسله وال طالبان یې وژلي دي.

د یادې جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو ته له مرګ ژوبلې اوښتو وروسته طالب جنګیالیو یو بې ګناه چوپان وژلی دی.

طالبانو تر اوسه د مقاومت جبهې د یادې ادعا په اړه څه نه دې ویلي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د هبت الله له فرمان څخه نافرماني؛ شهاب الدین دلاور د خپلې لور خسر په لوړ بست کې ګمارلی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰
•
عبدالحق عمري
100%

د سندونو له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور د خپلې لور خسر «مولوي حفیظ الله» په سره میاشت ټولنه کې په لومړی بست کې د خپل مشاور په توګه ټاکلی دی. سرچینې وايي، چې مولوي حفیظ الله د سرې میاشتې د قراردادونو په فساد کې پراخ لاس لري.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د عمومي مشر شهاب الدین دلاور له خوا د خپلې لور خسر مولوي حفیظ الله د ګومارل کېدو او د هغه غیرقانونی امتیازاتو لاسته راوړولو په اړه سندونه ترلاسه کړي دي.

100%

د ترلاسه شو سندونو له مخې د طالبانو سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور ددې ډلې د تقویم پر بنسټ تېر کال د ۱۴۴۶ قمري کال د ۱۲مې میاشتې پر ۲۰مه نتېټه د خپلې لور خسر «مولوي حفیظ الله» په لومړی بست کې په خپل لاسلیک مشاور ټاکلی دی.

د طالبانو په سرې میاشتې ټولنه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې ددې ادارې په ټولو قرارادادونو کې د ورکړې پر مهال مولوی حفیظ الله موجود وي او د غونډې رهبري کوي او د شهاب الدین دولاور او د قرادادي شرکتونو ترمنځ د کمیشنکار رول ادا کوي او مالي امکاناتو په بدل کې مشخصو شرکتونو ته قراردادونه ورکوي.

100%

سرچینې د مولوي حفیظ الله هغه انځور هم شریک کړ، چې نوموړی رسمي جلسه کې ویده دی او د شهاب الدین دلاور د لور د خسر او خپلوۍ پر اساس د سرې میاشتې ټولنې رییسانو او مامورینو سره بد چلند هم کوي.

یو بل سند چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړی، د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور پر خپل لاسلیک د خپلې لور خسر «حفیظ الله» ته د میاشتې ۲۰۰ لیټره تېل ورکوي، چې د قانون له مخې مشاور د تېلو اخیستلو حق نه لري.

د روان کال د مرغومي پر ۲مه افغانستان انټرنشنل - پښتو داسې سندونه ترلاسه کړل، چې له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین لاور خپل زوم شکرالله شاکر په خپله اداره کې د یوه کال په موده کې څوځله پر بېلابېلو څوکیو ګومارلی دی. په یوه مکتوب کې لیدل کیږي چې شکرالله شاکر ځان پخپله د خپل خسر د دفتر رییس ټاکلی دی.

له وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوي، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت نه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».

په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي»

حال‌وش: د ایراني‌ ځواکونو په ډزو کې یو افغان وژل شوی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰
100%

د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو اژانس د راپور له مخې، د سیستان او بلوچستان په زراباد ولسوالۍ کې یو افغان د ایراني ځواکونو له خوا د تعقیب پرمهال په ډزو کې وژل شوی دی. د وژل شوي افغان نوم قدیر د علي وزیر زوی ښودل شوی دی.

حال‌وش خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې ۵۵ کلن عبدالقدیر د پنځو اولادونو پلار و او پنجشنبې په ماښام د ایراني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې قدیر د تیښتې پرمهال د امنیتي ځواکونو د مستقیمو ډزو موخه وګرځید او ځای پر ځای ووژل شو.

ځايي چارواکو تر اوسه د یادې پیښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ایراني ځواکونو په ډزو کې یو افغان وژل کېږي، تر دې وړاندې هم د ایران سره پر پولو د ایراني ځواکونو په ډزو کې افغانان وژل شوي‌ دي.

د طالبانو د پکتیکا والي: د نړۍ ټول انسانیت پر طالبانو بندیزونه لګولي دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د پکتیکا والي وايي، د دنیا ټول انسانیت پر دې ډلې بندیرونه لګولي،خو بیا هم دا ډله له داخلي بودیجې څخه خدمات وړاندې کوي. عبدالخالق عابد دا څرګندونې ددې ولایت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو ولسوالیو کې د یوې مدرسې او ښوونځیو د ودانیو پرانیستغونډې ته د وینا پرمهال کړي دي.

د طالبانو د پکتیکا د پوهنې ریاست نن جمعې په ورځ د مرغومي ۵مه ددې ډلې اړوند یوې راډیو ته ویلي، چې ددې ډلې د مشرتابه د ځانګړې بودېجې څخه د ولسونو په غوښتنه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وړممۍ، تروې، برمل، شکین او نعمت اباد ولسووالیو کې ۱ مدرسې او ۹ ښوونځیو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دوی زیاتوي، چې پر دې ودانیو ۸۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

د طالبانو د پکتیکا والي عبدالخالق عابد ددې ودانیو پرانیستغونډه کې وویل، چې پر ډلې د نړیوالو بندیزونو سربېره بیا هم توانیدلي چې له داخلي بودیجې څخه ښوونځي او مدرسې جوړې کړي.

عبدالخالق عابد وویل:« تاسې پوهیږی، چې د دونیا ټول انسانیت پر امارت اسلامي او د افغانستان پر مظلمو خلکو کومې لارې او یندیزونه چې ول هغه لګولي دي خو بیا هم دا د افغانستان د خپلې بودېجې خلکو ته خدمت لاره پرانیستلې ده.»

د طالبانو د پکتیکا والي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د طالبانو د بیا ځلي واک ته د رسېدو څخه څلور کاله تېریږي خو له ورسیې پرته دغه ډله کوم بل هېواد په رسمیت نه پېژني.

د بشري حقونو نقض، د نجونو پرمخ ښوونځی او پوهنتونونو تړل، قانون نشتون او یوه ټولګډونه حکومت نشتوالي له لامله بندیزونه پرې لګېدلي دي.

د پوهنتون استادان: طالبانو له خوا د بهرنيو استادانو ګمارل د لوړو زده کړو بنسټ ته زیان اړوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۱ GMT+۰
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په کابل پوهنتون کې درې تنه بهرني استادان ګمارلي دي. د طالبانو یاد اقدام ته د پوهنتون ځینو استادانو غبرګون ښودلی او وايي، د طالبانو دغه ډول کړنې د افغانستان د پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنست ته زیان اړوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو مکتوب لېږلی، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ریاست الوزرا مقام څخه په یوه مکتب کې د درېیو تنو بهرینو استادانو د میاشتني معاش او لګښتونو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په مکتوب کې لیکل شوي« کابل پوهنتون په پام کې لري، چې د روان کال د پسرلني سمسټر لپاره د ډاکټر تازه ګل، محمد الطاف خان او افریدي په نومومو دریو تنه بهرنيو استادانو ته بلنه ورکړي ده.»

100%

د سرچینو د معلوماتو له مخې یاد درې واړه بهرني استادان پاکستاني وکړي دي، چې دوه تنه یې په حضوري او یو بل یې په انلاین بڼه په کابل پوهنتون کې عملا تدریس ورکوي.

په مکتوب کې د طالبانو د ریاست الوزرا مقام څخه غوښتنه شوي، چې یادو بهرنيو استادانو لپاره دې د څلورو کلونو لپاره د رسمي بلنې، معاش او لګښتونو د اجازې منظوري وکړل شي.

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن د یادې ډلې د لوړو زده کړو یاده غوښتنه منظور کړې ده.

پر همدغه مهال د پوهنتون ځینو استادانو د طالبانو یاد اقدام ته سخت غبرګون ښودلی دی او وايي، چې د طالبانو دغه ډول کړنې د افغانستان د پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټ ته زیان اړوي.

د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون وايي:«طالبانو د پوهنتون یو شمېر استادان په یو او بل نوم او بهانو باندې له دندې ګوښه کړې دي. ساحه یې ورته تنګه کړې ده او په قصدي ډول یې مجبوره کړې دي، چې باید استعفی وکړي. ترفیعات یې بند کړي دي. په دغه ډول طالبان اوس بهرني استادان دعوت کوي، موږ په افغانستان کې بهرنيو استادانو ته اړتیا نه لرو. او د پاکستان زده کړي تر موږ لوړي نه دې چې موږ پاکستاني استادانو ته اړتیا ولرو.»

همدارنګه محمود مرهون وايي، چې د زده کړو مرکزونه او پوهنتونونه د هېوادونو د تولید مرکزونه دي او دغه ډول مرکزونه د بهرنیانو لاس ته په لوېدو سره به تل د هېواد د راتلونکي د فکري تولید دستګاه د بهرنیانو تر اثر لاندې وي.

نوموړي زیاته کړې:«د پاکستان سره دښمني که واقعي ده، نو د فکري هستو په مرکز کې د پاکستاني استادانو مقررول څه دي؟ دا لومړۍ ځل نه دی مخکې هم پاکستاني مبلغین کابل پوهنتون ته د تبلیغ لپاره دعوت شوي وو او په اردو ژبه یې تبلیغ او دعوت کړی دی.»

په ورته مهال د پوهنتون یو شمېر نور استادان وايي، چې طالبان دې د پاکستاني استادانو ګمارلو پرځای هغه افغان استادان په دنده وګماري، چې په تېرو څلورنیمو کلونو کې طالبانو د خپلو شخصي عقدو له امله له دندې لرې کړي او اوس هم په کابل کې اوسیږي.

د طالبانو له خوا د کندهار پوهنتون منفک شوی استاد چې اوس په جرمني کې اوسیږي او نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«د دې (بهرنيو استادانو) پرځای باید د کابل پوهنتون تکړه، تکړه استادان لري چې پر کور ناست دې، تقاعد دي، یا خپله طالبانو په یو بهانه او بل بهانه لرې کړي دي، هغه دې په دنده وګماري. هم یې علمي سطحه لوړه ده او هم د محصل په ژبه پوهیږي. په دې سره به هم د استادانو اقتصادي ستونزه حل شي او هم به په کابل پوهنتون کې د استادانو د کمښت ستونزه حل شي.»

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو له خوا ګن استادان منفک شوي او پرځای یې خپل کسان ګمارلي دي. د راپورونو له مخې په یاده موده کې سلګونه استادان له هېواده وتلي دي، خو تر اوسه یې کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

ایرانی ډيپلوماټ: د اکرام الدین سریع د ترور پېښې څېړلو لپاره دې یو مسلکي څېړنیز ټیم جوړ شي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا څانګې پخواني مشر، سید رسول موسوي، د جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور پېښې د څېړلو لپاره د یوه «مسلکي څېړنیز ټیم» د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

موسوي د دې پېښې په غبرګون کې پر ایکس خواله رسنۍ کې ټینګار کړی، چې دا قضیه باید په ساده ډول، یو اړخیزه او له بیړې ډکه بڼه، او یوازې د رسنیزې فضا پر بنسټ ونه ارزول شي.

هغه زیاته کړې، چې د یاد څېړنیز ټیم له مهمو دندو څخه به یوه دا وي چې د طالبانو له لوري له اړوندو بنسټونو سره ګډې او مسلکي څېړنې ترسره کړي، تر څو د پېښې ټول اړخونه په دقیقه توګه روښانه شي.

سیدرسول موسوي همداراز پر دې ټینګار کړی، چې د دې قضیې د څېړنو د بهیر په اړه باید رسمي او شفاف معلومات له خلکو سره شریک شي، څو د اوازو او ناسم تعبیر مخه ونیول شي.

اکرام‌الدین سریع، چې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته ایران ته تللی و، د چهارشنبې په شپه د نامعلومو وسله‌والو له لوري ترور او ووژل شو. د نوموړي د وژنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.